غــــــــــزل
زه په زړه داغ لرم یو،ستا په رخسار خال یو دی
ښکاري اشنا لکه چې ســـــتا او زما حال یو دی

بیا به شي جـــــــــــــــــــوړه ګرانه یاره د دیدن لاره
خو چې کړو ړنګ دغه په منځ کې چې دیوال یو دی

زه په درشل د مېخانې ژاړم ته مـــــــــــــحراب کې
د ځايې تضاد دی ګنې شېخه زمونږ خیال یو دی

هسې خو وینمه په سترګو تل بلهــــــــــــــا ښکلي
خو چې مې نقش دی په زړه هغه جمــــــــال یو دی

پورته کوم چې کله لاس جانانه تا غـــــــــــــواړمه
زه نو څه نه غواړمه ګل زما خو ســــــــوال یو دی

کړه مې پوره په خپل وربل د ځنــــــــګیدو ارمان
خېر که دار په شکل وي او که ټـــــــــــــــال یو دی

هېبته نه به شـــــــــــــــــــــــي د زړه په سوزیدو رڼا
تیاره ده ډېره او له تا سره مـــــــــــــــــــشال یو دی
             هېبت خان شېراني کراچۍ