په راستنو شویو کډوالو یو بل ژمی هم تېر شو
     مالومه نه ده چې په 1940م کې د جرمنی ټولواک حکمران ایډولف هټلر په دماغو کې کوم خیال راغی چې هغه د خپل هیواد په ګوډ ګوډ کې دیهودیانو د نیولو پسی مټی راونغښتی -جرمن پولیسو ته به چې کله او کوم ځای یهودی په نظر راتلو نو لاسونو ته به یې ورله زولنې اچولی - دهټلر دغه عجیبه خیال په څور ورځو کې په زرګونو یهودیان د جرمنی په زندانونو کې بندیوان کړل-د جرمنی یهودیانو ته ایډولف هټلر فرعون ثابت شو،خو فرق فقط دومره ؤ چې  فرعون به ددوي زامن وژل او لونړه به یې ورله ژوندۍ ښخولی،خو هټلر ددوي غټ واړه نه کتل خو نیول یې او زندانی کول یی - کله چې د هټلر ددی ارادی پته نورو جرمن میشته یهودیانو ته ولګیده نودوه یې خپلې کړی اودوه یې دچا څخه په پور واخیستی  او شپه په شپه دجرمن پریښودو ته اړوتل ،داروپا او امریکا په لور د تلو په تکل ووتل -
      اروپا او امریکا ددی نویو مهاجرینو  د ابادۍ لپاره انګیرنې پیل کړی او اخیر یې دغه پریکړه سره سلا شول چې دامریکا په ټیکټاس ایالت کې به ټولو کډوالو ته د اوسیدو زمینه برابره وی - ددغې پریکړې د اعلانیدو دمخه مالومه نه ده چې کوم "خنّاس" ددوي دماغو ته داخبره ننه ایسته چې دوی باید دغه کډوال په فلسطین هیواد کې ځای په ځای کړی - کله چې غربیانوددغو کډوالو یو لوی شمیر فلسطین کې  وروټومبل ،نو ددغې ورځې راهسی دفلسطین د اوسنی ناورین پېل وشوـ
       په کال 2005م  د ډیرو زیاتو نړیوالو فشارونو وروسته اسرایلو ته د قبضه شوی زمکې څخه فقط     115کیلومیتره زمکه بیرته فلسطینیانو ته  په ورکولو راضی شول - اسرایلی حکومت خپل اولس ته اوویل چې باید دغه سیمه خالی کړو،کله چې دغو کډوالو مذکوره سیمه پریښوده،او نورو ځایونو ته کډه په سر کیدل ، نو لودیز مطبوعاتو نور کار پریښودو او ددې کډوالو دستنیدنی کوریج پسی یې ملا  وتړله - هره ورځ به د ورځپاڼو په لومړیو صفحو غټ انځورونه او خبرونه ددغو کډوالو په اړه وو -لودیز مطبوعاتو دا مسله دومره په سر واخیسته چې په ټوله نړۍ کې یې ددغو کډوالو تشهیر وکړو  او بل لوری ته  UNHCR او نورو نړیوالو اورګانونو ددغو کډوالو دبېرته ابادونۍ لپاره په خلاص مټ مرسته شورو کړه ،او د پنځلس نه واخله تر شلو لکونو ډالر پوری فی کورنۍ ته ډالۍ کو ل پیل کړل ـ
       دا مرسته دداسی کډوالو سره کیده چاچې په زور یوه سېمه خپله ولقه کې اخیستی وه او د ځان ځایولو لپاره یې ددغې سیمی څخه په زوره ایستلي وو ،خو چې نن هغه ویستلی شوی خلق بیرته خپلو کورونو ته راستنیدل او دوي  د نړیوالو په فشار هغوي ته بیرته خپل کورونه حواله کول ،نو دلودیز میډیا دوي نړیوالو ته په دومره مظلوم شکل ورښودل چې نړیوالو د زړه د خلاصه ددوي مرسته کوله  -
      په همدغه کال دپاکستان د قبایلی علاقو څخه افغان مهاجرینو ته  دوتلو حکم وشو او افغان کډوالو هم دغه حکم په نیمه خُله ومانه ،کډی یې په سرکړی او UNHCR  دغه کډوال فی کس په دریو ډالرو نمانځل ،خو بیا دغه مهال نه لودیز میډیا وه او نه سیمه ایز مطبوعات ـ نه ددوی په سر دکوم هیواد درحم ډک لاس ؤاو نه نړۍ ته ددوي دپه اړه څه مالومات ـ بس د سړې جګړی قربانیان وو ،چاچې نړۍ دیو لوی ګواښ نه خلاصه کړی وه ـ هغوي ته اوس دې کډوالو ته هیڅ اړتیانه درلوده ـ
    ددی هرڅه سره چې کله دغه کډوال خپل پلرنی ټاټوبی ته ستانه شول ،او په یوه دشته کې ورته د دیره کیدو حکم صادر شو نو هر کډوال غوښتل  چې دشکر سجده وکړی ،ځکه چې یو خو دوي خپل وطن ته ستانه شوی وو او بل یې دشنه اسمان دلاندی دکور ځای موندلی وو او هغه هم په خپل پلرنی ټاټوبی کې ـ خو د سجدی لپاره اودس ته اړتیا وی،او ددوي سره د اودس لپاره لاڅه د څښکولو داوبو درک هم نه لګیدو ـ
    زه کله کله فکر کوم چې مونږ ډیر صابره قوم یو - مونږ ددې نړۍ څخه دومره بیګانه یو چې بیخی ځان په نړیوالو کې نه حسابوو،زمونږ کډوالو داوبو قلت او نور هرڅه په سپیره ډاګ داسی وزغمل لکه دخدای تعالی له لوری چې یو ټاکلی امتحان وی -
         زمونږ کډوالو سره د راونډا دکډوالو ځنې بد تر سلوک وشو،زمونږ دغو کډوالو لمړنی ژمی په خیمو کې تیر کړو او دادی یو بل ژمی په داسی خاورینو کوټو کې دتیرولو هوډ لری ،چې دپاسه چت نه لری او درشل کې ورـــ دوی دیخنۍ سره دومره سخته مبارزه کوی چې کله نا کله په دغه مبارزه کې د ځان سیالی هم وبایلی ځکه چې د سږنی ژمی دا بې رحمه او واورینی هواګانی او ددغو خوارانو او غریبو کډوالو بې وره کوډۍ _ددوي دسر حفاظت ډیره په مشکله ترسره کوی
نن یهودی کډوالو ته دا پته هم نشته چې دوه کاله دمخه هغوي بې ځایه شوی هم وو که نا،ځکه چې هغوي ته د پخوا په پرتله ښه او اساس کورونه په نصیب شوي دي - خو افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو ستونزی لا په خپل ځای هم هغسی پرتی دي - که څه هم راستانه شوی کډوال دا هرڅه د الله تعالی له لوری ګڼی ،خو ددغو کډوالو بېرته ابادونه یوه داسی جنازه ده چې ددی هیواد د رژیم په اوږو پرته ده  او دا جنازه یوه نه یوه ورځ دفن کول ضرور غواړی  ـ
      دی کې شک نشته که دولت وغواړی دنړۍ څخه ددی کډوالو د ځای پرځای کیدو لپاره مرسته ترلاسه کړی خو که داسی وشی هم ،نو د وزیر نه واخله تر ماموره دټولو چارواکو به ورته په خُله کې اوبه ګرځی او په تږو او هوسی نظرونو به ورته ګوری او هڅی به کوی چې بې چاره کډوال خوړنو او نالو کې مېشته کړی او خپله بوده پکې اوباسی ـ
      که فکر وکړو مونږ د ژوند په هره  برخه کې یهودیان دځان او خپل دین دښمنان ګنړو- خو که دی ته فکر وکړو چې ددغو" کافرو" لپاره دهغوی حکومت او میډیا او نړیوال څومره څه ترسره کوی ـ او زمونږ سره زمونږ حکومت او میډیا او نړیوال څومره همدردی لری؟؟؟؟؟