تېرو ورځو کې ښاغلي طاهراپریدي باندې د زړه دوره راغلې وه چې ددې په وجه څو اونۍ په هسپتال کې بستر و،اوس د جرس ادبي جرګې یو بل مخکښ باني غړی او مشهور شاعر ښاغلی ریاض تسنیم د تور زیړي (هیپيټایټس سي)باندې اخته دی ،ملګرو څخه د ددوعا هیله کیږي ـ لاندنی نظم وصال مومند طاهر اپریدي ته هغه وخت لیکلی و،کله چې نوموړی روغتون کې بستر وـ
د خوږو اوبو چینه
طاهراپریدي ته نذر
د خوږو اوبو چینه ده چې بهیږي
په دې جل وهلي ښار کې
خلقې دې راروانې د هر لوري
په دې سیوري دمه کیږي
ددې ځان ځانۍ په شور کې
په ذهنونو او سینو کې
محبت کري لګی دی
یو یو بوټی یې نال کړی په هنر دی
او ورکړی یې د وینو اوبه خور دی
د خپل فکر پلوشی یې خورې کړي په هر لور دي
بلا زړونه یې د مینې په یو تار کې دي پیلي
د قلم هنر یې زده دی
د قیصې په چل پوهیږي
د دیبله تر کابله
افسانې دده خوری دي
د رڼا یو میناره ده،د رنګونو سمندر دی
د یووالي علامت دی
د ،،جرس،،یو لوي اواز دی
یو کاروان دی ،مخ په وړاندې ځي روان دی او روان دی
افسانه یې علامت دی
علامت یې افسانه ده
د ،،خوږو اوبو چینه ،،ده
وصال مومند کراچۍ