شګفته ملك سره مركه.
مركه امجد شهزاد
شګفته ملك د عوامي نېشنل ګوند د ښځينه څانګې يوه فعاله غړې ده. د چارسدې په يوه سياسي كورنۍ كې زوكړې، په سياسي علومو كې يې ماسټري اخيستې، د سياست ترڅنګ شعر هم وايي. په لومړي ځل د پښتونخوا ايالتي اسمبلۍ د غړې په توګه ټاكل شوې.
.
سياست ته څنګه راغلئ؟
زه په يوه سياسي كورنۍ كې زېږېدلې يم، پلار مې د خدايي خدمتګار تنظيم يو فعال غړى و، ښايي همدا لامل و، چې ما هم سياست غوره كړ.
د عوامي نېشنل ګوند په نسبت د نورو سياسي ګوندونو ښځينه غړې ډېرې فعالې دي، تاسې ولې له نورو شاته پاتې يئ؟
زموږ په ګوند كې هم د نورو هغو پشان د ښځو ځانګړې څانګه شته، چې ځانته ښځينه مشره لري. يو وخت زموږ د مردان څانګه ډېره ګړندۍ و فعاله وه، خو كله چې د ګوند ځايي مشرې له دندې استعفى وركړه، نو زموږ هلې ځلې د څه وخت لپاره ټكنۍ شوې.
بله خبره دا ده، چې كه موږ ښځو ته هم د نارينه وو پشان پاملرنه وكړو او ګوندي تشكيلات )تنظيم سازي( يې په سمه توګه وكړو، نو ډېر زر به يې مثبتې پايلې وګورئ. په پاكستان كې د ښځو شمېر له نارينه وو زيات دى، يانې 52% ښځې دي او پاتې نارينه، نو بايده ده چې د ژوند په ټولو چارو كې مناسبه برخه وركړل شي. ددې لپاره چې د عوامي نېشنل ګوند ښځينه څانګه فعاله او ښې لاسته راوړنې ولري، زما خپل نظر دا دى، چې لومړى بايد د ټاون او تحصيل په كچه د هغوى تنظيم سازي وشي او حلقې جوړې شي، بيا هغوى د يونين كونسل په كچه تنظيم شي او په هر يونين كونسل كې بايد 10_11 ښځينه غړې ولرو، په هر تحصيل كې 21 يا 22 يونين كونسلونه وي، نو كه داسې وشي موږ به څومره ښځينه غړې ولرو، څومره به مو فعاليت پرمختللى وي... ښكاره ده، چې ډېر څه به مو ترلاسه كړي وي.
په دې لړ كې بايد د يو يونين كونسل غړې و د ايالتي او قومي اسمبليو ښځينه غړې عملي ګامونه پورته كړي، ځكه دوى هره يوه د خپلې سيمې نماينده ګي كوي، د خپلې سيمې ټول حالات ورته ښه معلوم دي، پوهېږي چې څوك ګوند ته وفادارې دي، كومې كورنۍ ښځو ته په عملي سياست كې د ونډې اخيستلو اجازه وركوي او نور... ډېرې زنانه شته، چې ددې وړتيا لري او غواړي چې د عوامي نېشنل ګوند په چوكاټ كې په عملي سياست كې ونډه واخلي، خو دا هغه وخت شونې ده، چې دوى تنظيم شي.
خو د سياسي مبارزې لپاره تعليم ضروري دى، د ښځو د تعليم په هكله څه وايئ؟
زما په اند تر هر څه وړاندې شعور او سياسي پوهه ضروري ده، لومړى بايد په خلكو كې دا شعور رابېدار كړو، چې د ښځمنو لپاره تعليم هغومره ضروري دى، څومره چې د نارينه وو لپاره دى. دا شعور د سياست له لارې پيدا كولاى شو د خلكو له ذهنونو نه بايد د فرسودګۍ او قيانوسيت لړۍ لرې كړو او هغوى دې ته چمتو كړو، چې د خپلو زامنو پشان پر لوڼو هم تعليم وكړي. تاسې وګورئ يو سړى به ډېر روڼ اندى يا روشن خيال وي، د ډيموكراسۍ خبرې به كوي، خو چې كله يې د خپل كور خبره راشي، بيا خپلو زنانه وو ته د زده كړې او سياست اجازه نه وركوي.
د پښتنو دوروسته پاتې والي ستر لامل بېسوادي او له تعليمه وروسته پاتې والى دى. دغه وروسته پاتې والي زموږ ذهنونه ډېر تنګ او محدود كړي.
په انتخاباتي كمپاين كې، چې به كوم كور ته ورغلو او له زنانه وو نه به مو د هغوى د خوښې د كانديد پوښتنه وكړه، نو ويل به يې كه نارينه اجازه راكړي، نو ووټ )رايه( به اچوو او بله خبره دا چې كه سړي اجازه وركړي بيا هم د خپلې خوښې كانديد ته رايه نشي وركولاى، يانې كله چې انتخاباتي مركز ته ځي، نو د كور نارينه هدايات وركوي، چې فلاني كانديد ته به رايه وركوې.
په دولتي كچه د ښځو د تعليم په هكله څه پرواګرام لرئ؟
ان شاء الله ډېر زر به په ټولو هغو سيمو كې چې د نجونو ښوونځي نشته، د هغوى لپاره نوي ښوونځي پرانېزو او په موجودو ښوونځيو كې به د تعليم كچه په معيار برابره كړو. ورسره به هڅه وكړو، چې په خلكو كې دا شعور بېدار كړو، چې پر خپلو نجونو زده كړې وكړي. همداشان د نجونو لپاره به تخنيكي ادارې يا د لاسي كارونو روزنيز مركزونه جوړ كړو، چې زموږ خوېندې وكولاى شي په دې ډګر كې هم پرمختګ وكړي، زموږ ډېرې خويندې اوس هم په كورونو كې د لاسي كارونو له لارې خپل اولاد ته يوه مړۍ ډوډۍ ګټي، نو كه په دې برخه كې د هغوى لارښوونه و مرسته وشي، ډېرې مثبتې پايلې به ولري.
دا خو ستاسې سياسي فعاليتونه ول، آيا په غېر سياسي توګه مو د ښځو د حقوقو په برخه كې د هغوى خدمت كړى؟
د N.G.O يا نادولتي ادارو په چوكاټ كې خو مې چندانې كار نه دى كړى، د U.N.D.P په يوه روزنيز پروګرام كې مې ګډون كړى، موږ به لرې پرتو سيمو ته تللو لكه چترال، سوات، دير، بونير، لكي مروت، كرك او... خو په خواشينۍ به ووايم چې نارينه ناظمانو به زموږ د تګ مخالفت كاوه. هغوى په دې خوښ نه ول، چې ښځينه كونسلرانې دې له دوى سره يوځاى په دغو سيمو كې وګرځي او غونډو كې ګډون وكړي، خو موږ به ټولو ښځينه كونسلرانو او نورو ښځو ته ويل، چې دا ستاسې حق دى، په غونډو كې به كېنئ او خپلې خبرې به كوئ، ځكه چې تاسې د همدې ولس په ځانګړې توګه د ښځو استازې يئ، د ښځو ستونزې معلومول و حلول ستاسې مسووليت دى. له نېكه مرغه په دغه بهير كې مو د ښځو ډېرې ستونزې حل كړي.
په نړېواله كچه مو د پښتنو ميرمنو لپاره څه كړي؟
تېر كال د هالېنډ د )NDI ( انسټيټيوټ په بلنه دغه هېواد ته تللې وم، دغه اداره دوه څانګې لري، يوه د ځوانانو او بله د ښځو لپاره. دا اداره په سياسي ګوندونو كې د ښځو د ونډې زياتولو لپاره كار كوي، دلته يې هم ګڼ وركشاپونه او روزنيز سيمينارونه جوړ كړي.
كه هلته د خپلو كارونو او بوختياوو په اړه يو څه معلومات راكړئ.
د پاكستان په ځانګړې توګه د پښتنو په اړه د هغوى تاثر يو مخ بدل و، د هغوى تاثر داسې و، چې پښتنې له كوره بهر نشي وتلى، د زده كړې او كار كولو اجازه نه وركول كېږي او ډېر د پابندۍ ژوند تېروي. ما هڅه وكړه، چې په ټوليزه توګه د پښتنو په اړه د هغوى منفي سوچ ته مثبت ځوابونه وركړم، چې زما په ليدو د هغوى تاثر ډېر بدل شو، ځكه چې زه يوه پښتنه، په پښتني جامه كې د دوى پر وړاندې ولاړه وم.
په پښتني ټولنه كې لا هم د مېرمنو پر وړاندې ګڼې ستونزې شته، تاسې چې سياست ته راووتلئ آيا تراوسه له كوم خنډ سره مخ شوې يئ؟
هو، ستونزې شته، خو زه له كومې لويې ستونزې سره نه يم مخ شوې. په دې برخه كې د خپلې كورنۍ منندويه يم، چې تل يې ډاډ راكړى او هڅولې يې يم، چې بايد مخكې لاړه شم او د خپلو خوېندو خدمت وكړم.
زموږ په ټولنه كې ډېرې نجونې او ښځې ددې وړتيا لري، چې په عملي سياست كې ونډه واخلي، نو كه زما پشان د دوى كورنۍ هم خپل مسووليت او رسالت ادا كړي، ډېرې وتلې او تكړه سياستوالې به ميدان ته راشي.
بله د ټولنې خبره ده، خلك هم بايد له ښځينه سياستوالو سره مرسته وكړي او د هغوى پر وړاندې د پرتو خنډونو په لرې كولو كې مرسته وكړي. لكه څنګه چې زما د حلقې خلكو له ما سره مرسته كړې، د نورو سيمو خلك هم بايد داسې وكړي.
زه په دې برخه كې د خپلو ګوندي مشرانو په ځانګړې توګه د اسفنديار ولي خان، ميا مشتاق، ارباب ظاهر او نورو ډېره منندويه يم، چې تل يې ډاډ راكړى او په مثبتو لارښوونو يې نازولې يم.
اوس چې تاسې د ولس په استازيتوب تر صوبايي اسمبلۍ رسېدلې يئ، د صوبه سرحد د نوم بدلولو په اړه څه وايئ؟
دا خو روښانه ده، تاسې زموږ د ګوند تګلاره يا منشور وګورئ، په هغه كې د صوبې نوم ښكاره دى.
آيا دا تګلاره به عملي كوئ هم كه نه؟
موږ ددې لپاره ډېر كار كړى، اوس خو هغه خلك هم د صوبه سرحد يا NWFP پرځاى پښتونخوا وايي، چې پخوا يې ورسره سخت مخالفت كاوه. د مذهبي ګوندونو يا MMA په دور كې پخواني وزير اعلى اكرم خان دراني ويلې، چې ده په دې اړه يوه سروې كړې، چې 99% خلك د صوبه سرحد پرځاى د پښتونخوا نوم ايښودل غواړي.
بل دا چې اين ډبليو اف پي خو څه نوم نه دى، پښتونخوا خو له سلهاوو كالو راهيسې ددې سيمې نوم دى، زموږ پخوانيو اتلانو او شاعرانو دا نوم ياد كړى او ګڼ شمېر نور تاريخي ثبوتونه هم شته.
يانې خبره د نوم بدلولو نه، بلكې د بحالولو ده؟
هو، بالكل همداسې ده. زموږ غوښتنه د صوبې د نوم بدلول نه، بلكې د نوم بحالولو ده. پښتونخوا د سيمې پخوانى او تاريخى نوم او زموږ پېژندګلو ده او دا زموږ يو جمهوري حق دى.
د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره كوم ځانګړى پروګرام لرئ؟
موږ لا ډېره پخوا دا غوښتنه كړې، چې پښتو دې د پښتونخوا تعليمي ژبه وي، ځكه چې په مورنۍ ژبه زده كړه د هر انسان بنيادي حق دى. پر دې سربېره د خپلو ليكوالو او اديبانو د لارښوونو په رڼا كې به خپلې ژبې ته دومره خدمت وكړو، چې تر ننه به بل هېڅ حكومت نه وي كړى.
په ډېرى سيمو كې خو اوس هم تر ابتدايه يا پرائمري پورې زده كړې په پښتو دي، تاسې به پورته ټولګيو كې هم د پښتو د لازمي كولو هڅه وكړئ؟
موږ په دې اړه عملي كار پيل كړى، چې يو حل يې راوباسو.
نورو خلكو يانې د MMA حكومت تر پېنځم ټولګي پښتو لازمي كړه، خلك غواړي چې تاسې پېنځه ټولګيه نور هم پرمخ ولاړ شئ يانې لږ تر لږه يې تر لسم پورې ورسوئ؟
دا ټولې خبرې زموږ په پروګرامونو كې شته، موږ خو غواړو چې پښتو دې ان رسمي او دفتري ژبه شي.
خو كه داسې وشي يانې پښتو رسمي او دفتري ژبه شي، نو بيا به نورې ډېرې ستونزې وزېږوي، ښه به نه وي چې لومړى په ښوونځيو كې پښتو لازمي شي، چې خلك پرې ليك لوست زده كړي بيا دفتري شي؟
هو، همداسې ده. زموږ د تعليم وزير خپل پروګرام اعلان كړى، په ټولو ښوونځيو كې پښتو لازمي كول زموږ په اوليتونو كې دي، چې ډېر زر به يې عملي كړو.
په ميډيا يا رسنيو كې هم له پښتو سره د ميرې مور سلوك كېږي، تاسې تراوسه څه كړي؟
زموږ موقف ښكاره دى، پر چا ظلم نه كوو او نه د چا ظلم و زياتى منو، د اطلاعاتو وزير عملي كار پيل كړى، په PTV يا دولتي تلويزيون كې به د پښتو پروګرامونو وخت زيات كړو، د تلويزيون له لارې به خلكو ته خپل سهي قومي تاريخ او اتلان وروپېژنو او داسې پروګرامونه به وړاندې كړو، چې د پښتنو په سوكالۍ او پرمختګ كې مرسته وكړي.
دلته هر ګوند يا خو خپل تلويزيوني چينل لري او يا داسې چينلونه دي، چې په غېر مستقيم ډول د هغوى لپاره كار كوي، عوامي نېشنل ګوند هم يو لوى تنظيم دى، تاسې ولې تراوسه په دې برخه كې وروسته پاتې يئ؟
دلته خو يو خيبر دى، چې څه ناڅه د پښتو لپاره كار كوي.
دا يو بېل بحث دى، چې خيبر د چا له خوا، ولې او د څه لپاره جوړ كړاى شوى او اهداف يې څه دي؟ تاسې د خپل ګوند خبره وكړئ.
موږ هڅه كوو، چې خپله ميډيا ولرو، خپل تلويزيون ولرو، چې خپله خبره وكړى شو، خپلې ستونزې بيان كړو، نړۍ ته خپل اصلي تصوير وړاندې كړو او زموږ پرخلاف چې كومه منفي پروپېګنډه كېږي، په مثبته توګه د هغې ځواب ووايو.
له سياست نه علاوه نور څه مصروفيات لرئ؟
زيات وخت په سياسي هلوځلو كې بوخته يم، خو ادبي غونډې، په ادبي غونډو او مشاعرو كې ناسته ډېر خوند راكوي، يانې شاعرانه چاپېريال يا ماحول مې خوښېږي. شعرونه اورېدل او ويل مې خوښ دي. تاسې ته پته ده، چې له شاعرۍ سره ډېره مينه لرم، نو چې كله يواځې يم، شعر لولم.
يانې شعر هم وايئ؟
هو، له شاعرۍ سره ډېره مينه لرم، يو نيم شعر مې هم ويلى، خو داسې څوك نه و چې په دې برخه كې له ما سره مرسته او لارښوونه يې كړې واى، ځكه نو شاعري رانه پاتې شوه.
په باچا خان مركز كې خو د شاعرانو څه كمى نشته، نشي كېداى چې دا لړۍ بيا له سره پيل كړئ؟
اوس خو مې مصروفيتونه نور هم زيات شوي، شعر ويل خو ګران كار دى، ځكه به ونشم كولاى چې شعر ويل بيا پيل كړم.
موسيقي اورئ او د خوښې سندرغاړى مو څوك دى؟
د سردار علي ټكر او ګلزار عالم سندرې ډېرې اورم، ځكه چې د هغوى د شعر انتخاب ښه دى.
په كور كې اخلى پخلى كوئ؟
په كور كې خو تراوسه چا اخلي پخلي ته نه يم پرېښې، خو چې كله هم وخت راسره وي، په ډېر شوق پخلى كوم.
په پاى كې كه د آفاق لوستونكيو ته څه پېغام لرئ؟
زما پېغام دا دى، چې په نجونو تعليم وكړئ، هغوى ته خپل حقوق وركړئ، ځكه چې له ښځې نه بغير د ژوند ګاډى وړاندې نشي تللى. كه ښځې په دې حواله وروستو پاتې وي، نو دغه قوم او ملك هېڅكله هم ترقي نشي كولاى.