غزل
د بوډۍ ټال رنګونه ټول پيکه شو
الول چي دې پۀ مخ کښي شو رنګونه
سياسی دوکاندارانو ګټه اوکړه
مونږه هسې شهيدان کړل خپل ځانونه
د چمن غيږه خالي شوه د ګلونو
ګل فروشو ترينه ډک کړل دوکانونه
د جنت لار چي اسانه کړه مفتيانو
ځکه نۀ دي هم محفوظ نن جوماتونه
دا يو شهيد ته لار همواره ول دي
د شهيد پۀ نوم نن بند دي بازارونه
چا هم خپله وعده چرته پوره نۀ کړه
غورزولي دي بې ځايه مونږ سرونه
د تا ريخ کاتب حيران حيرانه ناست دی
څه به ليکي د دې دور داستانونه
د دې دور د غريب عجيبه کور دی
ورونه نۀ لري غورزيږي ئ ديوالونه
ملګرتيا د مخلصۍ نشته حسرته
اوس خو کيږي تر مطلب محبتونه
حسرت بونيری