د لمانځه خوند

د ذات الرقاع غزا څخه وروسته مسلمانانو په یو ځای کې د شپې تېرولو لپاره واړول، او پيغمبر علیه السلام د پهرې لپاره د صحابه وو یو ټولګی وګوماره چې په نوبت به یې پهره کوله، له هغوی څخه عمار بن یاسر او عباد بن بشر رضي الله عنهما هم وه چې نوبت یې یوځای راغی.

عباد ته خپل ملګری عمار ستړی غوندې ښکاره شو، نو ددې لپاره چې لږه دمه یې جوړه شي ترې ویې غوښتل چې اوس ویده شي، او لومړۍ پهره ده ته پرېږدي، چې کله راویښ شي بیا دې خپل نوبت ترسره کړي.

عباد ته همدارنګه شاوخوا ځای بې خطره وبرېښېد، نو له ځانه سره یې وویل چې ولې نو خپل وخت په لمانځه تېر نه کړي، هم به د لمانځه ثواب وګټي هم د پهرې؟!

هغه په لمانځه ولاړ وه او د (الحمد لله..) څخه وروسته یې د قرآن کریم ځینې سورتونه تلاوت کول چې په دې کې یو غشی راغی او په مټ یې ولګېد، غشی یې راوویست او هماغسې په لمانځه بوخت پاتې شو.

یو ځل بیا ویشتونکي د شپې په تیاره کې په بل غشي وویشت، عباد دا غشی هم راوویست او تلاوت یې بس کړ... بیا یې رکوع وکړه او سجدې ته لاړ... په داسې حال کې چې درد او تکلیف ډېر کمزوری کړی وه، نو د سجدې په حال کې یې ښی لاس په خوا کې خپل ویده ملګري ته وراوږد کړ او ترهغه یې ښوراوه ترڅو یې راویښ کړ.

بیا له سجدې راپورته شو، تشهد (التحیات لله...) یې ووېلې او لمونځ یې بشپړ کړ، بیا یې خپل ملګري ته وویل چې راجګ شه زما په ځای پهره وکړه، زه لګېدلی یم.

عمار ژر راولټېد او شور ماشور او منډې رامنډې یې جوړې کړې چې شاوخوا پټ شوي ویشتونکي یې ووېرول، نو ټول وتښتېدل. بیا یې عباد ته مخ ورواړاوه چې: سبحان الله! ولې دې له لومړي غشي سره نه راویښولم؟ عباد په ځواب کې ورته وویل: ما په لمانځه کې د قرآن کریم څو ایتونه تلاوت کول، ما ته یې دومره خوند راکړی وه او دومره لذت مې ترې اخیست چې ومې نه غوښتل په مینځ کې یې قطع کړم، او په الله جل جلاله مې دې سوګند وي که چېرته دا وېره نه وی چې زه به هغه ځای له لاسه ورکړم چې پیغمبر علیه السلام یې راته د ساتلو امر کړی دی، نو مرګ به مې قبول کړی وی نه دا چې هغه ایتونه چې ما یې تلاوت کاوه په نيمايي کې پرېږدم.