غـــــزل
                          
د شهزادګانو په محل کښې شهزادګۍاوسیږی
دنیا دخوب کښې لیونۍانارکلۍاوسیږې

نه دنیا دجواب یو،نه تا ته غټ کتی شو
زمونږه سترګو کښې څه داسې بې وسۍاوسیږی

زمونږ جامې ریښې سهی،خوسوداګر دښار
زمونږ خوبونو کښې به هم څوک ښاپیرۍاوسیږی

یوه چپتیا او دنظر تر حده تورې تیږې
خلقو وییلې کوه قاف کښې ښاپیرۍاوسیږی

تسنیمه!مونږه یو فقیرپرون له کلی ویستی
ځکه ذهنونه کښې وحشی پریشانۍ اوسږی

                    ریاض تسنیم کراچۍ