سعود الحسن د لیک ځواب د خپلو چاپ شویو اثارو په ملتیا راوستاوه ، کله چې څرګند ه شو ه چې د هغه سره غېر ددغې رسالې نه د اسرار الافغان په باب بل څه نشته نو دهمدې رسالې هغه برخه چې د کتاب په باب مهمې څرګندونې لري د اردو څخه پښتو ژباړې ته خوښي کړي د رسالې نوم اسرار الافاغنه دی دې د کتابت کال یعنی د اصلي نسخې ۱۵۸۰ ع ښود ل شوې دی ،لیکوال یې حسین ابن صابر این خضر دی ،اردو ژباړه او پیژندنه یې سعودالحسن خان روهیله کړی د کتاب په لومړۍ پاڼه کې د پيژندنې تر سرلیک لاندې لیکل شوي ژباړه په منځنۍ پیړۍ کې د پښتو په نژاد او نسب باندې ډېر کتابونه لیکل شوي،چې مشهور کتاب مخزن افغاني دی چې په کال ۱۶۱۲ ع کې کتابت شوی او په هغه کې په پوره تفصیل سره د پښتو په شجرې او قبایلي وېش باندې خبرې شوي ،تر مخزن افغاني تقریبا ۱۶۰ کلونه وروسته په ۱۷۶۱ م کال کې د حافظ رحمت خان خلاصه لانساب کتابت شوی،په مخزن باندې اکثره دا اعتراض کیږي چې هغه یوه درباري مورخ لیکلی او د مغلو د طنز څخه یې د خلاصیدو په خاطر پښتانه د یهودو د نسل څخه ګڼلي د، په دغه وخت کې نور کتابونه لکه شېرشاهي،مشتاقي واقعات یا تاریخ داودي ددې ذکر نه لري چې پښتانه د یهودو دنسل څخه دي ، د مخزن څخه وړاندې تواریخ دولت شاهي ۱۵۴۸ م چې د شېرشاه یو امیر ته منسوب دی هم ددې ذکر کوي چې پښتانه یهود دي ـ د اسرارالافاغنه تصنیف هم د هم دغه عصر دی خو داسې ګومان کیږي چې دا اثر به د تواریخ دولت شېرشاهي وروسته په لنډیز سره لیکل شوی وي
په دې اثر کې هم پښتانه د بني اسرایلو سره تړل شوي ددې اثر لیکوال د افغان یا مغل ددربار څخه نه ښکاري بلکې هغه د یوه صوفي مرید دی ، په دې اساس موږ ویلای شو چې دغه تصنیف د عوامو د یوې ټولي په مینځ کې لیکل شوی او ددوۍ په مینځ کې په روایتونو باندې بنا خبرې پکې شوي ،د اسرارلافاغنه د مصنف نوم حسېن دی او دده پوره پېژنده داسې ده حسېن این صابر ابن حضر، ده دا کتاب په پښتو ژبه لیکلی او په پوره باور سره ویلای شو چې دا ډېر ضخیم وو ، لنډه برخه یې ستاسو د وړاندې ده ، دکتاب د متن څخه ښکاري چې دې پوه او د فضیلت خاوند وو
نوربیا