امان الله حلیم شملزی یو ښه لیکوال دی ،نن سبا د جرس ادبي جرګې غونډو کې هم برخه اخلي او شاید همدا لامل دی چې شاعرۍ ته هم لاس اچولی دی ـ د شملزي د شاعرۍ بېلګې
هوډ
زه فنا لره په جنګ ورځم بقا ګټمه
زه ېم ېاغې د تور ضمېر دا خامخا ګټمه
د کرغېړن رواج پروانکړم ساده شمل ېم
دچرګو غلانده دباز ښکار په هوا ګټمه
دادوطن د ازادې جنګ دې ساده پښتونه
دپټې کار ندې دننګ چار په رڼا ګټمه
ما که ازغن تار داټک په پوله ونه تړو
نه به افغان يم نه مجنون چي به ليلا ګټمه
نه ېم صوفې چې تصوف کمبل کې ځان رانغاړم
نه زه ملا ېم شکرانو کې چې حلوا ګټمه
چې ابدالې له ځان نه جوړ نکړم بل رنګه نشې
هندوستان څه کوې زه داځل له دنېاګټمه
لکه کارتوس لګم دهرغلېم په ټنډه حلېم
په ژړانشې د خوښې کار په خندا ګټمه
ګمراهي
مونږ تګ کړو په تېارو کې منزلونه لټوو
دکفرپه کوڅو کې اېمانونه لټوو
دورور سر غوڅوو او د پردېو درناوې کړو
په داسې ناروا کې ثوابونه لټوو
مرېانو نه بدتر ېو ټول وطن مو اشغال شوې
په دغه غلامې کې عزتونه لټوو
په زور مو نن د وروڼو کډې ووتې له سېمې
مونږ ډوب ېو په سوچو کې دولتونه لټوو
زمونږ د بدبختې درمل په کلې کې مېنده شې
مونږ ګرځو په نړې کې هېوادونه لټوو
دخپل وطن تارېخ مو دلاهور تخت ته لوګې کړو
پداسې بې ننګې کې غېرتونه لټوو
دننګ او د تدبېر لاره چې نه لرې حلېمه
پداسې مجلسونو کې کونجونه لټوو
څلورېزه
موږ نه لر لرو نه بر ټول افغانان ېو
دا وطن دابدالې دې موږ د لوې افغانستان ېو
ېوافغان د بل نه پرته اوسېدې نشې په امن
دا که مونږ دکندهار ېا جنوبې وزېرستان ېو
پنجابې
دېهودو دتېرې داستان به هېر کړې
ته چې ووېنې اسلام دپنجابې
امرېکه باندې به وکاږې شکرو
چې خبر شې په لوټمار دپنجابې
پلسطېن به شکر وباسې په خپل حال
چې لږ ووېنې بمبار دپنجابې
چې شپېته کاله ېې ټول افغان تېر اېستې
نن جوت شولو شعار د پنجابې
حلېم وروره نن دخپل ځان خېر غواړه
مه تېر اوزه په ګفتار دپنجابې
دوطن ازادې
زړه مې غواړې چې ېو څو سواتېان راپاسې
مونږ خبر شو چې اغېار له سېمې باسې
نه طالب پرېدې نه فوځ دواړه اغېار دې
ازادې دوطن غواړې لېکه باسې
چې په مونډه مونډه موږ له سېنده ورشو
کندهار هم دغېرت توره راباسې
ننګرهار په واټنو کې ازانګه شې
چې له کوټې پښتانه لښکر راباسې
دنېاوال په حقېقت دحال خبر شې
دتارېخ کتاب نه زما فهرست راباسې
څوک شهېد شې څوک کډوال دلوې افغان شې
څوک زخمې شې تر ورمېږو ساه راباسې
جنازه چې دشمل وروړې ترکلې
هېوادوال دخپلواکې شکرونه باسې
امان الله حليم شملزی