دوه شعرونه
د عجیبه غوندې مضمون کلی دی
چې لا د هاغسې پرون کلی دی

دچا په کلی کې یو قبر دوه وي
چې مقبره ده دپښتون کلی دی

غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل

دا په ژړا چې زه جانانه سترګې سرې ساتمه
ستا دوعدو سیوری ته اوس هم لا غرمې ساتمه

ته که نازیږی دشیشو په محلونو اشنا
زه هم جومات ساتمه،قام ساتم،حجرې ساتمه

واخله کتاب تاریخ زما داستان زما وګوره
ستا په درو کې مې د تورو نښانې ساتمه

مه خفه کیږه ته دې دومره په دیدن کولو
په تا مین  یم په ما ګرانه دا جذبې ساتمه

نادره!ته چې حال  دزړه راته ویلی نشی
زه هم حیا ساتمه سترګې پښتنې ساتمه
       نادر کابلګرامی کراچۍ