د ویر له چمه یو وړوکی خبر او وړوکی ځکه دی چې د یو کور یوازې درې کسان پکې شهیدان یا وژل شوي دي او شپږ نور زخمیان شوي دي ـ اوس خو د ډبل ډیجټ نه لاندې د مړو شمیر وي نو کم وي ـ چې خبره په درجنو نه شي نو د خبریالانو توجه ځان ته نشي اړولی ـ دا دوه درې پښتانه که د یو کور وي که دلسو هیڅ خبره نشته ،البته که خارجیان وي نو بیا به د خبرونو په سرلیکونو کې ځایې نیسي ـ ما په خپلو لیکنو کې داخبره مخکې هم څو څو ځل کړی ده چې هغه خو بختور خلق دي د هغوۍ نه وینې څاڅې،دهغوۍ نه بچي او نور پسمانده ګان پاتي کیږي ،هغوۍ وېرلړلې کونډې پریږدي،هغوۍ خوېندې په ناورین اخته کوي او مونږ ؟؟؟؟؟ مونږ شاید هیڅ نه پریږدو ـ هسې هم ملاصېب وایې کنه دا دنیا د کافر دپاره ده زمونږ پکې څه حق نشته ـ چې زمونږ پکې حق نشته نو بیا د کونړ ولایت د ننګلام کلي خلق ولې په دې ناورین کوي چې د شاړ غره نن سهار یو توغوندې راغلې او د حاجي محمد کورنۍ چې چایو ته ناست وو ،پوټي یې ورله په دیوالونو وشیندل ـ یوازې درې کسان پکې ژوند دلاسه ورکړواو صرف شپږ پکې ټپیان شول ـ شاید کور کې نور څوک وو نه ،کنه نودغه ډول یو توغوندې خو د غوښو او هډوکو جوړو شپیته کسانو دپاره هم کافي شافي دی ـ او چې چا توغولې وو نو هغې ترې هم د دومره ،،کمو،، تلفاتو هیله نه کوله ـ خلق وایي دوي چا په نښه کړي وو ـ ځکه چې حاجي صېب او دهغه ځامنو د ماڼوګي په بېس(BASE )کې د خارجیانو سره کار کولو ـ حاجي صېب ترکاڼ وو ،د بېس سره نزدې د ښوونځي دروازې او کړکۍ یې هم جوړې کړې وې ،د نوي جوړیدونکي روغتون د ورونو د جوړولو ټېکه هم ورسره وه ،نو ځکه خو د پېښې عامیلین هغوي شهیدان نه ،بلکې د کافرو مرسته کونکي او په ناحقه لار کې توت بولي خو د کلي خلق بیا هغوي ته شهیدان وايي او هغه هدیره چې نن پکې د درې قبرونه زیات شول ددې قبرونو په کتبو به شهید حاجي محمد،شهید ضیاالرحمن،اود د حاجی محمد شهیده مورکۍ لیکي ـ د شهید او نا شهید فیصله زه نه کوم او نه زه ځان ددې وړ بولم ـ دا د غټو غټو کار دی او د غټو خلقو په کارونو کې ګتې وهل ځان له د کار کتلو مترادف دي ،آ یو غټ راته نن په ټلفون کې ویل چې ښه یې وکړل چې مړه یې کړل ـ ولې نور کارونه نه وو چې دوي د انجوګانو د ښونځیو دپاره دروازې جوړولې او دیهودو کار ته جریان وربخښه ـ ماویل څه به یې کړی وایې ؟ ویل یې پاکستان ته به راغلی وایې د خدایې بلا کارونه دي ـ ماویل تا به ورته خپله مدرسه کې کار پيدا کړی وایې ؟ ویل یې کوشش به مې کړی وایې ـ ماویل نو بیا د په زرګونو چې څنګ ته یې بوجۍ اچولي دي ،کاغذونه ټولوي او د خیراتي هوټلونو مخې ته ناست دي په دوي رحم وکړه چې دوي چېرته انجوګانو سره بلد نشي ـ هغه فورا وویل ستا هم عقیده ټیک نه ده ،او تلیفون یې یې قطع کړو ـ نه پوهیږم مونږ دومره سخت زړي ولي شو؟ درې مړي راته هډو هیڅ نه ښکاري،رښتیا دري څه دي ،مونږ خو هغه خلق یو چې سړي ته وایو ستا په ژوند خفه نه یم خو نن سبا کارتوس ګران دي په کارتوس خفه یم نو ځکه خو زیاتره د چاړه نه کار اخلو او په دې ذریعه هم خرما او ثواب ګټو ـ پاتې شوه د ژورنالستانو خبره نو هغوي که څه هم په دې راپورونو ډوډۍ ګټي نو هغوۍ ته هم ګنا ه نشته اوس د ډوډۍ ګټلو دپاره ددې نه غټ غټ راپورونه پیدا کیږي ـ دومره وړوکي راپورونه څه کوي ،داسې راپور چې د یو کور یوازې درې کسان پکې شهیدان یا وژل شوي دي او شپږ نور زخمیان شوي دي ـ اوس خو دډبل ډیجټ نه لاندې د مړو شمیر کم دی ـ ځکه چې خبره په درجنو نه شي نو د خبریالانو توجه ځان ته نشي اړولی ـ