ملاکا اؤ رنګون کښي پښتون

ليک الطاف شيخ ژباړه حسرت بونيری

د ملائيشيا د ښار ملاکا پۀ ميرلن هوټل کښي مونږ څه پاکستانيان اؤ د دويمي ايشيا ملکونو جهازچلونکی ناست ؤهلته ديو ډرائيونګ اسکول مالک زمونږ ملاؤ شو ٠هغه ملئ [ دملائيشيا ژبه] اؤ ماته ګوډا انګريزیۍ کښي خبري کولي ٠ هغه وئيل چي زۀ پښتون يم زما نيکه د انګريزانو پۀ دور کښي پۀ ١٩١٠ کښي دلته راغلي ؤ اؤ د يوي ملئ ښځي سره ئ واده کړي ؤاؤ بيا د دي ځاي شو٠
کيپټن مخدوم چي د ډيري مودي نه پۀ ملائيشيا کښي پاتيکيږی ووئيل چي پۀ ملائيشيا کښي داسي ډير پښتانۀ اوسيږی د چا چي پلار نيکه د تيري صدۍ پۀ شورو کښي دلته راغلی ؤکله چي ملايا د انګريزانو پۀ لاس کښي وه٠ نن ډير پښتانۀ پۀ دي ملک لوي لوي ډاکټران ،انجينئران اؤ وکيلان دی٠ پۀ ملائيشيا کښي يو لوي پوليس افسر زمان خان هم پښتون دي اؤ د دۀ تعلق د پيښور سره دي٠
پۀ دي بهر وي ټيکسي تير شو پۀ ټيکسی باندي د مالک نوم اؤ ادرس چي کيپټن مخدوم ولوست نو اوؤئيل چي د دي ټيکسی مالک هم پښتون دي اؤ د نزدي رياست نګری سيميلان اؤسيدونکي دي٠[پۀ ملائيشيا کښي پۀ هر ټيکسی اؤ د کراي پۀ وين باندي د مالک اؤ پته ليکلی وی] هغۀ اوئيل چې پۀ يورپ اؤ ايشيا پۀ ډيرو ملکونو کښي ما پښتانۀ ليدلی دی٠
زمونږ پۀ ملک سری لنکا پۀ ډيرو ښارونو کښي هم پښتانۀ اؤسيږی٠ د سری لنکا کيپټن مانيک رډرا ؤوئيل ،يوه خبره ما نوټ کړيده اؤ هغه دا چي دپښتنو نه مقامی خلق چرته هم خفه شوی نۀ دی شايد چي پښتانۀ ډير مخنتيان دی اؤ خپل کار پۀ ډيره ايماندارۍ کوی٠
ےےپۀ پښتنو کښي يو بل ښه عادت دي،، کيپټن مخدوم ؤوئيل چي پښتانۀ چرته هم اؤسږی يعنی چي پۀ کوم ملک يا کوم قام سره اؤسيږی د هغوئ پۀ ژبه،رسم رواج اؤ ثقافت پوري چرته هم خندا نۀ کوی بلکه کوشش ئ دا کوی چي مقامی ژبه زده کړی لکه پۀ شکارپور کښي چي پښتانۀ اؤ اغاګان د مقامی خلقو پشان اؤسيږی اؤ سندهی وايی اؤ د ډيرو سندهيانو نه ښۀ د سندهی ادب ،ثقافت اؤ تعليم خدمت کوی٠
د جهاز بنګالی چيف انجينئر شهاب اوئيل چي مونږ کله د بنګله ديش پۀ ښار چاټګام اؤ ډهاکه کښي سبق وئيلو نو پۀ لاره کښي به پۀ کار ډير پښتانۀ ليدل هغوی به پۀ خپل کار کښي لګيا ؤ نۀ پۀ سياست کښي پريوتل اؤ نۀ پۀ لګولو ،مړهکولوکښي٠ شايد دغه وجه وه چي د بنګلاديش جوړيدو نه وروستو مونږ پۀ نورو غير بنګالی قامونو باندي د خفګان اظهار کړي ؤ خو بوهری، اسماعيلی [اغاخانی]اؤ پښتانۀ مو د تجارت يا کار روزګار نه نۀ دی منعه کړی٠
پښتانۀ يواځي پۀ ملائيشيا اؤ بنګلاديش کښي نۀ دی بلکه پۀ تهائ لينډ کښي هم پۀ ګڼ شمير کښي دی٠ډيرو پښتنو پۀ هتائ لينډ کښي د مقامی جينکو سره ودونه کړی دی اؤ اوس د هغوئ اؤلادونه تهائ بللي شی ٠ پۀ تهائ لينډ کښي ډير پښتانۀ د کپړي کاروبار کوی ٠د ډيرو جماتونو امامان پښتانۀ دی ٠ د تهائ لينډ جنوبی ښار هاديائ د يو جمات امام راته اؤوئيل چي پۀ تهائ لينډ کښي ډير پښتانۀ د قصابۍ کار کوی ٠ ظاهره ده تهائ لينډ يو داسي ملک دي چرته چي مقامی بده خلق دا کار [قصابی] هرګز نۀ کوی٠ د کوم ملک چي سرکاری مذهب بده مت وی د هغه ملک خلق غوا بيزه څنګه زبخه کولي شی اؤ چی هغوی ته بدها دا تلقين کړي وی اؤ صفا ئ وئيلی وی چي پۀ صحيح معنی بده مت دادي چې چرته هم مچ ،ميږي مړۀ نۀ کړئ٠ پۀ داسي حال کښي څنګه قصائ جوړېدي شی٠