بې حـــــــــــــــــسی
په توره شپه کې د لیتکی رڼا زمونږ په چم کې
نه نه دا خوب دی
حقیقت نه دی
دا نشی کیدی
مونږ په تیاروکې مېشته خلق
دتیارو طرفدار
دتیارې توره قبا څنګه په رڼا شلوی شو
مونږ دتیارو سره عادت یو
په تیارو کې اوسو
نو د رڼا په شغلو سترګې بریښوی نه شو
او دشغلو په رڼا سترګې ړوندوی نه شو
زمونږه خپلی سترګی خوښې دسرونو په شان
ځکه خو وایمه
دا خوب دی
حقیقت نه دی
دا نشی کیدی
په توره شپه کې دلیتکی رڼا زمونږ په چم کې
باچاحسین شاکر کراچۍ
03.02.2008
- ظفرساپی کریمي
غــــــــــــــزلورکوی ویره د عذاب شرابورکړی سُرور څه لاجواب شراب
ډیر مشروبات دضیافت دننهما ترینه وکړو انتخاب شراب
دولې غاړه دجانان دمینیورسره شعر او رباب شراب
هسې غلمان ستایې په وعظ خپل ک...
05.02.2008
- ظفرساپی کریمي
غزل خندیدله ژړیدله ټوله شپهجدایی مصرعې کیدله ټوله شپه
دلفظونو تاثرونو سلسلهقافله وه اوړیدله ټوله شپه
موسکۍ وه دچا مخ په کې لیدی شوتلله تلله سپوږمۍ تلله ټوله شپه
ناجاڼه و،پیچومې د غریو غر ودغه لاره مې وهله ټوله شپه
دخوب ښاپیرۍ هم له رقابتهلری لری ګرزیدله ټوله شپهامان اپریدی کراچۍ...