غزل

ستا داوربل په سيوري ماچرته دمه ونکړه
دغې دامن کلي کي مي چرته شپه ونکړه

تا يويو تار دزلفو کړلو په رقيب چې ګاڼه
په ما څه تير شو تا ددغي اندازه ونکړه

ما درته ژوند په يوه ټپه کي کيسه کوو جانانه
خو ستا دسترګو په اثر کي مي ټپه ونکړه

دادي دکومي پښتونخوا په وره کي ودرولم
چې لاتر اوسه مي دځان هم تماشه ونکړه

لمبه څهره دي پټه راوړه هم دي پټه يوړه
دومره دي هم دعشق پرستو تماشه ونکړه

دملاکنډ په سر يو روح ځکه خفه ولاړ وو
چې چا دهو! چا دسرتور فقير نعره ونکړه

دچا دفکر سونامي وې لړزولی يوه ورځ
ساګره هاغسي چپه دي په چپه ونکړه

ساګر تنقيدي