مزاحیه قطعې
ګوهر علي ګوهر بټ خېله پښتونخوا
سه روزه
په سه روزه کې مـــــــــــــــــــــې پلار ولیږلم
وې یې که چرته ترې ســــــــــــــــړې جوړ شي
چې کور ته راغلم وي سي آر مې مات کړو
اوس مې تــــــــــــــړي که چرې دی جوړ شي
پښتانه او نسواز
پښتانه هر ځایې کې روزګار لټوو
سپوږمۍ ته خیژو چېرته لار لټوو
چې پښتنې تهذیب قایم پاتي شي
مونږ په جنت کې به نســــوار لټوو
چپل
د خپل بچي نه پټیدم کوڅـــه کې
ورته ښکاره پناه کیدم کوڅه کې
د ګاونډي د کـــــــوره راغلو چپل
رسا په څټ ولـــــــګیدم کوڅه کې
د رحمان بابانه په معذرت سره
داسې خېر دی په سینډلومې تل ووله
رقیبان به ویې کړي ټوقې مشغولیږي
ددې راز نه خو خبر"عبدالرحمان "کړم
"په باداره ونه تل کاڼـــــــــــــــي وریږي"
د خوشحال بابا نه په معذرت سره
یوه خبره درته کومه برخـــــــــــــــــورداره
وصېت مې دی لیکلی ستا دپــــــــــــاره
چې وهل خوري او د ښځې نه یریــــــږي
"په جهان د ننګیالو دي دا دوه کــــــاره"
د اباسین "بابا" نه په معذرت سره
جامې سپینې ګرځومه څپلۍ تورې
طمع هیڅ را نه د کار مه کوه مورې
خالي جېب زما د فکر ترجمـــان دی
"که زما د شخصیت حدونه ګورې"
حوالات
پلار مې بندي په حـــــــــوالات کې کړمه
وې یې چې ته دا تش سګرټ ولې څښې
په جېل کې دومره اصـــــــلاح اوشوه زما
چې راوتم پوډري شـــــــــــــــــــــــــوی ومه