نظم
دا لغړې ګډاګانې
د مرګونو،
بې حیا بربنډه لوبه
هر نظر ته شرارت کړي
هر وجود ته اشارت کړي
چې هر تن دې جامې وباسي
لغړ دې،
په دې لوبه کې تاویږي
او که نه وي
سپین کفن دې په ځان خور کړي
مخ دې پټ کړي
چې یې ستر نه ماتیږي
قېصر اپریدی کراچۍ (کویت)
نظم
دا لغړې ګډاګانې
د مرګونو،
بې حیا بربنډه لوبه
هر نظر ته شرارت کړي
هر وجود ته اشارت کړي
چې هر تن دې جامې وباسي
لغړ دې،
په دې لوبه کې تاویږي
او که نه وي
سپین کفن دې په ځان خور کړي
مخ دې پټ کړي
چې یې ستر نه ماتیږي
قېصر اپریدی کراچۍ (کویت)