د تیری اتم کال پیل شو
په افغانستان باندی دامریکی په مشری د ( ناټو یا آيساف ) د تیری اتم کال پیل کیږی ، په تیرو اوؤ کلوکې امریکا او نا تو نه یواڅی داچی په افغانستان کی د امنيت په ټينګولو پاتې راغلې، بلکی له بده مرغه همدا ځواکونه دملکی وګړو دمرګ اد ژوبلی عاملین ګرځیدلی دی او ورځ په ورځ یی شمیر زیاتیږی. امریکایانو لخوا د تیری له هماغه لومړۍ ورځې څخه د افغانانو له ژوند سره په مجموع کې او د ملکي وګړو له ژوند سره په ځانګړې توګه په ډېرې بې پروايۍ او بی رحمی چلند شوی او کیږی . په دې وروستيو وختو کې دغو وژنو ډیر پراخ اوغمجن ابعاد غوره کړي، غربیانوهم دا اعتراف کړی چی دامریکا او ناتو د ځواکونو د خپل سری او ناسمو عملیاتو له املّه په ۲۰۰۸ میلادی کال دملکی وګړومرګ ژوبله په سلوکی ۴۱ زیاته شویده ، د استوګنو پر سيمو پرله پسې ړندې بمبارۍ ترسره کيږي او ډېر د ودونو او ښادۍ مراسم په وير اړول شوي د امریکایانو لخوا د واده جوړې ته بمونه او توغندي د ډالۍ په توګه لیږل کیږی ، چې د هسکه مینی ، شينډنډ، وچ باختو، شاه وليکوټ او خوست ویرجنی پیښی يې ورو ستۍ بیلګی دي.
د افغان ولس د پرله پسې نيوکو او اعتراضونو سره سره ، له یوی خوا دملکی وګړو د وژنو په کچه کې کوم کمی نه دی راغلی، له بلی خوا دامریکی او ناتو د څواکونو قوماندانان د معمول سره سم پر پیښو او واقعيتونو سترګې پټوي. او د تل په ځیر نونوی پلمی او بهانی وړاندی کوی وسله وال مخالفين هم د ملکي وګړو ژوند ته ارزښت نه ورکوی ، د خلکوسره زور زیاتی کوی افغان ولس دمخا لفینو له خوا (جاسوس) ، دامریکا او ناتو لخوا د( تروریست ) په نوم وژل کیږی، موږ دا منو چی د دولت په مخالفانو کی تروریستان شته چی عام وګړی یی په چل و ول اویا په زور سره د ځان ملګری کړی . مخالفین که هرڅوک دی تروریست یا القاعده ، نن دافغان ولس د شمنان بلل کیږی ولی د دی ما نا دا نده چې بهرنی ځواکونه دې د استوګنې پر سيمو ړندې بمبارۍ وکړي ما شومان ، ښځی، او سپین ژیری په وینو ولړی، او بيا دې پړه پر نورو واچوي. د بهرنیو ځواکونوله بې پروايۍ او بې رحمۍ ډ ک چلند د افغان ولس ترمنځ ناهيلي او ژوره کرکه رامنځته کړې او هغه ځواکونه چې په پيل کې د مرستند ويانو په سترګه ورته کتل کیدل ، اوس همدغو ځواکونو د یرغلګرو بڼه غوره کړی د ولس دکرکی او نفرت سره مخامخ دی په خاصه توګه امریکایان . دوی د فغانستان ولس دود دستور او حتی مذهب ته درناوی نکوی . د۲۰۰۹ کال د فبرال د میاشتی په ۲۷ نیټه امریکایی او پولندی پوڅیانو د غزنی ښار جومات ته په ډزو کولو ورننوتل لمونڅکونکی یی ووهل دغزنی دښار دخلک د آیساف دپوڅیانو دی جنایت له امله اعتراضیه مظاهره وکړه ولی افغان پولیسو په مظاهره کونکو ډزی وکړی او شپژ تنه یی ټپیان کړل
له بده مرغه د داسی ناوړه پیشو د تکرار او تکرار سره سره د افغانستان دولت هم ونه شوکولی د يوه ملي دولت د نده او مسووليت ترسره کړي ، د افغانانو د ژوند له حق څخه دفاع وکړي، د بې ګناه وژنو مخنيوی وکړي او د وژنو عاملين محاکمې ته راوکاږي.
د افغانستان خلکو د ۲۰۰۸ کال د لندی په اتمه د افغانستان ملي سراسري جرګی ، په رابللو سره یو ځل بیا پدی اړوند خپل داعتراض غږ پورته کړ دغی جرګی د شاوخوا سلو سياسي ، ټولنيزو،مدني سازمانانو او قومي شوراګانو استازېتوب کولو ، د ( افغان وژنه بس کړی ) په نوم په کابل ښارکی لوی لاريون له لارې خپلی غوشتنی د افغانستان اسلامی دولت . امریکا ، ناتو ، بین الاقوامی سازمانونو او نړیوالوته دپریکړه لیک په بنه واورولی . چی پکی راغلی دی:
- په افغانستان کې پر ټولو بهرنیو ځواکونو( ناټو، ايساف او امريکايي ځواکونه) غږ کوو،چې نور دې په قطعي ډول د استوګنو پرسيمو له بمباريو او ړندو عملياتو ډډه وکړي. موږ ته نور په هیڅ نوم او پلمه د استوګنو پرسيمو بمباري د منلو وړ نه ده.
– د جرګی او لاریون ګډونکونکو امریکا او ناتوته د دی ټکی یادونه وکړه ( دابايد په ياد ولرو، چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دځا نګړو عواملو له مخې د بهرنيوځواکونو شتون زغمل شوی، خو که دوی لخوا د ملکي وګړو وژنې همداسې دوام ومومي اوسنی زغم به په کرکه اوعمومي پاڅون بدل شي)
د لاریون په پریکړه لیک کی راغلی : ژوند کول او په امن کی ژوند کول د انسان طبیعی حق دی که دافغانستان دخلکو دا طبيعي حقونه او نړی وال قوانین تر پښو لاندې کيږي ، نو بهرني ځواکونه دې هم نور له افغان ولس څخه د سوله ييز غبرګون تمه نه کوي.
دامریکا او ناتو ځواکونو د تیرو اوو کالو شتون اوعملياتو تراوسه د امنيت په برخه کې تر ګټې تاوان زيات رسولی ، داسی شواهد شته چی ناتو ځواکونه د افغانستان په جګړه کی د ( لایزری ) وسلوڅخه کاراخلی د نوموړو وسلو استعمال د سترګو د دائمی ړند یدو سبب ګرځی دا کار په ښکاره توګه د نړی والو قوانینو تر پشو لاندی کول او دافغانستان د ولس سره دشمنی ده پدی هکله کافی اسناد د هیواد ولسی جرګی ته هم رسیدلی دی خو داسی شکاری چی امریکا افغانستان دنړیوال سیستم څخه جلا یو هیواد ګڼی ، داسی هیواد چی هیځ ډول بشری حقوق نلری ، همدا وجه ده چی دافغانستان دولس او دولت آواز د دوی غوږوته نه رسئ ، او فقط خپل هدف ته رسید ل غواړی (د نړی یواځنی طا قت جوړید ل) چی تصد یق یی په افغانستان کی واخلی لدی بی خبره چی افغانستان خلکو هیځ کله هم د چا زور نه منلی او نه یی تصد یق کړی ، بر عکس افغانستان لوی سکندر ، چنګیز ، ګوډ تیمور ، انګریز او نو ر یرغلګر په ګونډو کړی او ماته یی تصدیق کړی ده ، که چیری امریکا غواړی دهغوی برخلیک یی نصیب شی ډیره لری نده چی داسی برخلیک به یی په برخه شی ، انګریزی ځواکونه همدا اوس په هلمند کی د خپلو پلارونو سرنوشت سره مخامخ دی مخالفانوته باج ورکوی د سولی او اوربند وړاندیزونه ورته کوی ،که چیری په انګلیستان باندی دامریکا د حکومت فشار نه وای دوی به ډیر پخوا پدی سیمه کی دمخا لفانو سره موافقی ته رسیدلی وای ، امریکا او ناتو ته یوه لار پاته ده هغه داچی د افغانانو حقوقو ته غاړه کیږدی خپل سری عملیات بند کړی، دافغانستان د اسلامی دولت سره په ګډه د مخالفینو پر ضد عملیات پرمخ بوزی د سولیزو حلوڅلو ملاتړ شی ، د اسلام مقدس دین ته او دافغان ولس غوره د دود او دستور ته سپکاوی ونکړی دافغنستان تاریخ د بدلولو څخه لاس واخلی ، او په دی زور واچوی چی څه ډول دخلکو اعتماد او باور ترلاسه کړی افغانان وایی ( په زور کلی نکیږی ـ او کوږ بار تر منزله نه رسئ ) داوخت رارسیدلی چی امریکایان دافغا نستان تاریخ په غور سره ولولی تر څو چی وخت تر وخته تیر نه وی ، د اوؤ کالو په تیریدو سره امریکایان باید پوح شی چی دوی پالیسی غلطه ده نوپکارده چی د زورلار
پریږدی او (دنړی د یواځنی طاقت جوړید ) دپلان څخه هم تیر شی په خپله کړنلاره کی ر یښیئ بدولون راولی ، که امریکا او ناتو دفغان ولس د پخولاینی پرته د فوځونو د زیاتوالی له لاری د ( جګړی لار ) ته دوام ورکړی ، شکاره ده جګړه به په افغانستان کی دوام ومومی ......... د تاریخ په اوږدو کی دا لومړی ځل ده چی امریکا په افغانستان کی د جګړی د ګټولو ژمنه کړی هغه هم د ټولو نړی والو مروجو قوانینو، حقوقو او اصولو څخه په سر غړونی او د افغانستان د خلکود وینی په بیه . د جګړی د ختمولو لار داده چی امریکا د افغانستان دولت دسولی دهلوڅلو ملاتړ او مرسته وکړی ، داقتصادی پروژو او په ریشتنی توګه دهیواد د بیا جوړولو چارو ته مخه کړی ، د توپک خوله دخلکو څخه راوګرڅوی او پر څای یی د مرستی لاس ورکړی