غزل

هر یو ستم مو په دې زړه د اســــــــــمان پټ ساتلی
د وخت له سترګو مو همیش دی جانان پټ ساتلی

مونږه په پـــــــــــــــټو سترګو هم له ژونده اخلو مزه
مونږه د زړه دننه هم یو جهان پـــــــــــــــــــټ ساتلی

تا لونګین دی راخور کړی په ســــــــــــــینه دپاسه
تا د پلو لاندې د مشـــــــــــــکو دا کان پټ ساتلی

د غونډې زنې په دې چاه کې دې شین خال دی اوده
که په زندان کې دې یوسف د کنان پــــــټ ساتلی

مونږ خو په مینه کې د زړه او سر حساب نه ساتو
مونږ جوارګرو همیشه خپل تاوان پــــــټ ساتلی

څومره مو ځان را لاندې کړی دی د پښو د لاندې
څومره مو ځان ددې سپین سترګي دوران پټ ساتلی

حال مو هیچا ته ددې زړه خانه خـــــــراب و نه وی
لکه د خوږ ګوتې مو هر یو ارمــــــــــان پټ ساتلی

د مار خوړلي خو د پړي نه هـــــــــــــــــــم کیږي وېره
له ځانه هم مو ستا د وصــــــــــل امکان پټ ساتلی

ورځ یې د میاشتو په حساب،مېاشت د کالونو په شمار
تا د وصال په شــــــــا یو داسې هجران پټ ساتلی
           وصال مومند کراچۍ