غزل
چــــــــــــــا چې لوټ کړی دی زما د زړه قرار پيره
هغه تـــــــــــــــه ناست یم د مودو نه په دې لار پيره

ماتـــــــــــه زما ښاپــــــــــــيرۍ کمه هم د قافه نه ده
مثال یې نشــــــــــــته د وفا او د سیــــــــــــنګار پيره

چې مونږ جدا یو نه مني زمـــــــــــونږ وجود قامونه
چې مونږ یو نه یو څه مو حــــــق څه مو اختیار پيره

خدایې خو دې هر میئن په عشق کې د ادم غوندې کړي
چې محفل سور وي د منګي او د سیـــــــــــتار پيره

بې نامه وو خو اوس د ژبې سر مو هـم شولو غوڅ
چې مو د خپلو پښـــــــــــــتنو جوړ شو سرکار پيره

زما د ژوند هره لــــــــحظه ده د هـــــــــغو په نامه
راشي چې څوک د خپـــــــــل زپلي قام په کار پيره

د وطن سره خو ســــــــــره خو ګټه یې هم د فارس
چېرته که مونږه هم ځــــــــــــانونه کړل د کار پيره

په قربانۍ کې د ســـــــــــــــــرونو مو جمود رانغلو
بیا اخر ولې؟ ځو پســـــــــــــتۍ ته وار په وار پیره
حسرت بونیری  کراچۍ