د پروین ملال پیژندګلو پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱ نېټه د قندهار ښار په دریمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکورخان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلی ده ـ لمړنۍ زده کړه یې د خپل پلار محترم نه کړې ده ـ او بیا تر دولسم ټولګي یې د زرغونا آنا په لیسه کې زده کړه کړی ده ـ د زده کړې وروسته د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسوله وه ـ په ۱۳۵۹ لمریز کې د راډیو افغانستان په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وګمارل شوه،هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروګرامونه لیکلي او پروډیوس کړي دي ـ پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هیواد ستر فرهنګي شخصیت ارواښاد سیدجان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه ـ په همدې کال آغلې پاکستان ته کډواله شوه او نن سبا کراچۍ پاکستان کې د افغانستان په قونصلیټ کې د کلتور د اتشې په توګه دنده پرمخ بیایي ـ پروین ملال که یو لور ته د غزل لاله زاره زمکه ښه سمسوره کړې ده نو بل لور ته یې شعرونه او بهترینې لنډې کیسې هم لیکلي دي چې په لوستو یې د لوستونکي غونې زیګ کیږي ـ د رنګ او خیال ،د جذباتو او پېښو په راستۍ انځورګري د پروین د کلام پيژنګلوي ده ـ د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم ،جمال هم شته او جلال هم ـ دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې پر مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز ګڼي ـ د پروین ملال لنډه کیسه هم مقصدي او دفن په ګاڼه سینګار لیکي ،تراوسه یې د لنډو کیسو یوه مجموعه ،،سپنې پاڼې ،،چاپ او بله مجموعه چاپ ته تیاره ده ـ د پروین ملال د شاعرۍ چاپ کتابونه ،،د اوښکو تصویر،، ،،تبجنه سپوږمۍ،، او،، سپوږمۍ په ځنګل زار کې ،،دي ـ دا درې واړه شعري مجموعې په یوه ضخیم کتاب ،،د خزان طلایي پلونه،،کې هم راټول کړي شوي او چاپ شوي دي ـ ظفرساپی کریمي