بې ايمانه خلق.........دطاهراپریدی افسانه(لنډه کیسه)
طاهر اپريدى
دهغې پۀ تک تور پلن اوغوړ مخ کښې که څۀ کشش اوزړۀ راښکون وۀ نو هغه دځوانۍ اودشهوانى عکس سره دهغې دالف پۀ شان لوړې نرې پوزې کښې دپېغلتوب دغټه نخښه نتکۍ وه ــ خودهغې دورکوټى نرى تندى لاندې کوغالو کښې دننه وړې نرې سترګې څۀ ډېرې خوندورې نۀ ښکارېدى ــ ولې دهغې غټو اودشهوانى کشش ډکوشونډودومره زورلرلو چې ديوتږى کس تنده ئې زياتولی شوه ـــ اوچې هغې به دبجلې دستنې کمبې لاندې دبجلۍ دبلب پۀنرۍرڼاکښې پۀدغه غټواودلذت ډکو شونډوهسې پۀ هسې سره نرې ژبه راښکله ـ نو چې چابه هم دغه يوپړک نظاره ؤليدله نو که به ئې ډېره تادى هم اودهغې سره ئې څۀ غرض نۀ وۀخودې منظرته به لږ ساعت ساه نيولی شو ــ اواخوابه دبجلۍ دکمبې ياستنې شاته دپان کېبين کښې ناست فېروزالدين به داسې مسکی شولکه دکمبې سره ولاړې منګى پۀ ښکارګزارکوؤنکې وى ـ اوهغۀ به دغه وخت لکه دسرووينوسرې دپان ډکې لاړې ځان سردکېبين خوا کښې ايښى خيرن بالټىکښې ؤتوکلې اومنګى ته ئې پۀ تضحيکى اندازپۀ اوچته ؤوې ــْ ْمنګى بس کړه نوره دخدائ نه ؤوېرېږه، ټول خلق دې تباه کړل ــ ـْ ْ که دومره مېړنی وې او مردانه صفات لرې نوراپاڅه ما سره نکاح ؤتړه کنه ـ زۀ درسروعده کؤم چې ستابه وفاداره ؤم ــ،، هغې ټکى پۀ ټکى جواب ورکړو،، ـ چې
ْ ْاول خو زما درې څلور بچى دى بل که درسره نکاح ؤتړم نو پۀ هغه ړندې مور به دې څۀ کؤم،، ــ فېروز الدين بيا دپان ډکې لاړې توکړې ـ اومنګى ډېر پۀ نخوت ورته ؤوې ـ ْ ْ نو بيا دسپى پۀ شان مه غپېږه ـ،،
هغې دپان فروش فېروزالدين سره نورې خبرې زياتول مناسب ؤنۀ ګڼل ـــ هم دغه وخت يولوئې نوی پجاروجيپ نزدې راغلواومنګى نه لږ وړاندې يوخوا ته ؤدرېدو ـ اويو غټ دروندکس ترېنه راکوزشو ـ ددې کس پښونه ترسر پورې تن پۀ يورنګ غټ اودروند ښکارېدو ــ هغۀ يونظرپۀ منګى پۀداسې انداز واچولو پۀ کوم رنګ چې نورعام خلق دمنګى پۀ بدن اچوى اوپۀ شونډو ژبې راکاږى ـ دې غټ اومخوريزکس دپان فروش فېروزالدين ته دپان جوړولوسره ؤوې ـْ ْدداسې ګنده اوپليتوښځو نوغی وېستل پکاردى ـ تاسودې سلسله کښې ولې څۀ قدم نۀ اخلې ــ،، اوبيا ئې دخپلې خبرې خپله جواب کښې ؤوې ـ زۀ ګورم چې دا به نورڅنګه ددې مذهبى ملک پۀ زمکه ګندجوړوى ـ،،
ْ ْصاحبه داغريبه خوکوراوخاوند غواړى خو ..... اوس اوس ئې ماته هم ؤوې خو...،،
ْ ْ خوخومه مکوه که مېړۀ غواړى نوبيا ورته تيارشه اوداپليت ګند لرې کړه ـ،، هغه پۀيوشان غټ سړى خبره ؤکړه اودپان پېړې نه ئې خلۀډکه کړه اوپجارو کښې کېښناستونه پس ئې يونظربيا دمنګى پۀ سراپه واچولو اوپۀ پان سره ژبه ئې راښکله اوپۀ پان سرو شونډو ئې داسې ؤوهله لکه دې پان ورته شونډې سپورې کړې وى ـــــــ دمنګى به چې چرته ښکارپۀ نظرشونوهغې به دپېغلتوب دغه نخښه نتکۍ پۀ پوزه داسې اوچته کړه لکه غرض لرونکى ته يودروغژن باور ورکوى چې هغه تراوسه پورې پېغله ده او... ـ خونظرلرونکى اوتنده ماتوؤنکى دهغې پۀ دې چل،فرېب ډېر ښۀ پوهېدل ــ خو ددې هرڅۀ سره هم دهغې سېرابه اومناسب وجودنه د ځوانۍ دټولونشو او مستو سپرلو ګېره اچولې وه اوهغې هم دغه هڅه کوله چې پۀ يو مخه زغلېدونکى دې لږ عمرى سپرلى نه زرزراو ډېره فائده واخلى ــ خو...
نن هم چې هغې خپل ټول وجوددسنګارپۀ پوډروښائسته کړونودپېغلتوب نشانى ئې هېره نۀ کړه اودمعمولى شانې المارۍ نه ئې هغه نتکۍ راواخستله او پۀ آئينه کښې ځان ته يو نظرکتو نه پس دا نتکۍ پۀ پوزه کړه او يوځل ئې بيادغه آئينه کښې دځان دارنګ جائزه واخستله لکه ګورى چې دڅۀ کمی خونشته ــ اوچې اطمينان ئې ؤشو نو دخپلې ړندې مورکوټې ته لاړه اودهغې پۀ پښوئې دواړه لاسونه دعقيدت پۀ توګه کښېښودل ـْْ ْمورې زۀ ځم ـ دعا کوه ـ،،اومور ئې ددعالفظونه پۀ مېکانکى انداز اداکړل ـ اوهغې ته ئې پۀ مخه ښه ؤوئېل ــ اوورپسې ئې لکه ريکارډ شوی دغه غږ ؤکړو ـْ ْ منګى لورې چې ډېرناوخته نۀ کړې،،ــــ
ْ ْ نن شپه که هم دتېرودرېوشپوغوندې تشه لاړه نو بيابه څۀ کېږى ـ،، هغې دکورپۀ ديوالونو پورې انخښتې بدحالۍ اونېستې ته پام شوـــ ْ ْ څنګۀ حال دے؟،،هغه چې دبجلېۍ دکمبې لاندې د بجلۍ تته غوندې رڼا کښې پۀ مقرره ځائی ؤودرېدله ـ نودهغې هغه کس پۀ نظرشوچې د هغې پۀ لورئې پۀ کږوسترګوکاږۀکاږۀکتل ـ ْ ْ ښکارراغلو،، هغې زړۀ کښې ؤوې اوهغې پۀ غټوتورو خودشهوت دلذت ډکو شونډو باندې نرې سره ژبه راښکله ـ دهغې پۀ دې حرکت هغه کس لږ نور ورنزدې شو اودهغې سره ئې دخبروګډولو پۀ بانه دهغې دحال تپوس ؤکړو ـ اوهغې ورته سمدستى دخپلې پېشې،تجرئې اومکارې نه ډک اندازکښې ؤوې ـ ْْْْْ ْ زمادحال څۀ تپوس کوې؟ زۀ ښۀ يم،ستا خپله څۀ حال اوڅۀ خيال دی،،
ـْ ْ زه ښۀ يم او...،، اوبيادواړويوبل ته سترګې ګوډې کړې ــ اودهوس تندې اخستى دهغې کس خله کښې راغل لاړو دهغۀ دؤښکو برېدونه مات کړل ـــــ
ْْ ْ څومره،، هغۀ لنډتپوس ؤکړو ــ ْ ْ دومره،، هغې جواب ورکړو ـْ ْ نا،دومره نادومره،، هغۀ هم سودا کښې کلک وۀ ــ اوبيا فیصله پۀمېنځ وما نه ؤشوه ـــ
ْ ْ رقم اول راکړه،، هغې لاس وراوږدکړو ــ ْ ْ اوس؟ اوس نا هغلته چرته چې...،، هغۀ ؤوې ــ
ْ ْ داسې سوداګانې پۀ قرض يا خېراتى نۀ کېږى ـ که لاس دې ، جېب دې تش خالى وى نوځه مخه کوه ــ،، هغې ورته پۀ تلخۍ ؤوې ــ اوهغې کس ورته دجېب څو سرۀ سرۀ نوټونه راؤوېستل ـ ْ ْهغې چې څلورواړۀ نوټونه دګرېوان دننه جېب کښې کښېښودل نوورته ئې ؤوې ــ ْ ْاوس مخ پۀ وړاندې لاړ شه ـ زۀ لس شل قدمه روستو درپسې يم ـ لږ وړاندې دورکوټى غوندې چوک نه کيڼ اړخ کوڅه کښې لږ نور وړاندې هم کيڼ اړخ ته......... لږ پۀ وړاندې يوخالى خود کيکردبوټوډک پلاټ دی چې يونيم وران کنډر غوندې دېوال ترې چاپېره دے ـ بس هم هلته دکنډردننه لاړشه او دکيکرودبوټودځنګل دننه يوخالى ځائ دی ـ بس هم هلته ...،، هغې هغه کس ته ټوله پته ؤښودله ـــــ
ْ ْ اوکه ته راپسې رانغلې...،،ـ
ْ ْ اې مسټر!،، هغې دهغه کس خبره پرېکړه اوپۀ سپوره لهجه ئې ورته ؤوې ـ
ْ ْ زۀ پۀ خپله پېشه کښې چل فرېب اوبې ايمانى نۀ کؤم اونۀ خوښؤم ـ که دې باورنشى نو خپلې روپۍ دې درواخله ــ،،اوهغه کس دناخوالۍ نه خله چينګه کړه اودهغه ځائے نه مخ پۀ وړاندې رو رو روان شو ــ خولکه هغې کس سره بيا هم وېره وى نوپۀ هرلسم دولسم قدم اخستوبه ئې پۀ شا داسې بې اعتباره شان کتل ــــــ اوچې پۀ دريم څلورم ځل ئې بياؤکتل نو منګى پۀ قدم کښې ورچاخه شوه او پۀ رټلى انداز ئې ورته ؤوې ـ
ْ ْمادرته يوځل اوصفاؤوې چې زۀ پۀ خپل کار بې ايمانه نۀ يم،پوهه شوې ـ زۀ تاسوهوسيانوغوندې چاته فرېبى چکرونه نۀ ورکؤم اوس هم که دې باورنشى نو...،، هغې دغصې نه خپله خبره نيمګړې پرېښوه ــ اوشائد دهغې کس اوس پوره باور راغلی وۀځکه خوئې دمقرره ځائ رسېدو پورې بيا پۀ شاډوؤنۀ کتل ـــــ دخالى پلاټ دننه دکيکرو دځنګل پۀ مېنځ کښې دغه لږخالى ځائ باندې دهغه خوا اوچت بلډنګ راتلونکې تتې رڼا ماحول رومانى شان جوړکړے وۀ ـ خودلته رومان اومينې څۀ کول اوڅۀ ئې کاروۀ ـ دلته خو دوه ضرورت مند وجودونو خپل خپل مطلبونه وېستل ــــ اوچې لږ ساعت پس هغه دخپل کنډرکنډر وجوددکنډردپاره ددغه کنډردېوال دننه راغله نودهوس تندې اخستى ترېنه غېږ داسې چاپېره کړۀ لکه د ډېرې مودې انتظارنه پس ديومئېن محبوبه دخپل محبوب غېږې ته راغلې وى ـــ اوبيادڅوسرسرىاوهوسى سپکوخبرونه پس دهغوئې مرۍ ډډې اوژبې درنې شوې ــــ اوبيا څۀ ډېرساعت نۀ وۀ تېر شوے چې هغې داسې محسوس کړه لکه دهغې دتجربې ټول داؤونه رو رو ماتې خوړونکى وى اوهغه ددې کس برترىاوپۀ جذباتو قابو لرلواودتحمل برداشت قوت زړۀ زړۀ کښې رو رو قائله کېدله ــــ تراوسه پورې دهغې دوجود پۀ لاره ډېرتندغرى لاروىراغلى وو ـ خو هغې داسې دحوصلې ډک اوپۀ خپلو اوراورجذباتوقابولرونکى ډېر کم لاروى ليدلى وه ــ دهغې مخه خو دداسې مسافرو وه چې دهغې مصنوعى نازونو، اداګانواونخروتاب به ئې تر ډېره رانۀ وړے شو او يو
څو قدمه تلوسره به ئې ساه لنډه شوله اوډېر زربه ئې حوصله ؤبائيلله اوټيټې شرمنده سترګې به ددې کنډردننه دکيکرونه ډک پلاټ نه به ځوړندسرپۀ چاخو چاخوقدمونو ښپېمانه ښپېمانه يولورته لاړو ـــ اونن هم منګى هم دغه ازموده تجربه اوحربه پۀ دې کس ؤازمائيله ـ خوهغې محسوس کړه چې دا کس فولادى اعصاب لرونکےکس دے ــ اوچې څومره څومره وخت تېرېدونو هومره هومره دهغې دمصنوعى اداګانو پۀ قلعه کښې درزونه ، چاؤدونه کېدل ــ اوچې يو ښۀ ساعت پس دهغې دوجودپۀ يخواېرو کښې سپڼکى پورته شول نولږ ساعت کښې دغه سپڼکى سرې لمبې شوې اوهغه شکست منلوته بيخى تياره شوله ــ
ْ ْ دداسې طاقتوراودجنګى جرنېل نه دهغۀ دفتح مسؤل اخستلوپۀ ځائ پکار دى چې داسې فاتح ته خراج ورکړے شى ــ،،منګى زړۀکښې ؤوې ــ اوبياچې څۀ ډېرساعت پس دواړه مخه لږېدلی اورمړشونوهغې يوستړی اسوېلی اوکړو ــ ْ ْخدائی دې غرق کړه، څۀ ځناورؤختې نن خودې زۀ....،، هغې دې کس ته دښېرې سره يوه سپکه کنځل هم ؤکړه ـــ
ْ ْ هن داستا دډېرې کلکې اوپوره ملګرتياانعام شوـ ته به څۀ ياد ساتې،، ــ هغه فاتح جرنېل چې د لذت ډک جنګ کښې دبرابرې فتح حاصله کړه نوڅۀ اضافى رقم دهغې دګرېوان دننه جېب کښې پۀ خپلولاسونو کښېښودو ـ اوپۀ اخرى ځل ئې دهغې داننګونه بوسه واخستله اوپۀ کنډر شوى دېوال بهرلورته لاړو ــ اوهغې ستړی وجوداوستړے ځان راټول کړو اولږ ساعت پس پۀ ماتې خوړلوقدمونوهم پۀ هغه کنډردېوال بهرراغله اوپۀ يورکشه کښې ئې ته ځان ؤرسولو ــ اوچې کورته دننه شوله نوړنده مور ئې لکه منتظره ناسته وه ــــ
ْ ْ منګى لورې ته راغلې ،، هغې چې دمنګى دقدمونوکشاواؤرېده نوئې ورته غږ کړو ْ ْ اومورې راغلم ـ،، هغې مختصرجواب ورکړو ـ
اوچې کوټه کښې ئې دګرېوان دننه لاس کړونويوه سره لمبه ئې دپښونۀ ترسر ؤختله اودقهرغصې نه ئې غاښونه ؤچيچل اوپۀ سپکوسپکو کنځلوسرشوه ــــ
ْْ ْبې غېرته ،دله،دؤوسه، بې ايمانه،مکاره، موذى،جېب کټيه، دګڼ ګپ بچېه دومره لويه دهوکه نامرده، ذليله ـ،،اوچې څۀ ئې دغه وخت پۀ خله راتلل هغه ئې دومره پۀ زوره ؤوې چې بله کوټه کښې ئې دړندې مورترغوږونوئې دغه سپکه وېنا ؤرسېدله ـــ ْ ْ منګى لورى دا څوک دی ،تۀ چاته دومره سپکه وېناکوئ ــ ،، هغې دهغه ځائی نه تپوس ؤکړوـ
ْ ْ هيڅ نه مورې هسې نن ديوبې ايمان،ګڼکپ اوګنده کم اصل کس سره مې مخه شوې وه ـ ته اوس بس څمله اودۀ شه ،،ــــ اودې سره ئې مرۍ غرېوؤنيوله اودسترګو تالابونه ئې دبې وسۍ پۀاوښکوډک شول ـــــ هغې کس دهغې دمحنت صلې سره خپل ګنده وجودهم دهغې دقميص پۀپاکه لمن صفاکړی وۀ اودهغې دګرېوان دننه جېب نه ئې هغه ورکړې روپۍ هم پۀ چل وېستلې وى ُ ُمورې،شائدسباورځ ته هم ماسره دنهرې روژه ؤنيسې ــ،، هغې خو د کلامۍ انداز کښې ؤوې اوپۀ بسترئې داسې پښې ؤغزولې لکه نن دډېر زښت محنت پۀ سبب ډېره زښته ستړې شوې وى ــ
کراچۍ ٠٧ -٠٩-٠٥