سور چيټ

                                                               ګلافضل خان

شمشوتېره کره ـ او خپل يوډکي دولا ته يې دوه درې مات ګډ کټونه ،دوه درې تيبخنے دربړے لکه ترنګړې بړستنې،دخاوند دوخت يو زوړ دټاکو ډک ځاے په ځاے ګنډلے راټول کړے شوے لکه ګوډےمشک،يو څو بے جيو،بې څنډوماتې ګډې خاوريزې کټوۍ او تټ چانړ پس دا هرڅه پريښوده ـ او ډېر ارمانونه يې زړه کښې يوړل ـ چې يو پکښې د دولا دناوې نه بنارسۍ اوچتول هم ووـ

اول به شمشو په بټ ناسته وه ،او دولابه پانړه ويشته ـ ولې اوس دشمشو ځاے دولا نيولے ووـ او ددولا په ځاے به ممنے او اړونے لاس کښې نيولے ووـ او دے مار به يې موټے موټے پانړه ويشته ـ

ممنے د دولا د وروکوالي يار ووـ او په دولا داسې وو لکه اسمان ـ او دا ځکه چې ممنے د دولا مخکښې ځان نه پرته خاوره جوړه کړې وه ـ هغه خو به ورځ نه وه چې دولا به پانړو له روان وو ـ او د يو خوا به ورسره ممنے ترنګړې په لاس او د بل خوانه پنډ په سر راروان نه ووـ په ممني خپل پلار قلندر کلال خپلې تنړې شلولې وې ـ چې ګنې يوه ورځ خو به راله دمه راکړي ـ او د لوښو منګو پجه به ښار ته اورسوي ـ ولې ممني هغه کږۀ ونۀ وه چې جرړې کور او سورے يې بهر ووـ څو څو ځله يې د پنډ د لاندې راروان چې پلار به يې د ورايه تر پامه راغلو نو پنډ به يې مزکې ته را وبغولو ،او وابه يې چولې ـ پلار به يې ورپسې تر څه ځايه چمان په لاس ناپلتې په خله ورخلاص وو،خو ممنے به چا راړولے شوـ پلار به يې هسې مټې لينګي ستړي کړه ـ

اوس هم هغه منني د دولا څنګ نيولے وو ـ ورځ به يې په بټ او شپه يې د بټ په غاړه تېروله ـ دولا دې ملغپه کښې ساتلے ووـ چې شپه کورته اوړوم ـ کله کله به چې د شپې دلندي توت حجره کښې د رباب نري تار سره منګې وهلے شو نود ممني به هم پوندې اوګريدې ،او ځان به يې وراورسولوـ ټوله حجره به درچق وه ،خو د چا د خلې نه به سونړ قدر له نه ختو ـ منګے به ګوجري پښو کښې راګير کړے ووـ او سر به يې پرې داسې راغورزولے وو چې چنړه به يې ښکاريده او سر به يې نه ښکاريدو ـ چې د ممني په راتګ به په حجره کښې اخ ټوخ اوشو نو ګوجري به سر راپورته کړو او ممني ته به يې ځاے پريښودو ـ که ګوجرے منګي وهلو کښې ډېر بد نه ووـ

پذيرے قصاب خو به په ټوخيدو خرنجيدو هله حجرې ته راننوتو چې ګوجري به وار تېر کړے ووـ رباب به د رخيمي هټي وال ځوي بلا وهلوـ بلا مړنے وو پکښې ـ آواز هم ورله رب باچا ډېر ښۀ ورکړے ووـ چې ټپه به يې لړه کړه نو آن د رامے برج سره به اوريدے شوه ـ نوروز بابا که د سلو اوړيدلے وو خو يا به يې زړه ځوان وو او يا به يې مجلس کښې ډېر تاثير وو چې د جماعت نه به نيغ دلته ځان رارسولوـ تسبې به يې جېب ته کړې ـ ګريوان کښې به يې لوستئ پوک وهل او ځان به يې چرته ځايې کړوـ

ممنے به چې منګي ته پرلت ووهلو نو حجره به دم شو ه ـ د بر جماعت سواتي ملا به جومات کښې چنړو ته سپورې ستغې شورو کړې ـ هم هغسې مو پس پس جوړ کړے دے ،لعنتيانو دپاسه نيمه شپه شوه خو لو ته کوري واچوئ چې چرته سترګه پټه کړو

سيد اکبري به ورته درمن کښې په اړولي کټ غزيدلے ووـ کورته به يې ويستې وه ،ماشو به تړکولو خو پروا به يې نه وه ـ ممنے به ډېر تار کښې منګے سور کړے وو ،سترګې به يې پټې وې ،سر به يې زوړند وو،او چې ټپه به يې لړه کړه نو سر به يې روستو لاړو او د مرۍ راښکلي رګونه به يې ښکاره شول ـ

دولاله به د کلي واړه زاګۀ ،لوي واړه ټول راتلل،چا به چې جوار ټوکرۍ کښې په سر راوړل ،چا به پچۍ کښې نيولي وو ،چا به د لوپټې پسکي پورې تړلي وو او د څو داسې ماشومانو ځولۍ به په نسو تړلې وې چې ماته ګډه ژبه کښې به دا هم اووې چې مور مې وايي چې ګورې حق دې کم واخلي ـ

دولا به د هر چا نه د ګس لاس په لپه حق اخستو او يو بې څنډو شکور کښې به يې غوزولو ـ د خرڅ دپاره به يې يو کنډول کښې تيارې نينې هم ايښې وې ـ خو کلے ووـ نينې ډېرې نه خرڅيدې چې بچ به شوې نو ممني به ستوان کړل او تلي به يې ترينه اچول ـ

دممني يوه جينۍ چې د سور چيټ جامې يې وې ،ډيره خوښه وه ـ هغه به په داسې وخت بټ له راتله چې نمر به په غړغړه ووـ هغه به نورو جينکو کښې ممني ته لږۀ هوښياره او پوه ښکاريده ،او هغې هم خپله هوښيارتيا داسې څرګنده وله چې ډيرې خبرې به نه کولې ـ بس نينې کړې ،ټوکرۍ کښې يې اچولې او پښې به يې ويستې ـ کله کله به يې لا چانړ نيم نينې بټ کښې پاتې وې چې د لوپټې ځولۍ به يې سينې پورې راجخته کړه ،په تول به خلاصه شوه ـ دولا به په چغه راواړوله او پاتې شوې نينې به يې ورته په خندا خندا ځولۍ ته وراغورزولې ـ

دمنني به دې وخت کښې څه داسې تېر شو،، څومره کم نصيبه يم چې د دولا په ځائ زه وے ،نو ټولو کښې به مې ورله روستو وار ورکولو او دا به مې ورته ويل چې لا بټ تاؤ نه دې خوړلې ،لږه حصاره شه چې تود شي،چې ښې کرسندې نينې درله اوکړم،، ـ

يوه ورځ چې هغه د ورايه راښکاره شوه نو ممني اول هغې ته او بيا دولا ته وکتل ـ د دولا لاس کښې د ډکو موټۍ ګډه وډه شوه ،مسکے شو او ممني ته يې اووے ،،پانړه اوله ممنے ،بټ راته سړيږي ،،ممني پانړه وويشته د بټ مور کښې يې وکتل او اورلړونې يې پکښې تاؤ کړو ،داورلړوني سر لمبه اونيوه ،ده بهر کړو په پوکي يې مړ کړو او د بټ نه يې په څنګ کيښودو، اور لړوني نه د شين لوګي لوخړه هسکه شوه او ممنے ددغه لوګي په سېل شوـ

که دممني وس وے نو دغه جينۍ نه به يې هيڅکله حق نه وے اخيستے،حق اخيستۀ خو بويه،د ځانه به يې جوار نينې کړي وو او دهغې نينو سره به يې ګډ کړي وے ـ ولې دهغۀ واک کښې پانړه اورلړنے وو،نور څه نه .........ممني د اورلړوني د شين لوګي نه سترګې راواړولې او ورپورې جوختې ولاړې جينۍ په شنه لوپټه کښې سپين مخ ته يې واړولې ـ د جينۍ سرې شونډې ويزاره شوې او دولا ته يې اوويل ،،تا خو خپل حق وانه خستو،دا ولې؟،،

دولا ممني ته اوکاتۀ ،او بيا يې اوويل ،،حق...ښه هېر شوے به مې وي نو ــــ ځه په تا خو حق ورک نه دے ،،جينۍ ممني ته اوکتل ،ممني ترې سترګې واړولې په مزکه يې ښخې کړې او زړه کښې يې راغلل چې ،،څنګه به ښه وه چې دولا ورنه غوټ نيم حق اغستے وے ،،

ورځې تېريدې ،نه ددولا په زړه کښې هغه مينه وه او نه د منني هغه ټوقې او شتۍ پاتې وې ،خو د ممني مينه کښې پوټې قدرې فرق هم نه وو راغلے ـ هغه هم هغسې په وخت پانړه راوړه ،کوز ماسپخين به يې خټه کوله ،بټ به يې لګولو ـ دپولو او مټکورو نينو شکرونه به يې بېل بېل د بټ په غاړه ولګول ـ د هشمي د هټۍ نه به يې بوتل کښې د دوو پېسو سم تېل راچول او بيا به يې د بوجۍ ټکړه په چونترګي وغوړوله ـ او چې به رارسيدو نو د چرسيانو د زيارت نه به يې يو غټ سکور راوړو او اور به يې بل کړو ـ

يوه ورځ ممنے بټ ته روان د ګُټ پېر نه چې واوړيدو ،دولا يې وليدو چې بټ پخپله لګوي ـ پکار وه چې ممنے دهم هغه ځائ نه ستون شوے وے ،ولې هغه لاړو ،په ډُوډُو يې لاسونه کيښودل او وے ويل ،،ولې دولا زما د مرګ دې واوريده څه؟،، دولا بالټي کښې د خټو ليت پيت لاسونه وينځل ـ ممنے ! چل دادې چې ته لږناوخته شان راځي او ګرموم دې هم نه ـ ستړې ستومانه يې ـ يوازې پانړه ټولول هم ګران دے ـ ما هغه ورځې داسې محمدي ته ويلي دي ـ اوشوه صبا نه به هغه راځي ،،

دممني ژوند د بټ سره تړلے وو، د دولا دې څو خبرو يې د زړه وندني وشلول ،سترګې يې نمژنې شانتې شوې ـ مرۍ يې ګيپه سيپه شوه ، لکه خپسه ورباندې ناسته وي ـ لاس کښې نيولے تور څادر يې هسې وڅنډلو ،په اوږۀ يې کړو او ترې ډېر په مزه مزه روان شو،خو دايې کلکه طمعه وه چې راپسې به ضرور اواز کوي ـ اواز کول خو پريږده ،دولا ورپسې مخ قدر ته هم راوا نه ړولوـ او ما سختن يې ترينه د چا په لاس ترنګړې رسۍ هم ترلاسه کړه ـ

بله ورځ چې نمر په غړ غړه وو،ممني ځان ټينګ نه کړے شوـ د بټ مخه يې اوکړه ،خو زړه کښې يې څۀ راغلل ،بيا ستون شو او لرې په يو ډبکۍ چې بټ ترې ښکاريدو ،کيښناستو ـ څه ساعت روسته سور چيټ ښکاره شوـ دممني سترګې د اوښکو نه ډکې شوې او څه يې په ګريوان وڅڅيدې ـ زړه کښې يې وويل ورمنډه کړو که چانړ نه وي چې اورلړونے خو لاس کښې واخلم ـ چې بټ نه ،چې د بټ په غاړه خو کيښنم ـ خو لکه د تړلي اس په ځاے ترپيدلے پاتې شوـ

جينۍ بټ ته ولاړه وه خو سترګې او څټ يې اوخوا ديخوا تاويدۀ ،لکه څه ترې ورک شوي وي ـ ساعت پس يې ځولۍ د نينو ډکه کړه ،خو لکه اګاهو په تول خلاصه نه شوه ،بيا اودريده ،څټ يې راتاو کړو ،او بيا روانه شوه ـ د بوتاړګي نه په تاويدو وه چې هلته هم اټاله شوه او ديوال له يې داسې ملا ورکړه لکه چې ملا يې ماته وي ـ او بيا د بوتاړګي نه هم واوړيده خو بيا په بټ کښې چرې هم ښکاره نه شوه ـ

                                                                                  ما خوذ لۀ ((داغونه)) نه