دزړه تسکین
زما د ورځې معاش
مبالغه به نه وی
چې دلفظونو خالق
دمیاشتنۍ هومره دی
      ــــــــــــــــــ
خو…….
دلته شم ګُته په خُله
چې دلفظونو دلوستو په مهال
زه د ذریعه معاش غوښتنې
دخپل سر په ښی او کیڼ خوزښت
 د"نا" په نوم جواب کړم
        ــــــــــــــــــــ
دلته شم ګُته په خُله
او په ځان پوهه هم شم
چې جادوګر لفظونه
د زورور په څیره
سم د جابر په څیره
مانه ډودۍ شوکوی
         ـــــــــــــــ
دلته شم ګُته په خُله
چې ددی هر څه سره
زه دې عجیب جبرته
دزړه تسکین وایمه
ظفرکریمی کراچۍ