غــــــــــــــزل
ورکوی ویره د عذاب شراب
ورکړی سُرور څه لاجواب شراب

ډیر مشروبات دضیافت دننه
ما ترینه وکړو انتخاب شراب

دولې غاړه دجانان دمینی
ورسره شعر او رباب شراب

هسې غلمان ستایې په وعظ خپل کې
واعظه!ذکر وشباب شراب

تانه بغیر تشی اوبه هم حرام
ستا په مجلس کې څښل ثواب شراب

شیخه!پټکې دی کړو ګاڼه ورپسی
توبه شکن خانه خراب شراب

دي د شاعر مشغولاګانې څومره
غم،فکر،سوچ،قلم،کتاب شراب

سم د ماښامی میکده کې بیړه
په هره خُله  راوړه شراب شراب

دری توکی څومره خوندور دي  د ژوند
ای مبارک!شباب،کباب شراب
مبارک احمد مبارک کراچۍ