د قرآن کريم تلاوت
قرآن کریم د الله جل جلاله کلام دی، نو له نورو کلامونو څخه دومره غوره دی څومره چې پخپله الله تعالی له بندګانو څخه غوره دی، او همدانګه له ټولو هغو خبرو څخه چې ژبه پرې ښوري د قرآن کریم تلاوت غوره دی.
د قرآن کريم زده کړه، ښوونه، او تلاوت ډېرې ګټې لري، چې ځينې يې دا دي:
د ښوونې اجر او ثواب يې:
ګران پیغمبر علیه السلام وایي چې: په تاسې کې تر ټولو غوره کس هغه دی چې قرآن کریم زده کړي او نورو ته یې وښیي. بخاري شریف
د تلاوت ثواب يې:
ګران پیغمبر علیه السلام فرمایي چې: څوک د قرآن کریم یو توری تلاوت کړي د هغه لپاره یوه نیکي ده، او یوه نیکي لس چنده ثواب درلودلی شي، زه نه وایم چې (الم) یو توری دی بلکې (الف) یو توری دی، (ل) بل او (م) بل. ترمذي شریف
د زده کړې، یادولو، او روان تلاوت ثواب یې:
پیغمبر علیه السلام فرمایي: هغه څوک چې د قرآن کریم تلاوت په داسې حال کې کوي چې یاد کړی یې هم وي، هغه به د سپېڅلو ملایکو او پرښتو سره وی، او هغه څوک یې چې په ډېرې لېوالتیا او شوق سره په داسې حال کې تلاوت کوي چې لږ څه ورته ستونزمن وي، د هغه لپاره دوه اجره دي. متفق علیه
او فرمایي چې: جنت ته د داخلېدو په مهال به د قرآن کریم تلاوت کوونکي او پرې عمل کوونکي ته وویل شي: لوله یې او پورته خېژه، او هغسې ورو ورو یې وایه څومره دې چې په دنیا کې تلاوت کاوه، نو د وروستني ایت د تلاوت ځای ستا ځای شو. ترمذي شریف
د الخطابي په نامه یو عالم وایي چې: د قرآن کریم د ایتونو شمېر د جنت د پوړیواو زینو د شمېر هومره دی، نو د قرآن کریم لوستونکي ته به وویل شي چې څومره ایتونه دې په دنیا کې تلاوت کړي وي هومره زینې پورته وخېژه، نو چا چې په دنیا کې ټول قرآن کریم تلاوت کړی وي هغه به تر ټولو پورته، او چا چې یوه سپاره یا لږ څه تلاوت کړی وي نو د هغه به په همدغې اندازه اوچت ځای وي، لنډه دا چې اوچت ثواب د ډېر تلاوت سره تړلی دی.
د هغه چا ثواب چې بچي یې قرآن کریم زده کړی وي:
خوږ پیغمبر علیه السلام وایي: چا چې قرآن کریم ولوست او زده یې کړ او عمل یې ورباندې وکړ، د قیامت په ورځ به یې مور او پلار ته د رڼا یو تاج ورپه سر کړی شي، چې روښنایي به یې لکه د لمر هومره وي، او همدارنګه به یې مور او پلار ته داسې جامې ورپه تن کړی شي چې ټوله دنیا به یې ښکلا ته نه شي ټینګېدلی، نو دوی به ووایي: په څه وجه موږ ته دغه جامې راپه تن شوې؟ ورته وبه ویل شي: ځکه چې ستاسې زوی قرآن کریم ته مخه کړې وه. الحاکم
(نو چې د مور او پلار یې دومره عزت او درناوی وشي پخپله د هغه چا چې قرآن کریم ته یې مخه وي به څومره قدر او فضیلت وي؟)
په آخرت کې د قرآن کریم شفاعت خپل لوستونکي ته:
پیغمبر علیه السلام فرمایي: د قرآن کریم تلاوت وکړئ ځکه چې د قیامت په ورځ قرآن کریم د خپلو ملګرو شفاعت کوي. مسلم شریف
او په بل ځا ی کې فرمایي: روژه او قرآن دواړه د قیامت په ورځ د بنده شفاعت کوي. احمد او الحاکم
د هغو کسانو اجر ا وثواب چې د قرآن کریم د تلاوت او زده کړې په موخه سره راغونډ شوي وي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې یوه ډله د الله تعالی په کور کې سره راغونډ شي ترڅو د ده د کتاب تلاوت او یا یې زده کړه وکړي، نو برکتونه ورباندې راورېږي، او رحمتونه ترې راچاپېر شي، او پرښتې ترې شاوخوا تاوې شي، او الله جل جلاله په خپل دربار کې د دوی یادونه وکړي. ابو داؤد
د قرآن کریم د تلاوت آداب:
ابن کثیر چې یو لوی عالم او مفسر دی د قرآن کریم د تلاوت ځینې آداب داسې په ګوته کوي:
که وغواړې قرآن کریم راواخلې، یا یې مسه کړې، یا یې ولولې باید چې پاک واوسې.
د تلاوت څخه وړاندې مسواک ووهې.
ښې ښکلې او پاکې جامې په تن کړې.
قبلې ته مخه کړې.
د ارګمي (تثاوب) په حال کې تلاوت بس کړې.
پرته له ضرورته د تلاوت په جریان کې خبرې ونه کړې.
خپل سوچ او فکر بلې خوا ته پرې نه ږدې.
چې کله د اجر او ثواب او جنت په هکله ایتونه راشي د الله تعالی څخه یې غوښتنه وکړې، او چې د عذاب او دوزخ ایتونه راشي د الله تعالی څخه ترې پنا وغواړې.
مصحف (قرآن کریم) خلاص پرې نه ږدې، او مه ورباندې له پاسه څه شی کېږدې.
خپل غږ له حد څخه زیات اوچت نه کړې.
او همدارنګه په بازار او دې ته ورته ځایونو کې چې ذهن پکې مشوش کېږي تلاوت ونه کړې.
تلاوت څنګه وشي؟:
د انس رضي الله عنه څخه د پیغمبر علیه السلام د تلاوت په هکله پوښتنه وشوه، هغه وویل چې: پیغمبر علیه السلام به په مدونو سره تلاوت کاوه (چالاکي به یې پکې نه کوله)، چې کله به یې بسم الله الرحمن الرحیم لوست نو هرې کلمې (بسم الله) او (الرحمن) او (الرحیم) ته به یې مد ورکاوه. بخاري شریف
د تلاوت اجر په چندونو سره:
خاص د الله جل جلاله لپاره چې څوک د قرآن کریم تلاوت کوي الله تعالی اجر ورکوي، مګر دغه اجر هله څو چنده کېږي او زیاتېږي چې د زړه حضور، او د ایتونو په معنی او مفهوم کې سوچ او فکر ورسره ملګری شي. نو داسې هم کېږي چې د یوه توري د تلاوت اجر د لسو چندونو څخه نیولې تر اوه سوه چندونو پورې ورسېږي.
په شپه او ورځ کې د تلاوت اندازه:
د پیغمبر علیه السلام صحابه وو به د قرآن کریم څه برخه روزانه د تلاوت لپاره ځانګړې کړې وه، خو له اوو ورځو څخه وړاندې به چا قرآن کریم نه ختماوه، بلکې له درېوو ورځو څخه په کمه موده کې له ختم کولو څخه خو نهې هم راغلې ده.
نو ګرانه وروره!
ډېره هڅه کوه چې خپل وخت د قرآن کریم په تلاوت کې تېر کړې، او لږه اندازه تلاوت د ځان لپاره ځانګړی کړې چې په هېڅ صورت درڅخه پاتې نه شي، لږ همېشنی کار له ډېر لنډمهالي هغه څخه غوره دی. که یوه ورځ درڅخه د غفلت یا خوب له وجې پاتې شي په سبا یې تلاوت وکړه. پیغمبر علیه السلام فرمایي: که له یو چا څخه د تلاوت ټوله وظیفه یا لږ څه دهغې د خوب له وجې پاتې شي، بیا یې د سهار او ماسپښین ترمینځ وکړي، نو دا کار به د ده لپاره داسې ولیکل شي لکه د شپې له مخې چې یې تلاوت کړی وي. مسلم شریف
او د هغو کسانو له ډلې څخه مه کېږه کومو چې قرآن کریم ته یو نه یو ډول شا کړې او هېر کړی یې دی، چې په دې کې تلاوت نه کول، تجوید نه مراعاتول، په معنا کې یې سوچ نه کول، عمل ورباندې نه کول، او تداوي پرې نه کول، ټول داخلېږي.