غـــــــــزل
چې ټوله ورځې د خــــــــــــــــــولو معاوضه واخلمه
اوړه پرې او نه شي نو جانان له پرې رانجه واخلمه
په روغو سترګو کې په لـــــــــــــپو لپو شګې نولم
چې ســـــــــتا د شونډو د ټکور نه پرې مزه واخلمه
وېمه په دې که د خپل قتل خطا معــــاف کړي راته
د حسرتــــــــــــــــــــــــونو مقبرې له ګلدسته واخلمه
یو مې د زمکې نــــــــــــــه او بل مې د اسمانه ولي
کوم مې قاتل دی او د دوســـت چاته نامه واخلمه
د حسن خپل سره زما زړه ورتــــــــــــــه هم اوښایې
د ښکلو ښــــــــــــــــــکلو له چې داسې اینه واخلمه
ډول او ســــینګار له خو بلها بلها څیزونه شته دی
تنکۍ راواخلمه ،چارګل او ټیــــــــــــــــکه واخلمه
ګوهر علي ګوهر بټ خېله پښتونخوا
تګ د حالاتو سره خوند کوي خو دومره نه چې
د لوپټې په ځایې وړه شان ریښه واخلمه