د غني خان په شاعرۍ کې د معرفت څرک (دویمه برخه)
پروین ملال
دعرفان او معرفت په دایره کې د اشراق څرکونه هم د غني په ځینو شعرونو کې چې حقیقتونو د رک او د الهام نه سرچینه اخلي راڅرګندیږي . اشراق دلسان الغیب او ستر عارف شاعر رحمان بابا په شعرونو کې ډېر ځایې لري .غني هم د اشراق کوڅو ته ننوتلی او په دغه کوڅو کې د هغه ددغه سندور انګازې ابدي شوي او د کاغذ په سپینو پاڼو باندې د مطلق ښایست دغه انځورونه انځور شوي
منصور یو لېونی و،د معشوق اداب یې هېر کړه
منصور یو لیونی و، د مستۍ شراب یې ډېر کړه
وې مستي دا زمانه ده د جانان دسترګو تور دی
زما د خولې خبرې هم تورات دی هم زبور دی
منصور وې خلقه واورۍ چې زه نور او زه رڼا یم
زه ګل یم،زه بلبل یم،زه وصال زه محبوبا یم
منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی د جانان
دا نه دی منصور نه دی دا سرور دی د جانان
منصور د عرفان او معرفت د لارې سرښندلی لاروی ،هغه صادق مین چې غېر د خدای نه یې هرڅه هالک او فاني بلل ،پېړۍ پېړۍ وروسته د غني تفکر ته د شعر د الهام سره راځي او خپل د مینې او وفا کیسه پوره کوي ـ
غني کله کله په کایناتو کې د هغه د موجودیت په نښو پسې خپل د تفکر په تخت کیښني چار چاپېره چې نظر کوي نو دهغه جلوې ویني
یو ټکی د رنګ کې
دریاب رنګا رنګ
يو څاڅکی د ساز کې
هم سور او هم شرنګ
د هر ګل په ژبه
رازونه د طور
دې بت کې د خاورو
دا تال د ابد
د څاڅکي په مخ کې
جمال د ابد
ثبوت ما ته لوي ستا د ځان کوم دی
ګواه ما نه ښه ستا د شان کوم دی
هغه یو ځلې د کایناتو په رنګ د هغه د وجود اقرار کوي او د انسان د مقام چې اشرف المخلوقات د ی ثبوت داسې ورکوي چې ستا د جلال او شان متعارف او ژبه خو زه یم ـ
زړه مې واچوه په تال کې
د جومات کوڅې ته لاړم
ما وی دا مې صدقه ده
د خدای (ج) د ذات پېژندنه په زړه سره کیږي . زړه په انساني وجود کې د الهي مینې مرکز دی ،زړه دی چې په یو قدم کې انسان د فرش نه عرش ته رسوي او په انسان هغه څه کوي چې عقل ورته عاجز وي . منصور دار ته رسوي او زلیخا ته د مقدسې رسوایې هار په غاړه کې وراچوي ،غني هم د صدقې دپاره خپل زړه چې ټوله مېنه ،مینه دی په تال کې مسجد ته چې د خدای (ج) کور دی وړي، چې همداسې باید وشي اذکار او ثنا هم په حاضر زړه کیږي
هو!مینه ده چې د سپیڅلي شهادت وسیله ګرځي
هو!مینه ده چې د خدایې په سپیڅلي کتاب قران کې د (یسبح لله ما فی السموات و الارض) په جمله کې د کایناتو په تسبیح کې څرګنده پرته ده. غني هم ددغه حقیقي مینې رڼا مېندلې او مجازي مینه ورته هوس ښکاري او حقیقي مینه ،مینه ګڼي ، د عشق یوبېت ته تمیږو
عقل له که راشي د سپوږمۍ د رڼا تار
دې مستانه زړه له یوه حوره د تاتار
دا د مستۍحد دی او د حد بندیوان نه دی عشق
مسته رنګیني دا نه ده غم د جانان عشق
عشق یو وجد درب دی په وجدونو د انسان کې
یو د مینې ساز د زړه په سوي قبرستان کې
روح د ړوکي ګل د سپرلي سترګو د خزان کې
مرګ عشق ته حېران دیخو مرګي ته حېران نه دی عشق
خوب د ځوانۍ نه دی د خوبونو ارمان نه دی عشق
سیندونه بهیږي چې د تاتار د حوری عشق
ورته هوس او د مستۍ حد ښکاري،هغه عشق
چې ابدي دی او فنا نه مني ،هغه عشق چې انسان په وجدونو کې د سپيڅلي نور په شانې د بریښنا د پړک په ډول په زړه راځي او ژر تېریږي
زه یو تور د تېرې سېورې،ته د زمکې اسمان نور
بې کنار دریاب د رنګ ته زه یو څاڅکی د سرور
هغه ته چې د کایناتو ذره ذره یې په رنګارنګ جامو کې جلوې خپروي او په هر رنګ کې جلوه ګر دی د رنګ بې کناره دریاب ویل د غني د تفکر په رنګ کې د مطلق حسن د یوې ذرې درک دی .
کومه لار چې اخلي خو مقام یې بس یو دی
دلته زر جوماته دي امام یې بس یو دی
هو ! لارې ډېرې دي ،ژبې ډېرې خو ثنا او ذکر یو دی ،محرابونه ډېر خو قبله یوه ده ، د بیا ن انداز بېل بېل خو ستاینه د یوه احد ده ،لفظونه ډېر خو نوم یو دی ،هغه چې حق دی ،هغه چې د ابدي جمال سندره یې د ټولو موجوداتو په وجود کې د ازله تر ابده زمزمې کوي
که یکی هست و نېست جز او
وحده لا الله الا هو