په غزل کره کتنه
د اپریل په پنځمه کال دوه زره نهمه نېټه د جرس ادبي جرګې د کره کتنې غونډه جهانګیر پارک کراچۍ کې د ښاغلي تاج الدین په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کړې ـ
د غونډې په لومړۍ برخه کې وصال مومند د تېرې غونډې روداد واورولو او ورپسې ریاض ساحل خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړوـ په غزل د تنقید تر مخه د غونډې ګډنوالو غزل د شاعر یو لومړنۍ تمرین وبللو او د یو بېت سربیره یې نور ټول غزل د زوړ او مخلي شوي خیال سرچینه وبلله،او په راتلونکي کې یې دشاعر نه د لا ښه او معیاري شاعرۍ هیله څرګنده کړه
د غونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې وصال مومند،امان اپریدي،نورمحمد سعید،ریاض تسنیم،ریاض ساحل او ظفر کریمي پکې کلامونه واورول ـ غونډه کې امان الله شملزي،زرجان مداخېل،طاهر اپریدي او ښاغلي تاج الدین هم برخه واخیسته ـ
د غونډې په اخر کې د نوموړي شاعر او ادیب ارواښاد محمداقبال اقبال په مړینه د خواشینۍ څرګندونه وشوه ـ د یو بل قراردار په ترڅ کې په سوات کې د یوې پېغلې سره د ناوړه او وحشیانه سلوک،او د وسله والو بانډونو له لوري په لوي لاس د دورو ورکول په سختو ټکو کې وغندل شول ـ او په همدې ځایې دا تنقیدي غونډه پایې ته ورسیده ـ
ظفرکریمي