د پرمختګ او پښتانه  په موضوع د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ مذاکراتي غونډه د ریاض تسنیم په مشرۍ کې کاکو هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ صدر کې وشوه ـ د غونډې د نظامت چارې امجد علي سورج ترسره کړې  او تلاوت امان الله حلیم شملزي وکړو ـ غونډې ته لومړې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو چې ملګرو وستایه ـ

د غونډې دویمه برخه د ،،پرمختګ او پښتانه،، په موضوع بحث ته ځانګړې شوې وه ـ په موضوع د بحث شورو ښاغلي نورمحمد سعید د خپلو لیکلو تاثراتو وکړه او زیاته یې کړه 

 

ترقي چې په لغت کي دکومې بلا اسم ګرامي دي دې ته موږ په ېوه او کره پښتو کي پرمختګ وایو....یعني په مخ تلل ...چرته تلل دا نه ده معلومه... خو بس تلل... او چا چې پرمختګ کړی ګومان کوم هغه هم خبر نه دي چې لا نور به څومره پرمختګ کول وي...ویل کيږي چې دنورې نړۍ خلک عموما دا اصطلاح دسائنسي اقتصادي علمي او ټولنیزو مثبت بدلونونو دپاره کاروي .نو موږ خو د حمزه بابا خبره

لا ئې دسپین مخ خالونه شمارم وزګار نه یم

پرېږده الواته به دسپوږمۍ په لوري بیا کړم

نه خو زموږ دیاګانو مشکل حل ده، نه د وو په سر د پیش یا امزه مسله پای ته رسیدلي ،نه مو دردیفونو قافیو او بحرونو سرخوړلې ستونځه د ختمیدا نوم اخلي نو په داسي ستونځمن وخت کي داد ساینسي اقتصادي او ټولنېزو پرمختګونو خبرې کول

او په دې جنجالونو ځان اخته کول چې معنی دارد؟

که يورپ او امریکه دپرمختګ دپاره په تحقیق کروړونه ډالر او یورو خاورې کوي بلا ورپسي زموږ ئې پرې څه خو ځان له په سپوږمۍ او مریخ کورونه جوړول غواړي نو چې اوښان ساتي دروازې خو به لوړې جوړوې که نه.زموږ حکیم صاحب دي خدای راته ژوندی لري تر څو چې دی شته نو زموږ یې دادساینس ماینس په کار څه کار؟ حجره دروازه لرو دشیطان غوږونه دي کاڼه وی دومره ماشومان پیدا کوو چې که دا جنګ جګړې او بیمارۍ افتونه نه وای نو د زیاتي ابادۍ ریکارډ په له دې تورمخو هندوانو یا دې چیت پوزو چینایانو سره نه بلکه موږ سره وای نو ټولنه نوره څنګه جوړېږي او په دې علم کي لا کوم پرمختګ ته ضرورت وي؟

کله چې دلته په کوم سړک حادٍثه وشي یا چرته په بازار کي ددو کسانو تر منځ په اوچت اواز بحث تکرار رامنځ ته شي نو بیا دي دا پرمخ تللي خلک راشي او زموږ اجتماعیت دي لږ وګوري چې موږ په څو شیبو کي په څومره تعداد کي راغونډېږو.

تر کوم ځایه چې د اقتصاد خبره ده نو موږ خو درویش مزاج خلک یو طمع ګر او حریص سړی دځمکي په سر راباندي بد لګي نو په خپله به داسي بد خویی څنګه کوو؟زموږ دیوې کلاسیک ټپې شاعر یا شائد شاعره څه ښه وائې چې(باچایی تخت مي په کار نه ده» جانان به لو کړي زه به وږي ټولومه)یعني هم عاجزي او ملنګي په خپل ځای پاتي شي او هم به دخیټي غم وکړو.نوداخو ثابته شوه چې په انفرادي ترقۍ کي خو له چا کم نه یو دا چې د نړۍ والي ورورګلوۍ په پرمختګ کي زموږ ونډه څومره ده نو حقه خو داده چې نړۍ وال باید له موږ سره داسپینه کړي چې زموږ په وروسته پاتي والي کي ددوئ هر یوه څومره ونډه ده او چې دا تاوان یې راکړو بیا به موږ هم دا حساب کتاب ورکړو چې زموږ څومره زلمو له دې ارمانه ډک زړونه ګور ته یوړل چې دخپل قام او دنړۍ په ښه راشي خو چا پرې نه ښودل او د همدغه خوب دلیدو داسي سزا ورکړل شوه چې اوس موږ په خوب کي هم دپرمختګ او ترقي په لیدو وارخطا کیږو
د نورمحمد سعید له لیک اوریدو روسته نورو ملګرو تود او اوږد بحث وکړو چې لنډیز یې په دې ډول دی

ننګیال یوسفزي ویل چې ترڅو پښتنو یو ازاد او خپلواک ریاست نه وي ترلاسه کړې ترهغې ترقي نشي کولی ـ

ظفرکریمي وویل چې د خپلواک ریاست نه علاوه ملایت  او مدرسې د پښتنو د پرمختګ په لار کې خنډ جوړ شوي دي ـ او دغې لامل زمونږ د تنکي نسل د لوې برخې اذهان مفلوج کړي دي ـ د معیاري زده کړې سربیره ترقي کول ناشوني ده ـ

نورمحمد سعید وویل چې مدرسې سماجي شعور ټولنه کې راپیدا کوي ـ

امان الله حلیم شملزي وویل چې خپلواک ریاست او زمونږ د خلقو د خدای تعالی (ج)په اړه ناسم تصور د پښتنو د پرمختګ په لار خنډ دی ـ ده زیاته کړه چې زیاتره پښتانه  سوچ کوي چې ،،د خدایې په کارونو کې ګوتې مه وهۍ،، او هم دې تصورزمونږ څخه د ریسرچ او پلټنې صلاحیت غصب کړی دی ـ د ه  دا هم وویل چې مونږ پښتانه غلامان یو خو ځان غلام نه ګڼو ـ که ځان مو ذهني توګه غلام وګڼلو نو بیا به هم ترقي وکړو ،زمونږ په مال پنجاب مزې کوي او مونږ له دومره حق هم نه راکوي چې خپله ژبه کې خو زده کړه وکړو ـ دا غلامي نه ده نو څه دي ؟

وصال مومند وویل چې مذهب د ترقۍ د لارې خنډ نه دی او نه مذهب د پرمختګ څخه څوک منع کوي ـ

ډاکټر سعدي وویل چې پښتون دپاره خپلواک ریاست هم ضروري دی خو د تعلیم د ارزښت نه هم سترګې نه شو پټولی ـ دواړه اړین دي ـ

د غونډې صدر ریاض تسنیم وویل چې ملګرو ډېرې ښې خبرې وکړې ـ اروپا هم ترهغه وخته پرمختګ نه وو کړې ترڅو چې کلیسا او ریاست سره یو ځایې کار کولو ـ هغه وخت هغوۍ ددې نه زیات جاهلان وو ـ ده زیاته کړه چې د پرمختګ دپاره اساسي شی خپلواکي ده ترڅو چې زده کونکي ته په خپله ژبه کې درس نه وي ورکړل شوی هغه قام ترقي نشي کولی ـ

د غونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې وصال مومند،تاج الدین،حلیم شملزي،امجدسورج،عبدالسلام سلام،نورمحمدسعید،ظفرکریمي،ډاکټرسعدي،زرجان مداخېل،تاج محمدخان درویش او ریاض تسنیم پکې کلامونه واورول ـ

راتلونکې غونډه کې ډاکټر سعدي شاعري کره کتنې ت ه وړاندې کوي