دڅو لحظو لويه قیصه
طاهراپریدی
(ددې طويل مختصر افسانې يا مختصر ناولټ سبب ديوې نوبل انعام يافته اطالوى ناول نګارې ناول جوړشو، چې ما ئې داردوترجمه د " ُپرسکون موت" پۀ نوم مطالعه کړه ـ خودلته داوضاحت ضرورکول غواړم چې دانګرېزۍ دهغه ناول اوزما ددې طويل مختصرافسانې ياناولټ (هرڅۀ چې ورته وائې) دقيصۍ کردارونو، مقام، خبرو مکالمو اونوروواقعاتوسره هيڅ او پوټی تعلق هم نشته ـ دهغه ناول مرګزى کرداريوه داسې بوډۍ ښځه ده چې ديوې شپې مېلمنه ده او د هغې دوه لوڼه دهغې تيماردارى اوخسمانه کوى ـ دهغې بوډۍ يوه لورچې ليکواله هم ده پۀ دغه يوه شپه کښې دبوډۍ دټول ژونداو دژوند دمصروفياتو،اسپتال کښې دډاکټرانودعلاج دنرسانودتوجوه،دخپلوخپلوانو دتپوسونو پوښتنواودګلونو دګلدستورالېږلوټول حال اوکېفيت بيانوى ـــ زۀ ددې ناول دترجمې پۀ باب به دومره ؤوايم چې مادهغې ناول دترجمې د روانۍاودفقرو دښائستوالى شګفتګۍ (چې ترجمه کښې ئې هيڅ ځنډنۀ راځى) نه کوم تاثر اخستی نوفکر يوړم چې ددې ناول دترجمې دغه خوږوالی دی نو خدای خبراصل به ئې څنګه وى ــ دې سلسله کښې ماته دانګرېزۍ يوبل ناول " ُ بوړهااور سمندر" هم مخې ته شو ـــ اوزۀ پۀ نارروغه طبعيت، خوپۀ اوزګاروخت کښې دې ته لېواله شوم چې پښتوکښې دې هم يوه داسې تجربه ولې ؤنۀ شى؟ ـ ضرورى نه ده چې هره تجربه دې کاميابه هم وى ـ خو ؤئيل کېږى چې دهرې کاميابه تجربې بنياد يا ؤړومبې پوړې کښې دناکامه تجربې څۀ اثرضرور وى ـــ ما هم دغه يوه (ناکامه) تجربه ؤکړه چې ډېرلږ وخت کښې ددوه اجرتى قاتلانودژوندټوله قيصه مې بيان کړه ـ يو ه ښکارونه بله کؤم چې ددې نالوستو بې رحمه سګندله او جاهلو قاتلانو ژبه داسې مهذبه نۀ وى ـ يعنې ددې قيصۍ ژبې خبرې فقرې او لفظونه څۀ علمى ،معلوماتى اونفسياتى کېفيت لرى چې ديوجاهل اوقاتل دپوهې سربیره وى ـ خوماپۀ شعورى توګه داسې ځکه ؤکړل چې بيابه شائد د قيصۍ هغه ادبى خوند نۀ وی پاتې شوی، اونۀ به دغه قيصه دومره اوږده شوې وه ـــــ خدائ دې ؤکړى چې دپښتو طويل مختصرافسانه نګاريا ناول نګار دې لورته پام ؤکړى ـ اوپښتو ادب کښې نوې نوې تجربې ؤکړى ـــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ طاهر افريدى )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماچې دوربين پۀ سترګو سم کړونومې هغه پۀ اول نظرؤليدواودټکه مې ؤپېژندو ـ هغه زماښکاروۀ اوهم لکه زماپۀ رضا،هم زماپۀ خوښه پۀ دې لورروان وۀ ـ اوزۀ پۀ دې ډېرخوشحال شوم چې زماقسمت ماسره پوره پوره مرسته کوى ــ هغۀ دغرلمن کښې تلې سمه صفا لاره پرېښې وه اوددې لارې نه لږ پۀ ډډه دغرپۀ ژۍ ژۍ دتېرؤ تېرؤ کاڼواوازغنوجاړوپۀ مېنځ کښې هوښيار ،تیارسۍ ،چوکس اولربر کتونکی روان وۀ ــ ما هغۀ ته کتل اودهغۀ ددې هوښيارتيا داد مې ورکولو ــ
"يوداسې بنيادم هروخت چوکس اوبېدارپکاردى چې دچادسر دښمنان ډېر او هروخت هرځائ دهغۀ لارې څاری "
ماسره چې کله دهغۀ دسرسوداؤشوه نواخرکښې راته داهم ؤوئيلی شو چې که تا هغه پۀ ډېراذيت ناک مرګ مړکړونومونږ به تاته اضافى انعام هم درکړو ــــــ اوداخبره ماته هغې بوډا سپين ږيرى کړې وه څوک چې پخپله دګورپۀ غاړه ولاړوۀ خومادهغۀ سينه کښې دانتقام بلېدونکې سرې لمبې ښې محسوسولې لکه دې اجرتى قاتل دهغۀ تنکی بچی ناحقه يا ديو څوروپويا دجوارۍ ديو داؤ دپاره وژلی وى ــ اوماهغې بوډا ته پۀ کلکه ؤوې چې "زماتاسوسره فېصله ديوډزګولۍ چلولوشوې ده ـ اوزماپۀ ټوپک،خپله ګوته اوپۀ خپله نښه پوره پوره يقين باوردی ـ که دهغۀ ساه پۀ ړومبى وار دتن يارانه پرېښودله خوخبره خلاصه شوه کنى نوزۀ وعده کوؤم چې هغه به پۀ داسې مرګ ؤمرى چې دمرګ دعا ګانې به غواړى خومرګ به دهغۀ ترڅنګ پۀ څۀ فاصله ولاړ وى "
ماچې دهغۀ دسردسوداټول رقم يا معاوضه پېشګى واخستله اودهغوئې دحجرې نه راروان شوم نوفکرمې کولوچې دابنيادم څۀ عجيبه مخلوق دی ـــ څومره حسد،غصه اوکينه لرى چې ديوبنيادم ديودښمن پۀ مرګ ئې هم خوانۀ سړېږى اودهغۀ دژوند اخرى سلګۍ هم ډېرې دردناکې ليدل غواړى ـ دهغۀ دمرګ نه پس هم دهغۀ څهره اومشاهده ورانول اودپېژندګلوقابله نۀ غواړى"ــ خوزمادې سره څۀ کارنۀ وۀ ـ ماته دهغه دساه اخستلوټول رقم اول راکړی شوی وه اوورسره ورسره دهغۀ دداسې بې وسۍ اودژوندنه زيات دمرګ دعاغوښتو راته دنوربخشش طمع هم راکړې شوې وه ـ اوزۀ يوقاتل ؤم،اجرتى قاتل!
نوربیا.............. سرپاڼه ــــــــــ>