پروین ملال
ژوند او د ژوند فلسفه د مجازي او حقیقي حسن ادراک د کایناتو رنګونه د خدایې ج د ذات تړون د مخلوق سره د انسان زنځونه ،کړاونه ،مینه ،نفرت او د ژوند په ډګر کې د هغه سره جدوجهد د کایناتو انځورګري د غني د شاعرۍ ستنې دي .

عرفان او معرفت په نړیوالو ادبیاتو کې خاص مقام لري ـ هغه ځه چې مولانه په عرفان کې دهغه اظهار کوي ،شنکرا په هند کې هم هغه نکته بیانوي او هم هغه فکر په اروپاي حکمت کې ځلیږي ـ د غني په شاعرۍ کې هم د معرفت څرکونه را څرګندیږي حسن دی ،
بس حسن چې هم خدای ج او هم جانان دی ـ
دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی
یو د ګلاب مخ کې چې ښکاره کوم ځوابونه دي
نشته یو هم نشته د منطق په کتابونو کې
مرحوم غني چې په پورته بېتونو کې د ګل ښایست د خدایې ج د معرفت دپاره د هغه د کایناتو په لایتناهي حسن کې غوره کړی،دا دده د درک او ذهني بشپړتیا کامله نمونه ګڼلای شو . مولانا جلال الدین بلخي وایي
پای استدلالیان چو بین بود
پای چوبین سخت بې تمکین بود
تامست کارلایل وايي حقیقت پېژندنه د زړه کار دی نه دسر
که ورته غور وکړو نو د خدای ج د معرفت دپاره دا درې واړې نظریې یو د بل عکاسي کوي ، د غني معرفت پطژندنه چې د خدایې ج د بې مثاله ښایست او موجودیت جلوې د ګل د مخ په ښایست کې لټوي نه په منطق او دلیل سره دده د ښایست پېژندنې د ښکلې سلیقې څرګندونه ده
حضرت غزالي د خضرت عباس رض په یوه روایت حواله ورکوي چې هغه فرمایلي دي چې ځېنو د خدایې باره کې فکر کاوه ،حضرت رسول اکرم ص په دې مورد کې هدایت ورکړو چې دده په مخلوقاتو کې فکر وکړۍ ،او په ذات کې یې فکر مه کوي چې تاسې طاقت نه لرۍ او دده په قدر به ونه پوهیږۍ
دهرات پير حضرت خواجه عبدالله انصاري رح وایي
مجرد علم و الهي ذات ته د رسیدو لاره نه لري ځکه چې عقل پخپله مخلوق دی او قدرت یې محض دومره دی چې پخپلو هم مثلو شیانو (مخلوق)باندې پوه شي ـ
د غني په شاعرۍ کې د افاقي حسن او ښایست پيالې په څڅیدو دي ـ د هغه شعر چې په هره موضوع کې تشبیهاتو کته کړکۍ پرانیزي نو د حسن او ښایست وړانکې دانسان دذهن دهلیزونو ته رالیږ دي که د ویلیام شکسپير تشبهات طوفانونه او سلۍ دي یا د سارتر تشبیهات حشرات د خیام تشبیهات شراب یا د حافظ تشبیهات باده،د غني تشبیهاتو کې د حسن ذکر ډېر دی او دده په شعغرونو کې ښایست په کثرت سره په معرفت کې ځان راڅرګندوي
اوه تپوس د حسن مه کوه
سمندر شي څوک تللې؟
څوک سپوږمۍ شي رانیولی؟
څوک زهرا شي ښکلولی؟
حسن پلار د مینې او مور د عشق
پکې پټ دي ټول سپین او تور د عشق
دغني په دې شعرونو کې د هغه اساسي معرفت څرکونه دي چېد عرفان نه حاصلیږي او هغه دادي چې خدایي مینه ده او مینه خدای دی ـ مېنه خلاقه یا جوړونکې ده او خالق مینه ،مینه د جوړولو مایه ده ،او جوړول د مینې نتیجه ده ـ خالق یعنې خدایې مین دی،او مخلوق دهغه مینه، څنګه چې مخلوق د خالق نتجه ده نو معشوق هم خپله دی
د هګل د حال ژبه وایي
خدای په نړۍ کې نشته ،بلکې نړۍ د هغه په خدایې کې ده ـ ټوله هغه او حقیقت دی او نړۍ د هغه جلوه او جز ده
که د هګل دا نظریه او د مرحوم غني خان (مینه او حسن)شعر سره یو ځایې کړو چې وایي
ستوري ته اسمان کې یوه ورځ ووې هلال
خدای ادم له مینه ورکړه مونږ له تش جمال
زه به په خندا ورکړو دا خپل ښایست د کمال
ماله که یو څاڅکی مینه راکړي څوک په سوال
مینه حقیقت حسن سایه د حقیقت ده
حسن له زوال شته مینه نه لري زوال
دمنصور حلاج د دیوان په سریزه کې یو ځایې لولو ....که ټول کاینات دهغو دودي او