د طاهراپریدي پېژندګلو

طاهراپریدي د جنورۍ په څلورمه نېټه کال ۱۹۳۹ کې د ښاغلي میر اکبر خان کره سترګې پرانستې دي ـ د قام قبیلې په لحاظ د بوړه نومې کلي ژواکی اپریدی دی ـ د معاشي ژوند په لړ کې د ډېر مودې راهسې کراچۍ کې مېشته دی ـ په خپل خاندان کې بس یک یوازې د ادبي ذوق څښتن دی ـ د کراچۍ نه خپریدونکو مجلو "عدل" "پلوشه "په ادارت کې پاتی شوی دی ـ د" جرس" په نامه خپریدونکې مجلې مدیر او مالک هم دی ـ
طاهر اپریدي په لومړیو ورځو کې شاعري کوله خو د کال ۱۹۶۲ راهسې یې په نثري ادب ګوتې ورپورې کړی دي او نن سبا د پښتو ژبې یو مشهور افسانه لیکونکی دی ـ ځېنې افسانه لیکونکي نوموړی د علامتي افسانې امام بولي ـ طاهر اپریدي په اردو ژبه افسانې او یو هم کښلي دي ـ طاهر صېب د خپلو افسانو تیګه د پښتنې ټولنې  په چاپيریال او کلتور ایښې ده ـ
طاهراپریدی د درویش ضمیر څښتن دی،په افسانوي ژبه کې د معاشرې د خرابو کړونو اود طبقاتي نظام  په سختو ټکو کې غندنه کوي ـ نوموړي د دغو خامیانو د ژرړو ویستلو دپاره یې تل خپل قلمی جهاد ته ادامه ورکړی ده ـ
طاهر اپریدي د پښتو افسانو سره سره سفرنامې ،رپورتاژونه او ناولونه هم لیکلي دي ـ دطاهراپریدي چاپ شوي کتابونه دادي ـ


د محلونو خوا کې                            افسانې
پاڼې پاڼې                                      افسانې
سفرپه خېر                                    سفرنامه
لاره کې ماښام                               افسانې
سفرمدام سفر                              سفرنامې
دیدن                                         اردو افسانې
جانان مې قطرته روان دی                رپورتاژ
ګوتې قلم ته په ژړا شوې                 مرتب
بیا هغه ماښام دی                        افسانې
کاڼو کې رګونه                            ناول
نورخوبونه نه وینم                       افسانې
لاړ شه پېښور ته                          رپورتاژ
په زنځیر تړلی خوب                    افسانې
ځه چې ځو کابل ته                     رپورتاژ
تیري انکهین خوبصورت هین      اردو ناول
د څو لحظو لویه قیصه               افسانې