ماښام خټک زیاته کړه د هر شي خپل چوکاټ وي ـ د نظم او قطعې دپاره مقطع لازمي نه ده خو د غزل خپل روایت او اصول دي چې د هغې ترمخه د غزل دپاره مقطع لازمي ده ـ او د مقطع نه بغېر غزل نیمګړی وي ـ 
هغه زیاته کړه چې د غزل په هیت کې بدلون نشي کیدی خو دغزل په ماهیت کې بدلون کیدی شي ـ که د غزل په هییت کې دبدلون هڅه وشي نو بیا غزل غزل پاتی نشي ـ 
د جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه د طاهرافریدي په کور ګلشن اقبال کراچې کې د ۲۰۱۰ کال د دسمبر په ۴ نېټه وشوه ـ ددې غونډې مشري ښاغلي طاهر افریدي او نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کړې ـ 
د ایجنډې له مخې د غونډې په ړومبۍ برخه کې امان افریدي د تېرې غونډې روداد واولو ـ روداد په اړه مجموعي رایه دا مخې ته شوه ، چې روداد کمزوری دی او وجه یې دا وښودل شوه چې روداد د ضرورت نه زیات تفصیلي لیکل شوې او هغه خبرې پکې هم رانقل شوي دي کومې چې د تېرې غونډې د موضوع نه بهر وی ـ 
د غونډې دویمه برخه کې د امان افریدي غزل کره کتنې ته وړاندې شو چې مطلع یې داسې وه 
دقلندر د دبستان یاران 
ځي خودکشۍ له دي روان یاران
په مطلع د تنقید شورو ماښام خټک وکړه او وې ویل چې شعر کې شاعر د جذباتي تړون اظهار کړی دی ـ شاعر په شعر کې وايي چې هغه خلق چې ځان به یې اصول پسند معرفي کوو او ځان ته به یې د قلندر مومند په روایاتو چلیدونکي ویل او نورو ته به یې هم په دغو روایاتو د چلیدو  تلقین ورکولو ، هغوي په خپلو خبرو هغسې ولاړ پاتې نه شول او ځان یې ادبي مرګ ته سپارلی ـ 
باچا حسین شاکر شعر کمزوری وبللو او زیاته یې کړه چې شعر کې څه داسې خیال راوړل شوې چې څوک پرې نه پوهیږي ـ دا شعر کم او ناره بازي زیاته ده ـ 
اصل باز افریدي،شمشیر سالار او عبدالله جان فګار د مطلع ستاینه وکړه ـ
د شاه لطیف عاجز پروره خاوره 
توهینوي الاعلان یاران
باچا حسین شاکر وویل دا شعر هم لکه د مطلع ناره بازي ده او شاعر پکې ډېر جذباتي شوی ښکاري ـ 
ماښام خټک وویل شعر کې د شالطیف چې د سندۍ ژبې شاعر و، دهغې خاورې (سند)ته اشاره ده ـ مطلع کې قلندر مومند یاد شوی دی ـ دا دواړه شاعران و ـ دواړو شعرونو کې پیغام یو شان دی ـ 
طاهر افریدي وویل شعر کې شاعر د شالطیف د نمسو هغې بې چاره ګۍ ته اشاره کوی چې د هندوستان نه راغلو خلقو ترې پرې قبضه کړې او هغه یې لوټلې ده ـ 
د ژبې سر خدایې بې دانې راکړې 
د روایاتو قاتلان یاران
ماښام خټک وویل دې شعر کې جذبات د محاورې په راوړولو سره په هنري انداز بیان شوي دي ـ شاعر وايي چې سپینه خبره کوم ـ لکه اجمل خټک چې وايي : 
خله ماته ښه ده خو ګنډلې نه شم 
باچاحسین شاکر وویل ښه شعر ورته ځکه نشو ویلي چې وقتي طور پکې زور ښکاري خو د وخت د تیریدو سره داسې شعرونه ژوندي نه پاتي کیږي ـ 
ظفرکریمي وویل چې د غزل د تېرو درې شعرونو په پرتله دا شعر ښه دی او که دا شعر ددې غزل نه بهر هم  ولوستل شي نو سړی یې په مانا او مطلب پوره رسي ـ شعر کې د ریښتوني شاعرانو د حق او صداقت بیانولو خبره په ډاګه شوې ده ـ 
دعشق خو هره صحیفه ګواه ده 
له ګرده بچ ساتي جانان یاران
ظفرکریمي وویل د غزل انتخاب شعر دی ـ هر یو شی چې په سړي ګران وي ،دهغه شي لکه د خوږ ګتې ساتنه کوي ـ جانان د ګرد څخه د ساتلو مقصد هم دادې چې کره یاران د خپل جانان په وجود یو زره درد زغملو ته هم تیار نه وي ـ 
طاهر افریدي وویل جرس ادبي جرګې ته د ځینی کسانو لخوا زیان رسولو ته پکې اشاره شوې ده ـ
باچا حسین شاکر وویل لامحدوده شعر دی ـ او د جرس تر حده داسې شعرونه محدودول نه دي پکار ـ نوموړي دشعر ستاینه وکړه ـ
د بې نوا ژبې ساتونکې خدایه
په کردو کړې پښیمان یاران
ماښام خټک وویل دې شعر کې شاعر خپل جذبات د خلوص په جامه کې نغښتي وړاندې کړي دي ـ شاعر دوعا ګوه دی ـ دې شعر کې د جذباتو په شکل کې خلوص لیدل کیږي ـ ماښام وویل چونکې دا د غزل اخري شعر دی نو ځکه خو دا غزل نیمګړی غزل دی ـ 
باچاحسین شاکر وویل دا شعر ددې غزل مقطع ده ـ چونکې دې سره غزل ختمیږي نو دا پخپله مقطع شوه ـ مقطع کټ کولو ته وايي او دلته غزل نور ختم شوی دی ـ 
ماښام خټک وویل چې د ټکو لغوي او اصطلاحي مانې وي ـ دلته مقطع په اصطلاحي مانو کې کارول کیږي ـ 
ماښام خټک زیاته کړه د هر شي خپل چوکاټ وي ـ د نظم او قطعې دپاره مقطع لازمي نه ده خو د غزل خپل روایت او اصول دي چې د هغې ترمخه د غزل دپاره مقطع لازمي ده ـ او د مقطع نه بغېر غزل نیمګړی وي ـ 
هغه زیاته کړه چې د غزل په هیت کې بدلون نشي کیدی خو دغزل په ماهیت کې بدلون کیدی شي ـ که د غزل په هییت کې دبدلون هڅه وشي نو بیا غزل غزل پاتی نشي ـ 
غني الرحمان انجم وویل د اردو شاعرانو پروین شاکر او احمد فراز خپل ډېر غزلونو کې مقطع نه دي راوړي نو بیا خو هغه ټول نیمګړي غزلونه شول ـ 
ماښام خټک وویل چې هر څوک د غزل په هییت کې بدلون کوي هغوي د غزل د روایت نه بغاوت کوي او چې څوک داسې کوي نو باید دهغې تلقید ونه کړی شي ـ 
عبدالله جان فګار وویل که یو شاعر په مطلع کې خپل تخلص کارولی وي او یا یې ردیف کې خپل تخلص کارولې وي نو بیا هغې غزل مقطع مونږ  څنګه کتلی شو، بیا خو هغه هم نیمګړي غزلونه دي ـ 
ماښام خټک وویل چې که یو تن د پښو پر ځايې په لاسونو چلند وکړي ، نو دغه سړي دا کمال وکړو چې د لاسونو په زور یې مزل وکړو خو ددغسې کارونو تقلید ضروري نه دی ـ د تګ دپاره اصولا پښې دي او تګ په پښو کیږي ـ که یو شاعر هم دغسې کوم کار کوي ، هغه مونږ ته نوی ښکاري خو حقیقت کې هغه د غزل له روایت بغاوت کړی وي ـ 
د غونډې صدر طاهر افریدي وویل چې مجموعي طور غزل ښه دی ـ هغه وویل اخري شعر کې شاعر دوعا ګوه نه دی بلکې ښېرې یې کړي دي ـ د پښتو یوه هم داسې ده چې وایي
خدایې دې په ځوانه ځوانې مړه کړه
ماته دې ټول عمر دروغ ویلي دینه
د غونډې دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې پکې ظفرکریمي ،امان اپریدي ،عبدالله جان فګار،ماښام خټک،غني الرحمان انجم، شمشیر علي سالار ،باچاحسین شاکر او طاهر افریدي برخه واخیسته ـ 
غونډه کې مسلسل قرارداد منظور کړې شو چې پکې راغلي و چې د پښتنو په خاوره د تېرو اوږدې مودې راهسې د وینو تویه دنې کومه سلسله روانه ده هغه دې نوره بنده کړې شي ـ 
یو بل قراداد کې د دریمې درجې په یوه ورځپاڼه کې د دریمې درجې د یو خبریال لخوا دهغې پروپګنډې غندنه وشوه چې پکې ویل شوي و چې جرس ادبي جرګې خپل روایات برقرار نه دي ساتلي ـ  قراداد کې وویل شو چې جرس ادبي جرګې د تېرو ۲۲ کلنو راهسې خپلې غونډې په باقاعدګۍ سره کوي او دا به جاري ساتي ـ 
راتلونکې غونډه کې به د طاهرافریدي نوي چاپ شوي ناولټ ((تربوزک)) باندې مذاکره کولی شي ـ 
رپورټ ظفرکریمي شیبشبسبلیشیب جرس ادبي جرګې میاشتنۍ تنقیدي غونډه د طاهرافریدي په کور ګلشن اقبال کراچې کې د ۲۰۱۰ کال د دسمبر په ۴ نېټه وشوه ـ ددې غونډې مشري ښاغلي طاهر افریدي او نظامت چارې ظفرکریمي ترسره کړې ـ 

رپورټ ظفرکریمي