غــــــــــــزل

دخپل مرکز ،دخپل وجود نه ګریزان دي خلق
دچا جنډه یې لاس کې؟ چا پسې روان دي خلق

د زندګۍ معنی دخپلو مړو شمار پاتی ده
اوس په تلاش د کوم خواهش؟ د کوم ارمان دي خلق

د خودکشۍ په لذتونودی ماړه کړه دومره
چې اوس کاڼه دي،هم ړانده دي ،هم ګونګیان دي خلق

یا له ښاخونو رازوړندې زیړې پاڼې رپی
یا دخپل سوچ په صلیبونو اویزان دي خلق

چې وس یې رسی،دخپل سیوری نه هم لرې تښتی
هغه وخت راغې چې په ځان هم بد ګمان دي خلق

دویء به په کومه خُله تپوس دخپلې وینې کوی
دا چې په خپلو قاتلانو عاشقان دي خلق

تسنیمه!دغه ځای کې زړه مې لګ دځانه ښه شی
چې زه کافریم اؤ نور ټول مسلمانان دي خلق

                ریاض تسنیم کراچۍ