د جرس ملګرو به ما او عبدالسلام سلام ته ویل چې تاسو دواړه په پوره کال کې یو غزل لیکۍ،او ریښتیا هم داسې ده چې پوره کال کې چې یو غزل یا نظم راپېښه وکړي نو دا زمونږ دپاره لوي اعزاز وي .
خو مالومه نه ده چې څه چل دی چې تېرو څلویښتو ورځو مې پوره د لسو کالو زور وویستو،ریاض تسنیم وایې چې دا ځکه چې ته( ظفر) او ماښام خټک چې د کوره ووځي او مسافر شۍ نو شاعران شۍ او د سلام رودباري فکر بیا بدل دی ،په تبلیغ د څلویښتو ورځو حال به (تبلیغ نامه کې) بیا کله خو اوس دا غزل
غزل
خپــــــــلې جذبې مې زوروي جانانه
یم کونړ سیند په څېر باغي جانانه
لږ د هغــــــــــو لېمو زیارت خو وکړه
یو اباسین چې تویه وي جــــــــــانانه
مونږ مســـــــــــــتقبل نه ناخبره خلق
یوازې ویاړو په ماضي جـانانه
زما د چم زلمي په دې عصر کې
لمر لا په ګوته پټوي جـــــانانه
یوه مېمونه مې ځکه هېره شوله
اوس مې زلمي حلالوي جانانه
ظفره! ستا او د رســــــــۍ ترمنځه
فاصله کمه ده ،بیخي جـــــــــانانه
ظفرکریمي کراچۍ
۲۶/۰۳/۲۰۰۹