کرزی که احمدزی،غوره څوک؟

د دوه زره اووم کال په اخرنۍ ورځې شپې وې ،د اسلام اباد هواي ډګر رن وی ته بیخي نزدې یو موټر ودریدو چې یو سړی او یوه مېرمن ترې ښکته شواو نزدې ولاړ شاید ددوۍ په انتظار ولاړې الوتکه کې سپاره شول ـ د انجن شور زیات شو او الوتکه هوا ته پورته شوه ـ الوتکه چېرته لاړه او دغه سړی او مېرمن څوک وو چې دومره په بېړه په الوتکه کې سپاره شول ـ دغه سړې د پاکستان لومړې وزیر وو چې څو ورځې دمخه یې د خپل منصب وخت پوره کړی وو اونور یې نه غوښتل چې خپل هیواد کې ایسار شي ـ

شوکت عزیز او دهغه مېرمن په الوتکه کې بېرته هغه هیواد ته ستانه شول دکوم ځایې نه چې پنځه شپږکاله دمخه راغلي ووـ د سټي بېنک مشر ،پوخ او تجربه کاربیوروکریټ ،او په اقتصادي لانجوکونجو پوه شوکت عزیز د ولسمشر مشرف د رژیم په لمړیو ورځو کې د خزانې وزیر وو او بیا چې کله د میرظفرالله جمالي د لمړي وزیر د منصب نه د استعفا وروسته د لمړی وزارت دپاره ټاکل کیدو نو هر چا دا ګمان کولو چې شوکت عزیز به د پاکستان اقتصاد دومره بډایه او پرمخ بوزي لکه څومره چې د ملایشیا لومړی وزیرډاکټر مهاتیر محمد د خپل هیواد اقتصاد د زمکې نه اسمان ته رسولی وو ـ خو د شنونکو داخبرې هغه وخت د بوسولاندې اوبه ثابتې شوې کله چې شوکت عزیز د هیواد اقتصاد ته ګټه نه زیان ورساوه ـ

د افغانستان د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې چې یوازې دوه میاشتې ورته پاتې دي په لسګونو کاندیدان ددغه چوکۍ هیله مند دي ـ ګمان کیږي چې اوسني ولسمشر حامد کرزي او دده د کابینې د سوداګرۍ پخوانې وزیر اشرف غني احمدزي ترمنځ به توده مبارزه وشي ـ

احامد کرزی چې یو عام او زیرک سیاستدان دی ،د دسمبر ۲۰۰۱ نه تر دسمبر ۲۰۰۴ او بیا د دسمبر ۲۰۰۴ نه تر اوسه پورې د هیواد د ولسمشر په توګه دنده سر ته رسوي ـ په دې موده کې حامد کرزي ډېرې لاس ته راوړنۍ لرلي دي او که دا ووایو نو بې ځایه به نه وي چې د ادم نه تر دې دمه افغانستان کله هم دومره اباد چا نه دې لیدلی لکه څومره چې د کرزي په دوره کې اباد شو ـ ددې سربیره ملي اردو،ملي پولیس،هوایي ځواکونه،اساسي قانون،د لویو جرګو دایرول او دهغو افغاني قبایلو د یو بل سره کینښول څوک چې د یو بل وینو ته تږي ناست وو د حامد کرزي نه هیریدونکې کارنامې دي ـ حامد کرزي د خپل جرګه مار او سیاسي مزاج په مټ شمالي اتحاد په ډېر هنر سره د سیاست د ډګر څخه بهر کړو ـ حامد کرزي د القاعده او نورو ترهګرو په هکله چې نړۍ ته د اولې ورځې راهسې کومه فارموله ورکوله او د ترهګرو د ځالو نشاندهي یې کوله هغه نړۍ که څه هم اته کاله روسته عملي کړه خو دا د کرزي د سیاسي او کره سوچ غمازي کوي ـ

بل لور ته اشرف غني احمدزی دی چې یو ښه بیورکریټ او لایق شخصیت دی ـ د نړیوال بانک مشر او د امریکا په پوهنتون کې د استادۍ په منصب پاتې کیدل د هغه د قابلیت او لیاقت دپاره د سند درجه لري ـهمدا راز د امريکا د تفت پوهنتون ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته د نړ ېوال وطنوال تر عنوان لاندي د نړۍ ډېره ممتازه جايزه چي دا جايزه د نړۍ ډېرو کمو خلکو اخيستې ـ دې کې شک نشته چې ښاغلی احمدزی یو ښه بیورکریټ او قابل سړی دی ـ

همدغه وجه ده چې نن سبا ځېنې لیکوالان او پوهان فکر کوي چې که دا ځل احمدزي ته حکومت ورکړل شي نو دا به د افغانستان دپاره غوره وي ـ خو که د نړۍ تاریخ ته وګورو نود سیاست په ډګر کې کامیاب سیاستدانان همدغه عام او جرګه مار خلق ثابت شوي دي ـ البته عسکري او بیورکریټان هم کله نا کله کامیاب شوي دي خو هغه بیورکریټان یا فوځيان کامیاب ثابت شوي دي چا چې جرګه ایز حس لرلی دی ـ

شنونکي ددوي د ناکامۍ وجه همدغه ښایې کومه چې اوس وخت کې شوکت عزیز کې هم لکه د نمر ښکاره شوه چې بیوروکریټان د ژوند د ستونزو حل یوازې په کتابونو کې د لیکلو شویواصولو په اساس کوي او زمکني حقایقو باندې سترګې پټوي ـ ددې برعکس زیرک او جرګه مار سیاستدانان ستونزه زمکني حقایقو ته په کتو سره د حل کولو کوښښ کوي ـ

اوس پوښتنه دا ده چې د راتلونکو ټولټاکنو کې به کرزی که احمدزی ولس او هیواد دپاره غوره ثابت شي نو زه خو په دې فکر یم چې احمدزی که دغه یاد شوې حس ولري نو بریالی به شي خو داسې ښکاري چې نوموړي کې ددغه حس کمی دی ـ او بل د وطن نه یې بهر وخت ډېر تېر کړی دی هغه به د افغانانو نه د امریکایي خلقو په څېر د قانون مراعت غواړي خو شاید افغانان هغسې ونه کړای شي ،نو ځکه خو که ددې په ځایې چې نوموړې ولسمشر شي اوپه دې توګه  دخلقو خدمت کول غواړي  نو بیا خو نوموړۍ دا خدمت  د بیوروکریټ په بڼه بهتر ترسره کولی شي ـ او مونږ ته دا وخت د بیوروکراسۍ په میدان کې  د بیوروکراټانو اړتیا هم ده ـ

پاتی شوه د کرزي خبره نو کرزي له خو مونږ وازمایه جرګه یې هم زده ده ،مرکه هم ـ ژړا یې هم زده ده خندا هم ـ دوستان یې ډیر دي او دښمن چا ته هم نه وایي ـ خلق ورته شترمرغ وایي ،دا ورته خاندي ـ د افغانستان ولسمشري ته یې هغه وخت غاړه کیښوده کوم وخت چې دا ښېره ګرځیدلې وه "چې خدایې د ې د کابل باچا کړه "ـ کرزي چې د کابل باچایي د ښیرو د ځایې نه دې ځایې ته راورسوله چې نن اشرف غنی احمدزی هم دامریکا سهولتونه پریږدي او هیواد ته ډاډه ستنږي او نه یوازې ستنیږي بلکې د هغه ځایې ولسمشرۍ ته هم ځان کاندیدوي ـ نو دا دکرزي د دورې د بریالیتوب بېلګه ده او که څوک یې نه مني نو د هغوي خوښه ،خو که افغانان لکه څنګه چې هیله کیږي کرزي ته یو بل پنځه کلن چانس ورکړي نو دابه د هیواد او هیوادوالو دپاره ښې او غوره فایلې ورلري .