په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د پښتو او اردو ژبو ستر شاعر،محقق او کره کتونکی ښاغلی سعید ګوهر وفات شو ی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ګوهر په مړینه د غمرازۍ څرګندونه کوي ، د هغه مړینه د پښتو ادب دپاره زیان بولي او لوی خدایې څخه مرحوم ته فردوس جنت او دهغه ورنو هر یو ربنواز مایل،محمود ایاز، او نورو پسماندګانو ته جمیل صبر غوښتونکې ده ـ ارواښاد سعید ګوهر کراچۍ ښار کې د اوسیدو په مهال د جرس ادبي جرګې هره غونډه کې ګډون کړی دی ،دهغه مړینه د جرس ادبي جرګې هر غړی ویرجن دی ـ
د جرس ادبي جرګې مطبوعاتي څانګې لخوا
01.08.2010
- ظفرساپی کریمي
د جرس ادبی جرګې د کره کتنې غونډه
د جرس ادبي جرګې کراچۍ میاشتنۍ تنقیدي غونډه ملنګ شاه هوټل ایمپریس مارکیټ کراچۍ صدر کې د ښاغلي نورالاسلام سنګر په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ننګیال یوسفزي ترسره کولې ـ غونډې ته ړومبې ننګیال یوسفزي د تېرې غونډې روداد واورلو ،د رودار روسته ننګیال یوسفزي خپل نظم ،،نو...
31.08.2010
- ظفرساپی کریمي
شګفته ملك سره مركه. مركه امجد شهزاد شګفته ملك د عوامي نېشنل ګوند د ښځينه څانګې يوه فعاله غړې ده. د چارسدې په يوه سياسي كورنۍ كې زوكړې، په سياسي علومو كې يې ماسټري اخيستې، د سياست ترڅنګ شعر هم وايي. په لومړي ځل د پښتونخوا ايالتي اسمبلۍ د غړې په توګه ټاكل شوې. . سياست ته څنګه راغلئ؟ زه په يوه سياسي كورنۍ كې زېږېدلې يم، پلار مې د خدايي خدمتګار تنظيم يو فعال غړى و، ښايي همدا لامل و، چې ما هم سياست غوره كړ. د عوامي نېشنل ګوند په نسبت د نورو سياسي ګوندونو...