غزل
چې یار دیدن راله په داسې سرې غــــــرمې راکوي
پښتو وطن دی بیا دې خدایې راله پردې راکوي

زمونږ د قام دا مشران اخته کوي مونږ په څه؟
قلم مو اخلي له لاسونو تمـــــــــــــانچې راکوي

عجیبه خلق دي وهي مــــــو وایې ژاړې به نه
هم په سر راکــــــاږي لاس هم دلاسې راکوي

راکوي سنګه دا اغیار چې مېلمستیا نن مونږ ته
یو تال کې غوښې مو د ورور بل کې زردې راکوي

مونږه جامونه ډک د وینو ورکـــوو او دا دوي؟
خاورې بدل کې راکوي او کـــــه اېرې راکوي

شاهده پوه نه شو په دې خــــــــلقو ددې زمانې
هم مو دښمن ګڼې هم لاس د یـــــارانې راکوي
شرافت علي شاهد کراچۍ