د حسرت په غزل د اتفاق پښتو ادبی جرګې کراچۍ کره کتنه
حسرت بونیری
داتفاق پښتو ادبی جرګې کراچۍتنقېدی اجلاس داتوار پۀ ورځ پۀ 30 اپرېل 2006 پۀ باچاخان مرکز کښي د فضل خالقغمګېن پۀ صدارت کښي وشو٠ دنظامت چارې حسرت بونېری ترسره کړی٠دوزېرنګار د تلاوت قران پاک نه روستهحسرت بونېری خپل غزل تنقېد د پاره وړاندې کړو٠ چې مطلع یې داسي وه
د وخت ناتار مو پۀ ېو ځائ کښي پۀ قرار نۀ پرېږدی
مونږه ېو ځائ پۀ پېښور پۀ قندهار نۀ پرېږدی
ساګر تنقېدی ووئېل چې ډېره ښه اؤ د حالاتو سره سمه مطلع ده،نورو ملګرو هم مطلع ښه وبلله ـ
لمړې شعر:ــــــ د خپل مفاد د پاره وېنې توېوی لګيا دی
داسي ښکارېږی کلی کلی اؤښار ښار نۀ پرېږدی
پۀ شعرد انتقاد شورو ساګرتنقيدی اوکړه دۀ ووئېل چې دلته داسې ښکارېږی نۀ بلکه وشو٠ شعر ډېر ښه دې اؤ ډېره ښه عکاسی پکښي شوېده خو لږ بدلون پکښي پکار دې٠
خاورېن ووئېل چې روان شعر دې خو چاته پکښي واضحه اشاره نۀ شوې٠ سيداحمدګل ووئېل چې پۀ مطلع پورې تړلې شعر دې٠ ساګرتنقېدی ووئېل چې دوخت ناتار ته واضحه اشاره ده٠اؤ چې څوک د خپل مفاد د پاره وېنې توېوی هغه ناتار دې هغه ظالم دې،هغه که پرنګې دې
هغه ظالم دې هغه که فرنګې دې که پنجابۍ اؤکه پښتون دې٠ خاورېن ووئېل چې زمونږ مفاد خو دا هم کېدې شی چې کافران پۀ کلی اؤ ښار کښي نۀ پرېږدو٠
فضل خالق غمګېن ووئېل چې هم داناتار دې چې د خپل مفاد د پاره پۀ خلقو بې
ځاېه ظلم کوی،اؤزما پۀ خېال هر سړې پۀ دې پوهه دې،دۀ زېاته کړه چې پۀ هر شعر کښي دومره ډېر وضاحت نشې کیدی ـ
محمدخان عندلېب ووئېل چې دساګر سره اتفاق کوم،دوېم دا چې لفظ "کلې کلې" غلط لېکلې شوېدې٠ ددې شعر د پاره به سړې مطلع وائ نو بېا به پرې هله پوهېږی٠ دا شعر دلته لکه د نظم لېکلې شوېدې اؤ هم دا د دې شعر غټه غلطی ده ـ دۀ زېاته کړه چې دې ته ښه غزل نۀ شو وئېلې خو ښه نظم دې٠ نوراحمدباچا ووئېل چې که د سړې د اسلام دپاره مفاد واستعمالوی نودا شعر دلته غلط دې٠ د دۀ پۀ جواب کښي ساګر ووئېل چې نن سبا څوک هم د اسلام د پاره کار نۀ کوی ٠ باچا وو
ئېل چې داسې شویدی اؤ که څوک ئ نه منی نو د قران نه منکرېدل دی٠عندلېب ووئېل چې دلته دخپل مفاد نه ذاتی مفاد مطلب دې٠ نذېراحمدنذېر ووئېل چې پۀ شعر کښي د خپل مفاد خبره شوېده نو بيا د اسلام سره هېڅ تعلق نۀ لری،پۀ شعر کښي ښه خېال دې اؤ کوم چې زمکنی حقائق دی د هغې پکښي ډېره ښه عکاسی شوېده٠ دۀ زېاته کړه چې ماته پۀ املاء کښي غلطی نۀ ښکاری که دلته کلې لېکل شوېدې نو لاندې ترې دوه نقطې لګول شویدی٠ ګل ووئېل چې بيا
هم کلی شو٠ ساګرووئېل لکه چې څنګه مونږ واېو ےدا هلک دې،نو دلته ےی، نۀ راځی ٠ نذېد احمدنذېر ووئېل چې د اوګدۍےی، اؤ غونډۍےی، فرق پۀ دوؤ نقطو راځی نودلته بيا نقطې لګېدلی دی٠ سېدخان سراب ووئېل چې پۀ زړه املاء کښي هم دغه شان لېکلی کېدلې شو خو پۀ نوی املاء کښي داسې نۀ شی لېکلی کېدې٠نذېراحمدنذېر ووئېل چې افغانستان کښې پښتو سرکاری ژبه ده خو هلته د املاء مسئله نشته٠ د دۀ پۀ جواب کښې ساګر ووئېل چې هلته باقاعده د املاء مسئله شته٠ خاورېن ووئېل چې ملګريو له پۀ شعر بحث کول پکاردی٠
دويم شعر: د هرې خوا نه مونږه داسي پۀ يو بل قتلوی
لکه چې نورمو پۀ تاريخ کښي هيڅ کردار نۀ پرېږدې
ساګر ووئېل لکه څنګه چې په اولنی شعر کښې عندليب ووئېل چې دا غزل نۀ ، نظم ښکاری ولې چې دمطلع نه راواخله تر دې شعر پورې يو غزلِ مسلسل ښکاری بلکل د نظم خيال دې پکښې حسرت بونيری له پکار ؤ چې دې له ئ باقاعده دنظم عنوان ورکړې وې٠ خاورېن ووئېل چې پۀ لفظ ے د هرېخوانه،باندې زما اعتراض دې ولې چې د هرېخوا نه ګول
ۍ راتلې شی اؤ د هرېخوا هوا راځی خو د هرېخوا څوک قتلېدې نۀ شې٠ ساګر ووئېل چې دلته دهرېخوانه مطلب دهر اړخ نه دې٠ لکه څنګه چې پۀ وزېرستان ،بلوچستان اؤ افغانستان کښي قتل عام شورو دې ٠ خاورېن ووئېل چې ډېرښکلې خيال دې پکښې ٠ نوراحمدباچا ووئېل چې پۀ قتلِ عام باندې د تارېخ نه زمونږ کردار نشی ختمېدې٠ نذېرووئېل چې شاعر دا نۀ وائ چې مونږ بۀ ختم کړی خو دا سلسله راروانه ده،زمونږ خلاف سازشونه کولې شې اؤ هم دااحساس ئ پۀ شعر کښې راوړې دې٠ نوراحمدباچا ووئېل چې شاعر له ماېوسی نۀ ده پکار٠ نذېر ووئېل چې شاعر ما
ېوسه نۀ دې بلکه حقيقت ئ بيان کړېدې اؤ ېو ښه پيغام پکښې ورکوی٠
درېم شعر : ـــــ اوس د بارودو سرنګانو لوبې کوی
څومره خواخوږی دی د قام بچی وزګار نۀ پرېږدی
محمدخان عندلېب ووئېل چې يو ښه طنزيه شعر دې اؤ ډير پۀ ښکلی انداز وړاندې کړې شوېدې٠ باچاووئېل چې شعرجوړښت نۀ لری٠ نذېراحمدنذېر ووئېل چې ښه طنزيه شعر دې اؤ ډېر ښکلې جوړښت لری٠ ټولوملګرېو شعر ښه وبللوـ
څلورم شعر : پۀ ټول وطن مو د سرو وېنو باران اوورېدو
اوس به پۀ لاسو کښې نکرېزه څوک د يارنۀ پرېږدی
نذېراحمدنذېر ووئېل چې ښه شعر دې٠ نوراحمدباچا ووئېل چې پۀ اولنی شعر کښې يوه چپه زياته ده اؤ دوېم دا چې دوېنو باران نۀ کېږی٠ ګل،نذېر اؤ ساګر ووئېل چې چپې برابر دی اؤ د وېنو باران علامتی دې٠ باچا بيا ووئېل چې وېنې بهېږی خو د وېنو باران نۀ کېږی٠ د دۀ پۀ جواب کښي اورنګزېب نسبم ووئېل چې پۀ اخبار کښې ليکلی ؤ چې پۀ بهارت کښې پۀ 2001 کښي پۀ کېراله نومی ځائ کښي د وېنو باران شوې ؤ٠ نوراحمدباچا ووئېل چې مونږ ځان د پاکستان نه نۀ شو وېستې٠ که سوچ اوکړو نو دا قام پرستی د شاعرانو نه جوړه شویده٠ ساګر ووئېل چې پۀ شعر کښې د وطن ذکر شوېدې اؤ ملګرې پکښې پاکستان راننباسی٠ مونږ چې وطن واېو نو خپلې پښتونخواه ته وطن واېو،چې د بولانه تر چتراله اؤ د اټکه تر قندهاره پورې ده٠ پۀ قراُن کښې الله پاک فرمائ چې ما ځکه تاسو پۀ قبيلو کښې تقسېم کړۍ چې تاسو يو بل وپېژنۍ٠ دۀ زياته کړه چې کله به حضرت علی مېدان ته راوتو نو ووئېل به ئ چې زۀ علی د فلانی ځوې پۀ نسل قرېش، څوک دی چې زما مقابله اوکړی٠ دوېم دا چې کله پيغمبر وفات کېدۀ نو ووئېل چې زمانه وروستوبه خلېفه د قرېشو نه وی نو د دې نه دا ښکاره شوه چې قام پرستی شته٠ صدر پۀ شعر باندې د بحث کولوتاکېد وکړو٠ ساګر ووئېل چې د وېنو باران ورېدۀ علامتی ټکې دې٠ پۀ کوم ځائ باندې چې جنګ وی ،دهماکې کېږی،هلته پۀ علامتی توګه استعمالولې شی،دغسی لفظونه رحمان بابا هم استعمال کړیدی لکه چې وائ
کور اؤ ګور اؤ پيښور درېواړه ېو دی،،
علامتی ټکی اجمل خټک اؤ سائل هم ډير استعمال کړېدی لکه څنګه چې
اجمل خټک وائ ےےچرته چې باران د خدائ د قهر ورېدلې دې ٠
هغه زمونږ کلې دې هغه ستاسو کلې دې٠
ګل ووئېل چې پۀ اولسۍ شاعرۍ کښي خو د وېنو د سېلاب ذکر هم شوېدې٠
پنځم شعر:ـــــــ مونږ د ېو بله بيلوی خو بغاوت بۀ کوؤ
لاليه تا زما پۀ لار ما ستا پۀ لار نۀ پرېږدی
ساګر ووئېل چې پۀ شعر کښي کومه تشبيه ده د دې نه به مطلب مونږ خامخا د چمن اؤ تورخم اخلو٠ اورنګزېب نسيم ووئېل چې واضحه قام پرستی پکښي ده٠ نذېراحمدنذېر ووئېل چې حسرت بونېری د خپلو جذباتو پۀ ډير ښه انداز اظهار کړېدې،دلته چې کوم ټکې ےے بغاوت،، استعمال شوېدې ،ډېر ښه لفظ دې٠ د خپل حق د اغستو د پاره د بغاوت نه سوا هېڅ نۀ کېږی٠ ډېرښه شعر دې٠ نوراحمدباچا ووئېل چې پۀ شعر د دوؤ لارو ذکر شوېدې،مطلب د دۀلار جدا اؤ د لالی ئ جدا ده٠ د دۀ پۀجواب کښې عندلېب اؤ نذېر ووئېل چې پۀ شعر کښي وضاحت شوېدې خو مطلب ته ځان
رسول پکار دی٠ نسېم ووئېل چې زمونږ لار اؤ مسلک ېو دې خو مونږ ېو ځائ لېدۀ نۀ غواړی دۀ دا شعر اوې
زما اؤ ستا خو يو مسلک دې اؤ ېوه لاره ده٠ بيا ولې دواړه يو جدا جدا د ژوند پۀ ډګر
دۀ زياته کړه چې ښه شعر دې ـ
مقطع :ــــــ چې يو اواز نۀ يو حسرته پرېکوی مو ژبه
ځکه زموږ پخپله خاوره خپل اختيار نۀ پرېږدی
ساګرتنقيدی ووئېل چې ډيره ښه مقطع ده د وئېلو پکښې څه نشته٠ ټولو ملګرېو مقطع ته ښه اوئېله٠
د غونډې صدر فضل خالق غمګين ووئېل چې حسرت بونېرې زمونږ د نوی کول ښه شاعر دې ،اؤ د دۀنه د ښه تخليق طمعه لرو٠ د هر سړی خپل احساسات وی اؤ حسرت خپل احساسات پۀ دې غزل کښې پۀښه انداز وړاندې کړېدی٠ الله دې وکړی چې د راروان کول د پاره نور هم ښه ليک وکړی٠ هم ددې سره تنقيدی نشست سر ته ورسيدو٠
دغونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې نوراحمدباچا،امجدسورج،نظرجان،انورعادل،حسين ثاقب،اکبرشاه خاورېن،سيدخان
فضل خا لق عمګين،وزېرنګار،محمدخان عندليب،ساګرتنقيدی،عبداحليم حليم،سعيداحمدګل،اميرمحمدسلطان،اثر بونېری،اسلام ګل تسکين،اونګزېب نسيم، ګل محمد پتنګ ،جلبل اشنغری،نذېراحمدنذېراؤ حسرت بونېری برخه واخیسته٠ پۀ راروان اجلاس کښې به امجدعلی سورج خپله افسانه تنقيد ته وړاندې کوی٠