پښتونخوا

دپښتون افغان ټول وطن لرغونې تارېخې نوم پښتونخوا ده .
لومړې ځل ددې ذکر دسېند رافرېه مقدس مذهبې کتاب, چې د درې زره کالو په دورانېه کښې دېونېم زرکاله پخوا قبل مسېح کښې تکمېل ته رسېدلې دې ، کښې دا نوم پکهتا په نامه استعمال شوې دې دنړې محقېقېن پدې اتفاق لرې چې رګ وېد دپکهتا په نامه کوم ملک ېادکړې دې ، لدې څخه مراد پښتونخوا ده اوهم دا نوم اوستاېې ادب کښې دبلېکا په نامه راغلې دې ، ځکه چې اوستاېې لهجه کښې به "پ ته تل "ب وېل کېده پدې لړ کښې ظفرکاکاخېل په خپل کتاب پښتانه دتارېخ په رڼا کښې ډېر مدلل بحث کړې دې هغه واېې :

درېم ځل په لرغونې ادب کښې دانوم ېونانې جغرافېه او تارېخ نوېس هېروډټس په ۴۲۶-۴۸۶ دپختوېک ېا پکتوس په شکل کښې ېادکړې دې .

هېروډوس لېکې چې دارېوش ساسانې ټبر حکمران وو

دهغه په حکم دروکسانو دپېښور څخه د اوبو سفر شروع کړې او هغو ته دا کار سپارل شوې وو چې اباسېن چېرته په سمندر کښې توېېږې ؟ او داباسېن په غاړه څوک اباد دې او څنګه علاقه ده ؟ دحبېب الله تږې کتاب " پښتون" په اردو ژبه کښې شوکت ترېن ژباړلې دې ، هغه پدې ژباړلې کتاب کښې دمختلېفو ېورپې محققنو ، هنرې ببلو ، هنرې لوونتال ، اولف کېرو ، لنګوسټک سروې آف انډېا جارج ګېرس او دمارګنټرېن په حواله ډېر په دلېل او شواهدو سره داثابته کړې ده ، چې هېروډټس دپکتوېک په نامه کوم وطن ېاد کړې دې ، دادپښتونخوا مترادف دې او دونېم زره کاله پخوانې ېونانې اثارو کښې دا ذکر شوې دې لرغونې پښتونخوا هغه ملک ېاوطن دې چې په اوسنې وختونو کښې افغانستان ېعنې د امو له سېند څخه تر جهلم پورې علاقه ده ، هېروډوټس په پکتوېک کښې دڅلورو پښتنو قباېلو د اوسېدو ذکر هم کړې دې په هغو کښې ېې ېو قبېله د ګندهارېانو په نامه ېاده کړې ده چې دپېښور او شاوخوا سېمو لرغونې نوم دې ، بله قبېله ېې د اپارېتې په نامه ېادکړې ده چې مراد ېې موجوده اپرېدې پښتانه دې ، درېمه قبېله ې دادېکې په نامه ېاده کړې په جنوبې پښتوخوا کوټه کښې دداوې په نامه هم ېوقبېله شته خو په لرغونې ېونانې ادب کښې دادېکې موجوده کاکړ پښتنو ته وېل شوې دې
چې دپښتنو په موجوده شجره نسب کښې ددانې ځوې دې ، او څلورمه قبېله ېې ستاګبدې په نامه ېادکړې چې هغه وخت د خټک پښتون افغان قبېلې نوم دې اوهم داشان لرغونې لېکوالو په پکتوېس ېعنې پښتونخوا کښې دهغو قبېلو ذکر کړې دې کوم چې په پښتنو قباېلو کښې تر اوسه موجود دې .

کتاب (پښتونخوا- ليکوال عبدالعلې غورغشتې
ترتېب - حلېم شملزۍ