ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید

اتفاق پښتوادبي جرګه


دوزیرنګار نوی غزل

          غــــــــــــــزل لازمی نۀ ده چې وور پۀ سرو بڅرو سوزید حساس زړۀ تمام وطن پۀ دوه خبرو سوزی د بې ننګۍ احساس به کله پښتنو ته کيږیدلته  چمن   هلته  ځنګلې  د  نخترو  سوزی د خان بنګله د ملا کور دواړه پۀ امن وامانپۀ  خواوشا  ترېنه  جونګړې  د  ګجرو  سوزی پۀ دې دوړجنه خاوره مونږه ګلستان اباد کړو

26.02.2008 ظفرساپی کریمي

د اتفاق پښتوادبی جرګې روداد(ګزارش)

  په "اسویلی "د اتفاق پښتو ادبی جرګې کره کتنه                                                            حسرت بونیری د اتفاق پښتو ادبی جرګه کراچۍتنقيدی غونډه د اتوار پۀ ورځ پۀ 28 مئ کال2

26.02.2008 ظفرساپی کریمي

د اتفاق پښتوادبی جرګې روداد(ګزارش)

    د حسرت په غزل د اتفاق پښتو ادبی جرګې کراچۍ کره کتنه                                                                   &n

21.02.2008 ظفرساپی کریمي

د حسرت نوی غزل

بې ېقېنی ده چې ورانېږی  که جوړېږی کلېڅۀ د نازک وخت نه ملګرېو مو ترېږی کلې راځۍ چې وتړو بندونه د  نفاق سيلاب تهزلمو  راپاڅۍ  ګنۍ لاړلو  ډوبېږی  کلې راته ښکارېږی کلېوال جانان مې ډېرېادویځکه پۀ زړۀ مې داسې ډېرډېر راورېږی کلې د تندې نۀ مری خو د خپل مفادسيلاب راغستید دوئ پرې څه که مو ډوبېږی که ورانيږی کلې      غزل ځکه د ستورو چم کښي زۀ هم

12.02.2008 ظفرساپی کریمي

دحسرت بونیری نوی نظم

نـــــــــــــظم سکنړې ماښام دېنرۍ هوا ده ورېځ خوره دهاؤاسمان هم  ښکارید اسمان مېنځ کښې ېو ستورې هم ځلېږیلکه زما غوندې تنها ښکاریګورمه ستوری تهاؤستورې ما ته دې هم  زما غوندې له خپلو لرې دځان  پۀ وېر ښکاریشوردې  خو دومره هم نهچې سړې د زړګی شور نه اوریټولی ټولی خلق د ېو بل سره ناست دی خاندیڅوک    دوه پۀ دوه  روان خندا کوی جوکنګ کویېو زۀ پۀ زمکه اؤ هغه ستورې پۀ

10.02.2008 ظفرساپی کریمي

غزل.........حسرت بونیری

       غزل                      حسرت بونیری هغه جذبه  نشته  اذان   خو  د بلال  واېوهسي به ځان ته د سيالانو سره سيال واېو پۀ مونږ د ژبې حق خو دومره پاتې شوې دې بسچي څوشعرونه پۀ حق کښي کال پۀ کال وايو

08.02.2008 ظفرساپی کریمي

غزل...........نادرکابلګرامی

  دوه شعرونهد عجیبه غوندې مضمون کلی دیچې لا د هاغسې پرون کلی دی دچا په کلی کې یو قبر دوه ويچې مقبره ده دپښتون کلی دی غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل دا په ژړا چې زه جانانه سترګې سرې ساتمهستا دوعدو سیوری ته اوس هم لا غرمې ساتمه ته که نازیږی دشیشو په محلونو اشنازه هم جومات ساتمه،قام ساتم،حجرې ساتم

02.02.2008 ظفرساپی کریمي

غزل

                                 غزل                                 حسرت بونیری ستا

27.01.2008 ظفرساپی کریمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more