د لیوني ګډې وډې

                                                                             ماښام خټک

اسلام علیکم،اسلام علیکم

زما زړو یارانو

چرې چرې............

بیا میږي وکړې وزې

یا به یې زړه وخوري یا لزې

پروسکنې ګیدړه

نن څومره نرې

پرون پوس پوس کند هکې

نن ټپي بې برې

ارمان ارمان د لیونو خبرې

یارانو دا زما اواز مو چې واوریدو نو حېران ولې شوي؟ګوره دغه د یوسفرو کاکا رانه وایي چې هلکه چې هاغه ډنډې او ګولۍ وریدې نو ته چرته وې؟ چې اوس دې د مجلس مینځ نیولے دے

ساده سړیه مونږ خو د خوشحاله سړي یاران یو ،بابا چې وایي چې چاته ګوته نیول خراب کار دے،ګنې زه به درته اوس دې مجلس کې ډېر اوښایم چې د ګولو په وخت کې د کوتک مارو شاته ولاړ وو او شاباشې ویې ورکولو او نن ،نن ددې غریب زړه د قام په مینه پریشانه دده سترګې د قام د بچو د دړد نه ډکې ستا په خوشحالۍ خاندي او ستا په غم ژاړي ، دده په مغروره شمله کې څه د خاکسارۍ مهر پیدا شوے دے

دده سان نن هم د خامتا پېښې کوي ډ دې د خېټې مقتدي بیا قبله بدله کړېده ،ارمان دے خړو،ارمان دې ،نو اے د یوسفزو کاکا چې دا دومره نور دې په اول صف کې پریښي دي نو پکې دا یو لېونے هم سیي او ما کله ویلي دي چې هاغه ډنډو او ګولو والا ځوان زه یم؟مونږ خو دروره پخوا ویلي وو

پریږده باچاخانه دا د جېل قېصې د خوشې دي

دال مې نه هضمیږي زه عادت یم په پولاوو

نو پریږده کاکا چې زه هم نن دغې د پیتۍ یا لانو په شان او ددوۍ په ډله کې درشم او په شریکه دې دې تیارخورو پورې اوخاندو او اے ظالم ډب خوړلےوو،او دړدیدلے وو او ماله یې هم راوړه چې ښکل یې کړم او دې وزیرانو له یې هم یوسه چې ښکل یې کړي دا ستا د دړد یوې موټۍ نیولے وي یا د وښو پنډ دې په سر وي او په خوا کې دې یو معزز ،شمله بردار،تیارخور تېر شي نو خفه کیږه مه،نه یار دا به نه وایې ،شوم کیږه مه اوخانده ورته وایه چې ځه بچیه ورځه پرې ،ډېره مې درله ګټلےده ،ته هم لکۍ وترنګوه او د جام غاړې مورګے او څټه چې هاضمه دې تېزه شي

ځه ته دنیا ګټه د دنیا شرنګه

زه به پښتون ګټمه د پښتون ننګه

ته د هډوکو په ښکار په غریدو او غپار

زه د شاهین بچوړے په رنګ برنګه

شابه هوښیار ګونګټه غنډورے غټ جمع که

دا شته بکار آید ابن فرنګه

هغه دغه عربي مې په کې اوویله ملا صېب غوږونه بوس کړل او په زورې زما ځان ته فکر کړو،دملا صېب نه هم مروره ناوې جوړه شوې ده که سړے غاړه تازه کړي نو هم هغه راغونډ شي ،وایې ګنې سپک یې راته وکتل نو چپ به شو،هیڅ به نه وایو ،هغه چا څنګه ښه ویلي دي

لیونیه کار دې څه دے؟ اکوبکو سریندکو

پېښوریه کار دې څه دے؟ اتے اُتے هله ګوله

او ملا بابا په پوټه مه اوله

ګنې وارنټ له لاړوي د خدایې او درسوله

او ستا به جنت کې نه پټۍ وي او نه پوله

غریبه بابو غلام رسوله

د خوشحال خټک نه پسته که مونږ پښتو ادب کې د ورسټایل یا د همه جهت شخصیت دستار چاته پسر وو نو دهغې یوازینۍ حقدار دے غني خان

غني خان د شلمې صدۍ د قامي تجریکونو په یرغل کې سترګې غړولي دوې او هغه په فکري او روایتي توګه د خوشحال خان خټک د کردار نه متاثره ښکاري او په عملي شکل کې هم لکه د خوشحال اولس ته د قلم او تورې درس ورکوي

پاسه ننګیالیه نن دلبر او جانان وګټه

نوم دپښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

په برصغیر کې د ازادۍ د تحریکونو په دغه یرغل کې د پښتنو په سېمه چې کله خان عبدالغفارخان د خداي خدمتګار په نامه یو تنظیم جوړ کړو چې وړومنۍ نامه یې انجمن اصلاح افاغنه وه چې عرض یې د پښتون اولس د معاشرتي او اولسي ژوند روزنه وه

په کال نولسوه اته ویشت کې باچا خان د خپلو اصلاحاتو او انقلابي پېغام د خورولو دپاره د پښتون تاریخي مجله پښتون جاري کړه د امجله کال نولسوه یو څلویښت پورې خپریدله او په مدیرانو کې یو د خان عبدالغفارخان او عبدالخالق خلیق نومونه شامل وو

د خدایي خدمتګار تحریک او پښتون مجلې په حواله چې کوم انقلابي نظریاتي او د ادبي او قامی فکر سره تړلي شاعران راوړاندې شول په هغو کې محمد اکبرخادم،میان احمدشاه شاه،فضل محمودمخفي،عبدالاکبرخان اکبر،امیرنواز جلیا،عبدالمالک فدا،تاج محمد مینوش،فضل رحیم ساقي،شادمحمد میږے،عبدالکریم مظلوم،سعادت خان جلبل زیات مشهور وو ولې په نثر کې د ماسټر عبدالکریم او غني خان لیوني فلسفي لیکونه ډېر ارزښتناک او جوت وو

وایي چې رښتیا او سپیځلې خبرې یا سادګان کوي او یا بیا لونیان ،غني خان نه ساده او نه لیونے ولې د قام غم د اولس بې شماره مسلو د پښتنو بې وزله ژوند او د سایلو د مسلې د نه هواریدله کبله غني خان په دې مجبوره شو چې د لېونو په ژبه دغه ټولې خبرې د غه ټولې مسلې خپل قام ته په ډېر ساده انداز په ګته کړي

غني خان له د یو نفسیاتی ماهر هغه ټولې مسلې که سیاسي وې او که معاشي اخلاقي وې او که عمراني له ډېر ساده باده کردارونو په وسیله ددوۍ په ژبه په عوامي انداز کې په اوریدلو او قبول شو یو مکالمو طنز و مزاح کې قام ته وړاندې کولې

د یولیکوال چې څومره مشاهده ژوره وي هغومره د هغه تجربه لوړه وی ،غني خان چې کوم کردار هم د خپل لیک په ذومره کې راوستې نو پوره پوره انصاف یې ورسره کړے دے او دخوند خبره داده چې په هره مسله کې په خپله د یو کردار په حیث شریکیږي ،لهجه ټکي،منظرکشي،اغز او انجام لکه د یو کټلي ارټسټ او هدایت کار مخت راولي او کتونکي اولوستونکي سره یې شیر کوي ولې مجال شته که په یو ډپارټمنټ کې هم د څه کمي ښکرا کیږي بلکې زه به دا اووایم چې دا ګډې وډې نه دي بلکې یو داسې کل وقتي اظهار دے چې کوم وخت او ساعت کې یې هم یو لوستونکے لولي اوریدونکے یې اوري نو زمونږ د چاپیرچل د مسلو په نظر راځي

زه د خپلې خبرې په دلیل کې د غني خان دا کالم ستا په وړاندې واوروم او طمعه لرم چې تاسو به زما د خبرې تاید وکړۍ

راجه عبدالله د اتمانزو یو زوراروګډبه دے،زړه یې د زمري دے او طبعیت ورله خدایې د بادشاهانو ورکړےدے ،زما زوړ اشنا دے او د ګډو پیروي یې ما ډېر ځله وهلي دي په کال نولس سوه درې دیرش کې چېد هرې پور د جېل نه راغے نو په کولو چورکولو مې څټ له د ارټ د سنډا رسولے او کړي اوس ګوره ټوله لویه بنده ده او خبر شوے یم چې ګاندي کاکا واي چې زه اچهوت ګټم ،دا لا اچهوت کوم ملک دے ما په دې وخت کې ځان د پیروې د جام سره مراقبه کړے وو نو جواب ته مې زړه تیار وو خو خله مې تیاره نه وه او د راجا سوال بې جوابه پاتې شو

هغه بله ورځ بیا راغے وې ګوره لیونه روره دا لیدر څه بلا ده ؟اوسه پورې سمه مسلماني وه ،یو خداي ،یو رسول یو سالاروو ،یو زه ووم او زما نشان وو

ماوې راجا ، رښتیا ستا هغه نشان نه ښکاري ،ځه شو؟وې ،څه به وې واې خانه،رسالې افوج او پولیس په مخه کړے ووم نو ملیانو کره مې کېښود،چې لږ اخوا شوم نو یو څورب جمعدار ونیولم ماته یېو وې نشان کتے

ما سوات بونیر ته لاس اونیوچې اُوتے

نشان پاتې نشو خو زه لاړم

نو چې زه د جېل نه راغلم او چې د خپل نشان تپوس مې اوکړو نو هغه د سرټکره چې د ښکار بابا په ګوله بارۍ کې په ګولو لګیدلې وه او دوه سوري هم په کې شوي وو ،ملا صېب شلولې وه او وړوکي ملا لرې ترې لوپټه جوړه کړې وه،نو پریږده دا زړې قېصې ،وایه کنه دا لیډر څه شے دے؟چې چېرته ځم نو وینم چې علم سپېنې لفافې په سر کړې ،منبر ته اوخیژي او هغه نومې اوس کیپل لوډسپيکر چې کانګرس رالیږلے دے خولې ته اونیسي او وايي چې اے زما روڼو له غمر په ما قبض لګیدلے دے او بیا د ګل بقاوالي نه لویه قسصه راواخلي او مونږ له زړه پړق اوچوي

سلام ددې لاس کیپل زړه له دے چې دې مار ورته خلق په غوږ کې تقریرونه کوي کو دے هډو ورانیږي نه ،او چې تقریر خلاص شي نو خلق وایي چې فلانے زنده باد او چې تپوس اوکړې چې فلانے څوک دے ،نو واي چپ شه ، دا ډې زبردست لیډر دے ،ته دا وران ویجاړ علم ښه پیژني نو دا لیډر کوم قوم دے ،څه شے دے ؟که څه ګرانه معامله نه وي نو زما هم ورنه شوق کیږي ،په حکمتي رور به دي خپل د مزغو منګوټې ته سپینه کوم نو په ممبر دپاسه به یې په لس کیپل کې کو کنه ،مطلب د شور نه دے ،ځکه چې تقریرونو ته هسې هم خلق غوږونه نه ږدي

ما وې راجا کاکا ما ستا ډېر پیروي خوړلي دي نو یوه داسې بې بها نسخه درکوم چې ددې زمانې اعلی نه اعلی لیډر په مزي تیار شي که دې علطه ثابته کړه نو چې څه ډنډوایې منم ،او که ددې نه ښه نسخه چا درکړه نو مخکې جام د پيروی دې په ما

لیډر

د کارغه خله کړه ژبه د مار کړه

د چرګې عقل کړه زړه د سیار کړه

مرۍ د سپي کړه چې ښه غپار کړه

ضد د خچر کړه غرور پرې بار کړه

 

خټه د کلي ډیران د ښار کړه

بیاچرته ړوند کولال یو پار کړه

تاله به نوے

لیډر تیار کړه

د غني خان د اګډې وډې د سیاسي معاشي او معاشرتي ګډې وډې له وجې وي او دمقامی سیاست نه واخله تر بین الاقوامي سیاسته تمامې ستونزې په دې کالمونو کې زیر بحث راغلي دي

ګو چې دا کالمونه په سیاسي عرض لیکلي شوي وو ولې غني خان په بنیادي توګه یو شاعر او ادیب وو نو دغه وجه د ه طنز ومزاح سره سره یې په لیکونو کې فني ښکلا او ځلا جوته ښکاري

هغه د امریکي خبره کوي او که د ولایت ، دجرمني مفلویتیه بیا نوي او که د برصغیر کشاله خو د مکالمې فضا بالکل مقامي ساتي ،کردارونه که هر څو زاړه او مخښلي پکار وي ،ولې په یو نوي او جدید پیرایه کې یې اولس ته وړاندې کوي هم دغه وجه د ه چې نه یوازې خلقو د غه طنزومزاح جملې اوس هم هغومره تازه او برجسته دي څومره چې د نن نه شپيته اویا کاله وړاندې وي

چینچړ

هغه له ورځ د راجا مخې راغے وې هلکه لیونیه

دشیر بچیه خبر خو نه یې چې زور اور کار اوشو

فرنګیانو مارغه په تخت کینولو

زه پوه شوم چې سړے ګرمۍ وهلےدے او ما اووې کوم مارغه

وې د نر بچیه خبر نه یم ،خو د خان بهادر صېب د حجرې نه ګلو لا روان وو،وې چې په هغه سر خوړلي کې یې اووې چې د ولایت خلقو چنچړو ته تخت کینوو

ما وې چنچنړ نه چرچل وزیر اعظم شو،راجا تندے بوټ که ،وې چل چل دے له څه وے؟