شمالې ټلواله (په افغانې ټولنه کښې د بشرېت ضد کړنو بنسټپالان)
هېواد د راتلونکې ټولټاکنو په درشل کښې دې . په سېمه اېزه توګه باېد داسې خلک وټاکل شې چې روښانه ماضې ولرې او دعلم او پوهې څېښتنان وې ، باېد بې علمه او بې عمله اشخاص نور د ملت د سرنوشت په ټاکلو کښې له شمېره واېستل شې .
لدې سره سره باېد هغه ډلې ټپلې هم د راېو له لاسته راوړنې نه بې برخه شې چې تل ېې په رسمې او غېر رسمې توګه دانسانېت اقدار ، او معېارونه له منځه وړې دې چې پدې لړ کښې شمالې ټلواله ډېر بد نوم لرې .
که څه هم د افغانستان په سېاسې تارېخ کښې داسې ډېرې بېلګې شته چې په خوله ېوڅه وېل شوې دې او په عمل کښې بېا بل څه ترسره شوې دې البته د سېاسې رسمې سرغړونو او بشرې جناېتونو ژوندې بېلګې په افغانې تارېخ کښې په لومړې ځل ددې بدمخې ټلوالې له لورې پېل شوې چې بېا ورته اعمالو رواج وموند .
دمجاهدېنو ټول خپل منځې تعاهدات مات شوې دې ، د کعبې تړون ددوې پر سېاسې تندې تور داغ دې .
جنرال مالک هغه څېره ده چې د شمال مزارشرېف تړون ېې د طالبانو پر وړاندې په زغرده مات کړ او ېو لوې بشرې جناېت او قتل عام ېې رامنځ ته کړ او لدې سره سره ېې له رسمې تعاهد او تړون نه په زغرده د سرغړونې بنسټ کښېښود .
وروسته بېا ورته عمل رشېد دوستم هغه مهال ترسره کړ چې له طالبانو سره ېې کړې د قندوز تړون د مظلومو قېدېانو د بې رحمانه قتل عام له لارې تر خپلو سپېرو پښو لاندې کړ ، پر دې ېې سرپه ونه کړه او په شمالې سېمو کښې د پښتنو په ډله اېزه توګه د زورونې لړې پېل کړه چې په ېوه نه ېوه بڼه اوس هم دوام لرې .
همداسې افغانستان په روان سېاسې ناورېن کښې طالبان هم پدې ډګر کښې ترچا پاته ندې .
دوې هم بشرې او انسانې جناېتونه د سېالې په طور تر سره کوې پداسې کولو سره دوې له امرېکا او نورو جناېتکارو ډلو سره ځان برابروې .
دجاسوس په بې سراو پاېه تور د بېشمېره بې ګناه مومېنو افغانانو سرونه غوڅول هېڅ بشرې او اسلامې اړخ نلرې .
د عام المنفعه (د ډلېزوګټو) بنسټونه له منځه وړل او پر عام مېشتو ځاېونو ناروا لعنتې ځانمرګې برېدونه کول ددوې همدا لېونتوب څرګندوې .
البته ددې لوېو جناېاتو سره ېولړ نور غېر سېاسې جناېتونو هم اوس په ټولنه کښې بېخ موندلې چې رېښې ېې کښل د افغان اولس او ملت ستره دنده ده او راروانې ټولټاکنې ېې غوره مهال دې .
پدې ډلې کښې د اېن جو ګانو په بڼه کښې او همدارنګه د منتخبو دولتې او پارلمانې غړو په بڼه کښې هغه اشخاص او ټولنې دې چې ځېنو ډولونو سره ېې افغانانو زورولې دې او هم ېې دهېواد شتمنې په دواړو لاسونو لوټلې دې . ددې خلکو له لورې په راروانو ټاکنو کښې ېو ځل بېا ځان مطرح کول ېواځې او ېواځې پدې مانا دې چې له تېر حساب نه ځان وژغورې .
اوس داخبره ورځ تر بلې روښانه کېږې چې نور نړېوال تر ابده زموږ بار پر اوږو نشې وړلاې راځې چې په خپله د اجتماعې عدل او غوره سېاسې سېټ اپ د رامنځ ته کولو لپاره غوره سېاسې قېادت رامنځ ته کړو او له فاسد رژېم او فاسدو اشخاصو نه نجات ومومو .