دا په کومه هدیره راغلی سلامه
چې اواز دې د هر لوري راتمبږي
د عبدالسلام سلام په یاد کې د جرس ادبي جرګې خصوصي غونډه
ظفرکریمي زرجان مداخېل وویل چې سلام زمونږ ښه ملګری و،قامي او ملي شعور یې لرلو او داسې ملګری چې جدا کیږي نو خامخا د خفګان سبب ګرځي ـ
د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په شلمه نېټه د جرس ادبي جرګې خصوصي غونډه د طاهر اپریدي په کورګلشن اقبال کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې د مخکښ غړي عبدالسلام سلام په یاد کې وشوه ـ ددې غونډې مشري ښاغلي ځلان یوسفزي او د نظامت چارې ننګیال ترسره کړې ـ غونډه کې لمړی د عبدالسلام روح ته دوعا وشوه ورپسې ننګیال یوسفزي د عبدالسلام سلام اخري غزل یو څو شعرونه واورول ـ
د عبدالسلام سلام په اړه د لیکلو تاثراتو په برخه کې ریاض تسنیم د "نري نروچکي هلک" تر سرلیک لاندې خپل مضمون واورلو چې پکې د عبدالسلام په ادبي او سیاسي اړخونو خبرې شوې وې ـ طاهراپریدي "په ژړا شوم په ژړا شوم " تر عنوان لاندې خپل لیکلي تاثرات واورول ـ امان اپریدي او ځلان یوسفزي هم خپل خپل تاثرات واورول ـ سرور شمال د سلام په اړه خپل نظم واورولو ـ
ماښام خټک د سلام په اړه خبرې وکړې ـ ماښام خټک په ډېر ژړه غوني اواز کې د سلام په شاعرانه،سیاسي او صحافتي اړخونو رڼا واچوله ـ نوموړي زیاته کړه چې په پښتنو کې خو هسې هم د نظریې د خاوندانو کمی دی ،خو که د سلام په څېر کوم یو نیم د نظریې خاوند راشي نو هغه هم دومره بې وخته لاړ شي چې .................................. نوموړي زیاته کړه چې د سهیل قلندر او د سلام غم ډېر ځورلی او هم یې ځوروي ـ هغه د لېبر پارټي جنرل سکرتر واو دهغه دفتر پخپله یوه ادبي او سیاسي دېره وه ـ
محمدارشد خان میک وویل سلام چې کله هم مالیدلی دی د هغه په مخ ما ستوماني نه ده لیدلې ـ ما د هغه د مرګ خبر په فېس بک وکتلو او چې د هغه د جنازې ځایې ته وروران شوم نو ما هلته ډېر هغه ملګری ولیدل کوم چې زما او د سلام مشترک ملګري ووـ ما اول هلته ظفر کریمي ولیدو چاچې ماته وویل چې وګوره سلام هغه دی ،ما چې وکتل سلام څلورو ملګرو په اوږو راخیستې ووـ د اخري دیدن په وخت ما وغوښتل دهغې مخ ته وګورم او هغه خندیدونکي څېره د اخري ځل دپاره وګورم کومه چې هر وخت ما په خندا لیدلی وه ـسلام ډېر محنتي او انرژیټیک و، خفه پرې ډېر یم خو خوشاله په دې یم چې سلامه ګونګی شوې خو چپ لا نه ړی ـ
امان اپریدي خپلو لیکلو تاثراتو کې وویل چې ریاض تسینم ته مې ووې چې ګور یې نه،د سرک حادثه ده هسې نه چې د ذهن په کینوس محفوظ تصویر مجروح نشي ـخو د دیدن کونکیو قطار چې په ختمیدو شو نو زما هم صبر تمام شو ـ ریاض ته مې وکاته او دواړه بلا پسې د وروستي کس پسې جخت شو ـ هغه څېره چې تل مو مسکۍ لیدلې وه ،تهه درتهه په سپینه لټه کې د پرهرونو له کربه ډېره سنجیده وه ـمصویر د صبر ازما کړاو راتېر شي ،قلم او رنګونه لکه دهقان او زمکه خولې خولې ،زرې زرې د ایزل په سنیه د کینوس په مخ یو داسې تخلیق وجود ومومي چې مصویر یې په اخري ټچ له تخلیقي مسرته سرشار سترګې پټې کړي ـ او چې په یو ناترسه اواز خپل تخلیق ته سترګې واړوي ،ایزل یو خوا او تازه مکمل شوی تصویر بل خوا په خاورو ایرو لړلی پروت وي نو د مصویر د قلم او رنګونو په زړه به څه تیریږي ـ
زمونږ ملګری د جرس اواز او رنګ چې د حرفونو په سنګار یې دسترس بیاموند ،د معاشي کړاونو په بټۍ کې پوخ د پلار همسا،د ورومضبوط مټ او د تنکیو ګلو مالیار عبدالسلام سلام چې کامل شو نو ناګهانه د مرګي ناترسه پنجو د ټولو له مېنځه یوړو ـ لویه ربه ته ګواه اوسې ،مونږه ټول سلام ته بخښنه کوو،مهربانه او بخښونکیه ربه تاته خواست کوو چې ته یې هم اوبخښه ـ
ظفرکریمي خپل مختصر لیکلي تاثراتو کې وویل
داد فطرت څه بې خونده لوبه وه
ساز یې کړم،اغاز یې کړم ،انجام یې کړم
ښکاري چې ځوانیمرګ طاهر فرهاد همدا شعر د ځان او د ځان په څېر نورو همزولو ځوانیمرګو دپاره ویلی وي ـ د مرګ نامه هسې هم ترخه ده خو دا حقیقت هغه مهال بیخی تریخ شي چې کله مرګی خپلې ګوتې د یو ځوان زلمي پر مرۍ کلکې کړي ـ د ځوانیمرګ سلام د مړني راوروسته په دې فکر کې یم که د اجل فرشته په د ې خبره وایې چې نن د کوم زلمي د ساه اخیستو دپاره د بلوچستان دې شاړې دشتې ته راغلې ده ،هغه ځوان په خپل پنځه فټه ځان کې یو جهان لري ،د نړۍ د بدلون فکرونه لري ،او ددې فکرونو دپاره خوټکیدلي دماغ لري ،لفظونه سندرې کوي،له جذبو شورو جوړوي،لوړ مورال او غرغر ولولې لري او ددې هرڅه په برکت د سامراج د غره سره تندی جنګوي ،خو پخپله ددې چاپیریال هغه بچی دی چې د پیړیو راهسې د استعمار په ژرنده دل دی ،نو شاید د اجل فرشتې به پرې هم زړه سوزیدلی وی ـ نن دا یو حقیقت دی چې مرګي د سلام هغه تاوده او خوټکیدلي دماغ په خپله ضربه ساړه کړل کومو دماغوکې چې انقلابي فکرونه او د خپلواکۍ ترانې وې خو مونږ بیا هم په دې ژمن یو چې
که طوفان مو د هستیو ډېو ې ګل کړې
د فکرونو څراغ خدایې مه کړه چې ګل شي
امیرمحمد سلطان وویل چې سلام د مرګ سړی نه و،هغه جهان یې د نور ډک شه ـ
حسرت بونیري وویل چې سلام سره زما دوه درې ملاقاتونه شوي دي خو هغه دومره خنده رویه او ښاغلی و،چې د چا ورسره یو ملاقات هم شوی وي ،کله به یې هم هېر نه کړي ـ
شېربازخان ته د خبرو دپاره وویل شو ـ نوموړي د خبرو کولو مخکې څو شېبې غلې و،بیا یې لکه د نورو ملګرو سترګې وچې کړې او زیاته یې کړه چې سلام سره زما ملاقات هغه وخت شوی و،چې د کویت او عراق مسله وه هغه هغه وخت ماته خپلو خبرو کې ویل چې د پاکستان فوځ د کرایې فوځ دی او دا مسله به افغانستان او پاکستان ته رارسیږي ـ سلام په یوازې ځان د سامراج سره جنګ کولو او د الکرم کارخانې مالک سره شپږ کاله کیس وچلولو او دوه میاشتې مخکې همدغه کیس سلام وګټلو ـ
د سوات نه راغلو خلقو دپاره چې دلته کراچۍ کې کوم خنډونه وو ،هغه سلام د سندي کامریډانو سره په ډېر مدلل انداز هوار کړل ـ
سلام یو نظریاتي انسان و،دهغه په خپل قام او مزدور طبقه خاص نظر وـ سلام د خپلې نظریې دپاره ډېر څه کړي دي او هغه نور هم ډېر څه کړی وایې خو د وخت نه مخکې لاړو ـ
غونډه کې لاندینیو کسانو برخه اخیستې وه ـ
طاهر اپریدي،ماښام خټک،امان اپریدي،ځلان یوسفزی،سرورشمال،میک،ننګیال یوسفزی،قاسم جان،شېربازخان،شیرولي،قادرخان ایډوکیټ،محمدزبیرخان،ظفرکریمي،ریاض تسنیم،حسرت بونیري،زرجان مداخېل،تاج محمدخان درویش،امیرمحمدسلطان،شاهدنواب او نایاب تاڼیوال ـ
د غونډ مشر ځلان یوسفزي د ټول ګډونوال او هغو ملګرو نه مننه وکړه چاچې د ایمیل ،ایس ایم ایس او فون په ذریغه دغه درانه غم کې ځان شریک کړی ووـ د یادونۍ وړ ده چې د سلام په اړه د نړۍ د کونج کونج نه د یو زر څخه زیات ایمیلونه او په سلګونو ایس ایم ایس راغلی وو ـ
غونډه کې د ډاکتر شېرزمان طایزي،روښان یوسفزي،سلیم ناشاد،امجدعلي سورج،وصال مومند،محب وزیر،ډاکټرسعدي،فایق،طاهربونیري،اسماعیل او د حاجي نورمحمد سعید پیغامونه تعزیتي پیغامونه هم واورول شوـ
له ښي اړخه :علاو الدین بنګش او ارواښاد عبدالسلام سلام