غزل 

چی ژوند ووينم پرېمانه ،بيا دې مړ شم
ياپه مينه شم ستـــــومانه ،بيادې مړ شم

 
که په خپل ستومانه ژوند کې يوه شيبه هم
چېرې پټ شمه له ځـــانه ،بيا دې مړ شم

 
دژوندون خــــو هره ورځ ګرانه تيريږي
که مرګی وي لږ اسانه، بيا دې مړ شم


وايم خيژې به يوه ورځ ځکه ژوندی يم
کــــــــه ونه ختې ارمانه ،بيا دي مړ شم


ترهغې مې خدايه مه وژنې تر څو چې
دنياګۍ کړمه حيرانه ، بيا دې مړ شم

 

            نورمحمد سعید کابل

خدای دې ما سعيدله ټولو خلکو هېر کړي
خو چې هېر شمه له تانه ، بيا دې مړ شم