غزل
ما ستـــــــا له غم دســــــترګو توره ژړا کړې نه ده
په زنـــــــدګي مې دا زړه خـــــوره ژړا کړې نه ده

داسې لا نه ده پـــــــه جفـا دې چې غریو نه نیولمه
خو ما د خـــــــلقو د پېــــــــــغوره ژړا کړې نه ده

ما تل تویې کــړې له ماښامه تر سهار دي اوښکې
ما یوه شـــــــپه چرته نیمـــــګوره ژړا کړې نه ده

ستا په ځــــــوانۍ به مې لا اور وه لــګولې پخوا
خو ګرانه ما چــــــرته سرتوره ژړا کــړې نه ده

نه مې خبر کړه په ځان خلق نه مې ته رسوا کړې
په تنهایې کــــــــــې مې په زوره ژړا کړې نه ده

که ما ژړلــــــــي دي خو ته مې خندولې یې ګل
پښتون یم ما کـــــــله بې پــوره ژړا کړې نه ده

حېران په دې یم چې خلق ولې په تا تور لګوي
ما خو تر اوسه پورې توره ژړا کـــــړې نه ده

ما به ژړلي وي هـــــېبته خــو د یار په مخکې
ما د ماشوم غوندې تر کوره ژړا کـــړې نه ده
هېبت خان شیراني کراچۍ