د اتفاق پښتو ادبي جرګې لنډ ګزارش

                              

د اتفاق پښتو ادبي جرګې سند میاشتنۍ تنقیدي غونډه د پښتونخواملي عوامي پۀ دفتر(کراچۍ) کښي د بسمل کابلګرامی پۀ مشرۍ کښي وشوه٠ د نظامت چاري حسرت بونیری ترسره کړي
د غونډي پۀ اوله برخه کښي ساګر تنقيدی خپله ليکلي شوي خاکه ,,پۀ قد وړوکي اوپۀ
علم لوي,, ترعنوان لاندي تنقيد ته وړاندي کړه چي ملګرو پري ښه ګټه ور بحث اوکړو٠
ملګرو ووئيل چي ډير د اختصار نه کار اغستي شويدي٠پکار ده چي خاکه ښه تفصيل سره ليکلي شويوي٠ خاکه هر اړخيزه نۀ ده د مثبت اړخونو سره سره پۀ خاکه کښي منفیاړخونه اولږ ډير طنز و مزاخ هم پکار وی٠ د منفی اړخونو نه بغير خاکه کمه اؤ قصيده زياته ښکاری٠ملګرو ووئيل چې خاکه داسي ليکل پکار وی چی د اولنی لفظ سړی ته معلومه چي خاکه پۀ چا ليکلی شويده،پۀ خاکه کښي د کمزورو باوجود ښه کوشش ملګری کړيدي ـ د غونډې دویمه برخه کې مشاعره وشوه چي پکښي ډاکټر غريب مل، اسلام ګل تسکين ،مراد پښتونيار،بلال نجيب،انور علی انور،نور محمدنور،فضل خالق غمګين ،ساګرتنقيدی،بسمل کابلګرامی،امان شملزی،منان باچا،محمد خان عندليب ،اؤ حسرت بونيری

پکې ګډون اوکړو٠ پۀ راروانه تنقيدی غونډه کښي به اسلام ګل تسکين خپله شاعری تنقيد ته وړاندي کوی٠د اتفاق پښتو ادبی جرګه سنده تنقيدی غونډه د اتوار پۀ ورځ د جون پۀ اتشتمه نيټه کال

حسرت بونيری کراچۍ