عراق ازاد شو او افغانستان؟

                                                               ظفرکریمي

نن دېرش جون هم د تېرو ورځو په شان یوه عامه ورځ ده ـ خو ننۍ ورځ د عراقي ولس دپاره ځولۍ ځولۍ خوشالۍ راوړي دي ،دبغداد په کوڅو کې خلق ډولونه وهي او نڅاګانې کوي ـ دوي یو ډول جشن نمانځي ــــ هو جشن ـــــ د خپلواکۍ جشن ـــ د ازادۍ جشن

زه دلته دا خبره نه څېړم چې آیا د عراق ولس تراوسه غلام وو،که غلام وو نو د چا غلام؟د امریکایانو او که د صدام حسین د رژیم د باقیاتو ؟

خو دومره خامخا ده چې د هر هیواد په خاوره د هغې هیواد د خلقو واک د انساني ضمیر اواز دی ـ او که پردې هر څومره هم خوږ شي نو بیا هم اغیار وي ـ

د امریکایي فوځونو مشر جنرال ای او ډیرنو په وینا د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته به هیواد کې د امن د ټینکښت ذمه واري د عراقي امنتي ځواکونو په غاړه وي ،اوس دپاره امریکا یو لاک او یو دیرش زره سرتیري هم په عراق کې دننه فوځي بېرکونو ته ځي او تر ۲۰۱۱ میلادي پورې به د ټول عراق نه د امریکايي سرتیرو د ستنېدنې بهیر بشپړ شي ـ

دا خو د عراق کیسه وه چې یو نه یو حل یې ومونده ،هو صېبه د هغه عراق خبره ده کوم چې امریکا د افغانستان نه دوه کاله روسته اشغال کړی وو خو پوښتنه داده چې ولې افغانستان کې حالات هغسې نه دي لکه څنګه چې عراق کې دي ـ آیا دا کار د ناټو د ځواکونو د مخکني مشر ښاغلي ډیوډ بارنو دهغې بیان ریښتنې کوي په کوم کې چې نوموړې ادعا کوي چې امریکا افغانستان کې جګړه بایللی ده ـ

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دادې څه دپاسه اته کاله وشو ،او د امریکایې ځواکونو د وتلو دټایم فریم هم نه دې جوت ـ په دې اړه د سېمې او پوهان په ډول ډول مفکرو سره هم اخته دي ـ څوک د چین او ایران په خاطر امریکا په دې هیواد کې د پاتې کیدو لامل ګڼي ،څوک د پاکستان د اتومي پروګرام دپاره ـ ډېر خلې ډېرې خبرې

خو پخپله امریکا یو دلیل لري او هغه دا چې د څه دپاره چې ددوي فوځونه عراق ته تللي وو هغه یې مرام یې ترسره کړو ،هلته ثبات هم دی ځکه هلته د امریکا حضور اړین نه دی ـ خو افغانستان کې ددوي د نړیوال سوداګریز مرکز د نړیولو مجرمین لا نه دي نیول شوي نو ځکه دوي د هغو د نیولو هڅې کوي او چې کله په دې کار کې بریالي شول نو دلته به هم ځي ،

د امریکا دا دلیل ښه دی که نه ښه ـ خو زمکنی حقیقت دادی او هر چا ته مالومه ده چې دلته جنګ دچا دی ؟ولی دی؟اوولې اوږدشو؟ امریکا د ایساریدو بهانې څوک برابروي ؟د سیف الرحمان سلیم خبره

چې تبلیغ یې د کفارو په خله کیږي

نه پوهیږم چې دا لا کوم اسلام دی

یو طرف ته دا سیاسي او د تیلو په سر نښتې جګره لکه د سوړ جنګ په څېر د سپڅلي جهاد نوم خپل کړو او

ما لکه شمعه په ځان اور بل کړی

ځان مې هم وسو پتنګان مې وسول

ځانونه مو لکه د بني اسرایلو د توبې قبلولو دپاره په خپله ووژل ،د جاسوس په نامه،د طالب په نامه،د فوځي په نامه،د زندیق په نامه او ورسره ورسره مو امریکا ته هم په خپله ځولۍ د پاتې کیدو زمینه برابره کړه ـ

عراق نه د امریکاد وتلو په لړ کې که دا خبره د عراق نېمکرغي وبلو نه بده به نه وي چې د عراق ګاونډیانو او په تېره بیا ایران په دغه هیواد کې د نه مداخلت ستر رول ولوبه واه ـ که ایران په خپل دغې عمل یو لور ته عراق ولس ته زر تر زره سوله وربخښله نو بل لور ته یې خپل هیواد د ممکنه کردستان د تحریک څخه وژغورو ـ که چېرته ایران په عراق کې د امریکامخالف قوتونو سره مرسته کړې وایې نو نه یوازې دا چې امریکا به یې په سېمه کې تر یو وخته د اوسپنو نېنۍ چیچلې وایې او کیدی شي چې دې کار عراق تجزیه کیدو ته هم لار هواره کړی وایې ـ که عراق تجزیه شوی وای نو بیا د کردستان جوړښت ناممکن نه وو او ایران کې هم لوي شمېر کردان ژوند کوي نو ځکه خو ددغې تحریک لمبې ایران ته هم راننوتې شوې ـ ایران مخکې د مخه د سویس د سفارتخانې پرمټ د امریکا سره اړیکې ونیولې او د عراق په ستونزه کې ورسره مرسته وکړه او نن موږ شاهدان یو چې امریکا د عراق څخه وتونکی ده ـ

افغانستان سره بیا د ګاونډیانو مسله بدله ده ـ د افغانستا ن په ستونزه کې ګاونډي پاکستان داسې رول ترسره کوي لکه په عراق کې چې ایران ترسره کولو خو دلته د ایران برعکس خبره بدله ده دلته پاکستان د تېرو درې لسیزو راهسې افغانستان کې خپل پلوي او غلام رژیم غواړي اود ملا عمر د حکومت په څېر د تابع حکومت نه کم په هیڅ سودا راضي کیدو ته چمتو نه دی ـ ځکه خو په سېمه کې ګډوډي دوام لري او دا جنګ د ځینو په اند مقدس جنګ یا جهاد جوړ شوی دی ـ

په دې ډرامه کې د امریکا رول هم سړی شکمن کوي او هغه دا چې امریکا ښه پوهیږي او بیا هم یې ځان ناګاره کړی دی ـ پخوانې ولسمشر بش خو بیخي یو ډول بې وقوف وو ،ډالر یې بادول او ورسره ورسره یې د پښتونخوا په خاوره د اور بڅرو ته پوکي ورکول ـ کرزی بیچاره د ا ولې ورځې راهسې د ولسمشر بش به غوږونو کې چغې وهلې چې دا څه کوې،دا څه کوې ؟خو چا ته وې هغه ځان ګم صم کړی ووـ دا خبرې د تاریخ برخه جوړه شوی ده چې کله هم کابل واشګنټن ته د ترهګرو د ځالو په اړه ویلي دي ،واشنګټن ځان ناګاره کړی دی او په بدله کې اسلام اباد کابل ته رډې بډې خبرې کړي دي او کرزي بې چاره ته مشرف د ولسمشر بش به وړاندې په یو مطبوعاتي کانفرنس کې په داسې خبرو کولو د شترمرغ لقب ورکړو ـ

خبره داده چې هیڅ یو باضمیره په خپل هیواد کې پردي ځواکونو شتون نشي زغملې نو ځکه خو افغانان هم زر تر زره د خپلې خاورې نه د ددغو پردیو د وتلو هیله مند دي ،پردې پردې وي ،که په وردۍ کې وي او که په پټکي کې ـ

د پردیو د وتلو دپاره هم اصول وي ،لکه څنګه چې شورویان د ژنیوا د پریکړې پر اساس له هیواده ووتل ،دغسې دې د امریکایانو دپاره هم یوه اصولي لار پکار ده ـ او هغه دا چې نور د اسلام یا په بله نامه هغه تحریکونو ته د پایې ټکې کیږدي کوم چې په سېمه کې د امریکایانو د ایساریدو دپاره بهانه جوړ شوي دي ـ په دې لړ د عراق د پروسیس تقلید پکار دی ـ