دبېنظیر بټو له کتاب د"ختیز لور" څخه انتخاب              

                                    په تېر پسی                           ژباړه:- ظفرکریمی

      پوځی دیکتاتور جنرل ضیاء دجماعت اسلامی  دمذهبی مشر مولانا مودودی سره نزدی  اړیکی درلودی - کله چې شوروی په افغانستان یرغل وکړو نو جنرل ضیاء جماعت اسلامی سره غوږونه نزدی  کړل او دهغوي په ذریعه  یې  د اسلامی ورورلۍ څخه مرسته وغوښته - هغه د مولانا مودودی کار دپوځ په تعلیمی نصاب کې شامل کړو او ددغې لاری یې پوځی او تعلیمی اورګانونه دمیانه  روو څخه پاک کړل- هغه  جماعت اسلامی ته د هیډکوارټر (مرکز)جوړولو لپاره هم پیسی ورکړی ـ
    جماعت تش په نامه تېنکس ټینکس جوړ کړل او فوځی مشرانو ته یې دا خبره غوږونو کې واچوله چې باید مهاجر کیمپونو کې دماشومانو لپاره مدرسی جوړی کړی او ددغه لاری د اسلامی نړۍ څخه پانګه راجمع کړی - د اسلامی دنیا نیک او خیرات ورکونکو خلقو د اړو او غریبو افغانانو د زده کړی ،خوړو او د روغتیا په هیله ددوۍ سره مرسته وکړه،خو دوي دغه ترلاسه شوی مرسته هغو مدرسو ته ورکړه چیرته چې د ترهګرۍ او نفرت تخمونه کرل کیدل ـ
کله چې د نړیوالو له لوری د جهاد لپاره فنډ پاکستان ته ورکړل شو،نو ددغو بوجو خُلې هم د ای ایس ای په مرکزونو کې پرانیستی شوی او ددی سره سره جنرل ضیاء په دی خبره ټینګار کاوه چې د سی ای اې  او نورو اورګانونو او هیوادونو له لوری ورکړل شویو پیسو  دویش کار باید دپاکستان فوځی حکومت ته پریږدی ـ امریکا دهغه دا خبره ومنله چې ددی له امله پاکستانی فوځ ته دا زمینه برابره شوه چې د سخت دریځو،بنیادپرستواو دانسانی وینو تږو ګوندونو باندی مهربانی وکړی ،دهغوی تربیت وکړی ،هغوی ته فنډ اووسله ورکړی ـ دا یوه داسی پریکړه وه چې د لنډی مودی لپاره سودمنه کیدای شوه ،خو چې دغه پریکړه تر اوږدې مودې وغزول شوه نو بیا دټولی نړۍ لپاره دخطرې زنګ ثابت شوـ
      په جون 1989م کې زما دامریکای دورې په مهال ما د ښاغلی بش سره په سپینه ماڼۍ کې یو ځانګړی ملاقات وکړواو نوموړی مې ددغو خدشاتو څخه خبر کړو- ما هغه ته وویل چې په افغانستان کې شورویانو ته ماتی ورکول زمونږ او ستاسو ګډه جذبه وه ،خو ښاغلی ولسمشره!زه ویره لرم چې کوم تخم مونږ کرلی دی ،دا په راتلونکی کې بیرته زمونږ لپاره دخطرې څخه ډک ثابیتیدلی شی ـ
     متاسفانه زما دغه وړاندوینه په راتلونکی کې ریښتیا شوه ـ امریکا شوروی ته د ماتی سمدست روسته افغانستان له پامه وغورزوه - روسانو له وتلو او دبرلن دیوال تر نړیدو وروسته په اروپاکې ډراماتیک بدلونونه رامنځته کیدل پیل شواو دټولی نړۍ سترګې په دغه لور واوښتی ـ
     شوروی اتحاد په زور د ویستلو له تجربی او ددغه نړیوال ځواک د ماتیدو حقیقت بنیادګر دومره نشه کړی ووچې  اوس هغوي د ا خیال درلودو چې ګویا د اروپا سره هم ښکر جنګولی شی ـ دلودیز استخباراتو زما په پرتله د جنرل ضیاء سره دمعاملو په حل کې ډیره اسانی محسوسوله ـ زه د ذولفقار علی بټو لور وم څوک چې هغوي ته سوشلسټ او دپاکستان داتومی پرګرام بانی ښکاریدو او ددې سربیره زما ورونو دشوروی اشغال په مهال کابل کې "الذولفقار" هم جوړ کړی ووــ
                                               نور بیا…..