پښتونخوا،های غریبه پښتونخوا
                                                            
د ۲۰۰۸م کال په شورو کې چې کله په پاکستان کې عمومي ټولټاکنې ترسره شوې او پیپلز ګوند او اتحادیانو یې پکې برې ترلاسه کړو نو په دغه اتحاد کې پښتون قام پًرست ګوند عوامي نېشنل پارټي هم د پیپلز ګوند سره په ایتلاف کې شریکه وه او لا هم ده  ـ
د عوامي نیشنل پارټۍ او پیپلز ګوند ترمنځ د شوي ایتلاف شرطونه کوم وو؟ او یو ګوند بل سره کوم ډول ژمنې کړي دي ،ددې بشپړ مالومات خو منظر عام ته نه دي راغلي ،البته د صوبه سرحد د نوم بدلولو شرط خامخا وو ـ داسې ښکاریده چې د پیپلز واکمن ګوند د نېشنل عوامي ګوند دغه خبره په سر سترګو منلي وي ،ځکه خو د پاکستان ولسمشر ښاغلی اصف علي زرداري د پارلیمنټ لومړنۍ شریکې غونډې ته د وېنا په مهال په زغرده وویل چې د نن نه روسته باید صوبه سرحد ته پښتونخوا وویل شي
د ښاغلي زرداري ددې بیان وروسته د پاکستان مطبوعاتو دا لانجه په سر واخیسته او دغه شان په دې اړه تاوده بحثونه پېل شول ،مذاکرې وشوې،ټاک شوز ترسره شول آن تردې چې دا نوم په دې توګه د هر چا غوږونو ته ورسیدو ـ د پښتنو مشرانو نه علاوه آصف علي زرداري او الطاف حسین ددې وروسته کله هم صوبه سرحد نوم په خُله وانه خېست او تل یې دغه صوبه د پښتونخوا او ددغه ځایې اوسیدونکي پښتانه یاد کړل (ددې نه مخکې په دې سېمه کې پښتانه یوازې د پټهان په نامه یادیدل)
پیپلز ګوند واک ته د رسیدو سره سم دا کار هم وکړو چې په اساسي قانون کې یوه ضمیمه ورزیاته کړي او د مشرف په وخت کې ددغه هیواد په اساسي قانون کې  راغلي ځېني بدلونونه ختم کړي او د واک سرچینه بېرته پارلیمنټ ته ورکړل شي ،په دې خاطر پیپلز ګوند یو ایني پيکج په نامه یو بِل جوړ کړو ،په دغه بل کې د لېرې کړې شویو ججانو د بېرته د بحالۍ ،د اوولسم ترمیم د ختمولو نه علاوه یوه ماده دا هم وه چې صوبه سرحد نوم په صوبه پښتونخوا واړول شي ،نو ځکه خو د ای این پي مشرتابه او نورو قام پرستو ګوندونو دغه بل د ځان دپاره یو نېک پال ګڼلو ـ
د مارچ په میاشت کې د مسلیم لیګ (ن) له خوا د ججانو د بېرته بحالولو دپاره ترسره کیدونکي لوي لاریون په نتیجه کې که یو لور ته افتخار چودري او نور قاضیان بېرته بحال شول نو ورسره ورسره د صوبه سرحد نوم په صوبه پښتونخوا بدلولو خبره یو ډول ژورې کندې ته د ورغورځیدو په حالت کې شوه ـ او هغه دا چې د ججانو د بحال کیدو له سببه د هغې ایني پېکج څخه یوه ستره ماده حل او خارج شوه او بل دا چې  د پیپلز ګوند او مسلیم لیګ نواز ګوند ترمینځ د حل شویو شخړو په نتیجه کې د ایني پېکج یوه بله ستره مسله به هم یا خو حل شوي وي او یا به دواړې خواوې څه نا څه حل ته نزدې شوي وی ،او هغه دا چې څنګه باید پارلیمنټ ته بېرته اختیارات ورکړل شي او ۵۸ /۲ بي ختم کړی شي ـ دپیپلز ګوند او نوازلیګ ترمینځ ددغې مسلې د حل کیدو وروسته په ایني پېکج کې پاتې یوازینۍ ستره مسله د صوبې د نوم بدلولو ده ـ  دواکمن پیپلز ګوند او مسلیم لیګ نواز ترمینځ جوړ شوی ایتلاف  ای این پي او د صوبې د نوم د بدلولو دپاره د خطرې د سایرن څخه کم ځکه نه دی چې مسلیم لیګ نواز د صوبې د نوم بدلولو لوي مخالف دی ـ چونکې دواړه مخالف د یو واکمن ګوند اتحادیان دي نو ځکه خو به اوس  واکمن پیپلز ګوند یا  مسلیم لیګ نواز ډله خفه کوي او یا به د ستونزو په وخت کې خپل وفادار ای این پي ته څټ کې ټقه کوي ـ
د ججانو د بحالولو او پارلیمنټ ته د اختیاراتو ورکولو په مسله کې نواز لیګ سرګرم وو نو اوس پوښتنه داده چې چې ایني پېکج کې پاتې دغې مسلې د حل په اړه به  ای این پي هم څه پروګرام وضع کړی وي او که نه توکل په خدایې والا خبره ده ؟
نوازلیګ خو دواړه خپلې غوښتنې په بریالیتوب سره تر ټولو مخکې هموارې کړې او اوس د ای این پي امتحان شورو شو ،او په دې امتحان کې بریالیتوب د ای این پي دپاره یو چلینج دی او هغه ځکه چې دا ځل په دې امتحان کې بریالیتوب چې هر څنګه وي لازمي دی ـ په دې امتحان کې بریالیتوب دا هیڅکله نشي کیدی چې د پیپلز ګوند له لوري په انکار سره دې ای این دموجوده حکومت څخه ځان مرور کړي او حکومت دې پریږدي  او د اپوزیشن په چوکو دې کیښني (لکه څنګه چې یې د نوازشریف سره د نوي په لسیزه کې کړي وو) ،دا خو کامیابي نه بلکې بدترینه ناکامي ده ـ د ای این پي بریالیتوب به دا وي چې د ا خبره (د صوبې نوم بدلونه) که په هر هنر وي باید په هغوي ومني او په اساسي قانون کې د راتلونکي ترمیمونو په سر کې باید دغه مسله کیږدي ـ او په دې اړه ددې خبرې مخالف ټولو ګوندونو سره سنجیده خبرې اترې وکړي او هغوي په دې راضي هم کړي چې په دغه نوم بدلونه کې د هیچا بېخېري نشته او د ټولو پکې خېر دی  ـ